د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې اوپنر لوبغاړی شهزاد محمدي د نړیوال کرکټ ترڅنګ په کورني کرکټ هم د رنزونو په جوړولو کې مخکښ روان دی.
شهزاد محمدي د افغانستان د کورني کرکټ دویم پړاو د «لیست ای» ۵۰ اوریزه سیالیو لمړۍ لوبه په سلیزې سره پیل کړه، چې پکې یې ۱۴۳ منډې جوړې کړې.
همدا راز نوموړي د دویمې سیالۍ وروسته په دریمه لوبه کې هم سلیزه جوړه کړې، چې په روان ټورنمنټ کې د زیاتو منډو جوړنکو په لیست کې لمړنی توپ وهونکی شمیرل شوی دی.
د غازي امان الله خان په نوم دویم پړاو «لیست ای» ۵۰ اوریزه کرکټ سیالو کې د ۶ زونونو لوبډلو ګډون کړی دی، چې پکې شهزاد محمدي د سپین غر لوبډلې لپاره د لوبډلمشرۍ ترڅنک په توپ وهنه کې ښه پیل لري.
نوموړي د روانو لیسټ دویم پړاو ۵۰ اوریزه کرکټ سیالیو په ۳ لوبو کې د دوه سلیزو جوړلو سره ۲۶۷ منډې جوړې کړې دي، چې ورپسې کریم صادق دویم د ۲۰۶ منډو په جوړلو سره دویم هغه لوبغاړی دی، چې تر ۲۰۰ یې منډې پورته کړې دي..
همدا راز په روان ټورنمنټ کې د کریم صادق وروسته جاوید احمدي او عثمان غني د یوې یوې سلیزې جوړولو سره په ۱۹۰ منډو دریم او او څلورم مقامونه ځان سره لري.
د افغاانستان کرکټ بورډ د رسمي فیسبوک پاڼې د معلوماتو پر اساس د غازي امان الله خان د زونونو په کچه دویم پړاو «لیست ای» لوبې به د روانې جولای میاشتې تر ۲۷ مې نيټې پورې دوام لري، چې پکې به دوه مخکښې لوبډلې پای لوبې ته لار پیدا کړي.