انګلستان د هندوستان څخه خپل غچ بیرته واخیست 

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

د کوربه انګلستان او میلمه هندۍ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې ۲۰ اوریزه سیالیو وروسته د ۵۰ اوریزه لوبو لړۍ کې انګلستان بریا خپله کړه.

د دوړاو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ لمړی په ۳ شل اوریزه سیالیو کې هندوستان ۲ د ۱ مقابل کې بریاوې خپلې کړې وې، خو انګلستان یې ځواب بیرته د ۵۰ اوریزه سیالیو په لړۍ کې ۲ د ۱ مقابل کې ماتو سره ورکړ.

د درې ۵۰ اوریزه کرکټ سیالیو په لړۍ کې هندۍ لوبډلې د خپل سپین بالینګ پرمټ انګلستانۍ لوبډلې ته ماتې ورکړه، خو په وروستیو دوه لوبو کې یې پر وړاندې انګلینډۍ لوبډلې مقاومت وکړ.

په دې سیریز کې د هندوستان لپاره روهیټ شرما سلیزه جوړه کړه، خو انګلستاني جیو روټ بیا په همدې درې سیالیو کې دوه سلیزې جوړې کړې، چې د تیرې شپې په وروستۍ سلیزې په جوړولو سره یې د انګلستان د کرکټ په تاریخ کې د مخکښ زیاتو ۱۳ سلیزو ریکارډ په خپل نوم کړ.

 د سیریز ګټلو په دې وروستۍ سیالۍ هندوستان د انګلستان خلاف ۲۵۶ منډې جوړې کړې، خو په ځواب کې یې انګلینډۍ لوبډلې د جیو روټ د ۱۰۰ او ایون مورګن د ۸۸ منډو پرمټ د غه هدف د لوبې په ۴۷ م اور کې ترلاسه کړ او هندۍ لوبډلې ته یې د ۸ ویکټو په توپیر سره ماتې ورکړه.

 د یادونې وړ ده، چې له دې وروسته به د دواړو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۵ ټیسټ سیالیو لړۍ د راتلونکې اګسټ میاشتې په لمړۍ نیټه پیل او د سیپټمبر میاشتې تر ۱۱ مې نیټې پورې به دوام وکړي.