د اوکراین ولسمشر: له خپل هېواده د دفاع لپاره یوازې پرېښودل شو

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زلنسکي وايي، چې هیواد یې د کرملن د پراخ نظامي برید پر وړاندې یوازې پاتې شوی دی.

د زلنسکي دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغه وشوې چې روسیې پرون سهار وختي د اوکراین پر وړاندې پراخ نظامي برید پیل کړ.

نوموړي نن په یوې ټلویزیوني وینا کې وویل، چې د خپل هیواد د دفاع په کار کې یوازې پریښودل شول.

د فرانسې خبري آژانس د زلنسکي له قوله ویلي دي چې له پرون سهاره تر اوسه پورې د روسیې په پوځي برید کې ۱۳۷ نظامي او ملکي اوکراینیان وژل شوي دي او ۳۱۶ نور ټپیان دي.

د اوکراین ولسمشر همدارنګه زیاته کړه چې د روسیې خرابکاره ډلې پلازمینې کیف ته داخلې شوي، نوموړي د ښار له اوسیدونکو وغوښتل چې هوښیار ووسي او ګرځبندیز مراعات کړي.

زلنسکي وویل سره له دې چې روسیه یې د لومړي نمبر هدف په توګه ګڼي، دی او کورنۍ یې په اوکراین کې دي.

د زلنکسي له خبرو سره هممهاله د امریکا ولسمشر جوبایډن پر اوکراین د روسیې د برید په غبرګون کې وویل چې، پوتین تیری کوونکی دی.

د دې یرغل عواقب به به خپله پوتین او هیواد یې وګوري.

بایډن وویل چې پر مسکو یې نوې تحریمونه او محدودیتونه وضع کړي چې د هغه په وینا په لنډ او اوږدمه مهال کې به د روسیې پر اقتصاد ناوړه اغېز ولري.

بایډن د جي اوه هېوادونو له مشرانو سره خپلو خبرو ته په اشارې وویل ټولو توافق وکړ چې د ډالر، یورو، پونډ او د جاپان د ین پر وړاندې د روسیې د معاملاتو وړتیا محدوده کړي.

بایډن وویل د ډیرو امریکایي سرتېرو او نظامي تجهیزاتو امر یې کړی او له دې سره به د روسیې د بریدو پر وړاندې په بالتیک کې له خپلو متحدینو استونیا، لتویا او لیتوانیا ملاتړ وشي.

هغه وویل چې واشنګټن به په ټول ځواک سره د ناټو له ساحې دفاع وکړي.

سره له دې چې د متحده ایالاتو په ګډون غربي هیوادونو په روسیې د سختو اقتصادي بندیزونو خبرداری ورکړی خو بایډن وویل چې امریکایي سرتیري به اوکراین ته د روسیې سره د جګړې لپاره ونه لیږي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي