ماشومانو کې د بېلېدو اضطراب یا وېره!

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري
مرکه صديقه پوپلزۍ او استاد امرخېل


یوې ملګرې مې چې وړکتون کې ښوونکې ده کیسه راته کوله ویل یې ډېری ماشومان چې وړکتون ته راځي په لومړیو څو ورځو کې سخت ژاړي، هر څه ورانوي، له هېچا سره هم جوړ نه راځي او له لوبو سره اصلا علاقه نه ښیي. خو د څو ورځو له تېرېدو وروسته نورمال شي اما ځیني ماشومان بیا تر وروستیو پورې همداسې وي او تل یې خوله وازه پاتې وي. ډېری ماشومان بیا هېڅ داسې ستونزه نلري له لومړۍ ورځې د وړکتون له چاپېریال سره جوړ راځي، هغه وایي نن یوۀ ماشوم بیخي ماغزه راته خراب کړل، ما ورته ویل ولې؟ وای یوه میاشت کیږي چې د وړکتون دروازې ته له رارسېدو سره سم په چیغو پیل وکړي، هر څومره چې ورته وایم مه ژاړه هغومره یې چیغې لوړیږي نن یې دې ته اړه کړم چې استعفا ورکړم ځکه نوره مې لېونۍ کوي.
فکر مې وکړ چې موضوع خو طبي نده راځه له ارواپوه سره مرکه پرې وکړه، پر اړونده موضوع مو د هېواد له وتلي ارواپوه ښاغلي عبدالجلیل امرخېل سره مرکه کړې هیله لرم چې تر آخره یې راسره ولولئ.

پوپلزۍ: سلامونه امرخېل صېب هیله‌منه یم چې روغ جوړ او صحتمند به یاست، په سر کې غواړم وپوښتم چې ځیني ماشومان ولې وړکتون یا بل بېګانه ځای کې نارامه وي او ژاړي؟
امرخېل: تاسو، درنو لوستونکو او قدرمنو همکارانو ته سلام هیله لرم چې تاسو به هم روغ جوړ وۍ. ستاسو ددې پوښتنې په ځواب کې باید ووایم چې نږدې ټول ماشومان مور څخه له بېلېدو وروسته وېره تجربه کوي، هرکله چې ماشوم په کوچنیوالي کې وړکتون یا ښوونځي ته لېږل کیږي نو دا چې د تحلیل قوه یې ټیټه وي له همدې امله فکر کوي نور له مور یا پلار سره د یو ځای کېدو چانس نلري خو له څو ورځو تېرولو وروسته چې هره ورځ له پلار یا مور سره یو ځای کیږي، ورو ورو مني چې ستونزه نشته او بېلتون یې د لنډ مهال لپاره دی، خو ځیني ماشومان یې ډېر وروسته یا هېڅ نه مني چې له مور څخه جدا شي هغوی په اصل کې د بېلېدو پر اضطراب اخته دي او دا په ماشومانو کې یوه اروایي ګډوډي ده!

پوپلزۍ: استاد ولې ماشوم د بېلېدو پر اضطراب اخته کیږي؟
امرخېل: ګڼ لاملونه شتون لري چې په ماشوم کې د بېلېدو اضطراب منځته راوړي؛ لومړی له هغو ماشوم ته له کچې ډېر ناز ورکول دي هر کله چې د ماشوم هرې غوښتنې ته لبیک ویل کېږي او منل کېږي ماشوم ډېر ځله له عاطفي اړخه په مور پلار یا د کورنۍ کوم بل غړي پورې تړل (وابسته) کېږي هر کله چې ماشوم وړکتون یا ښوونځي ته ځي نو دا چې هلته یې هره غوښتنه نه پوره کیږي له همدې امله یې زړه تورېږي او پر سبا یې ښوونځي یا ورکتون ته نه ځي ماشوم تل د سبا په فکر کې وي چې څنګه به وړکتون ته ځي او هلته به یې د غوښتنو خلاف عمل کېږي، همدلته د بېلېدو اضطراب هم شکل نیسي. بل لامل یې ماشوم ته له نورو ماشومانو سره د جوړجاړي چل نه ښودل دي هرکله چې ماشوم له نورو ماشومانو سره جوړ رانشي دا هم ددې لامل ګرځي چې ماشوم په یا اضطراب اخته شي. ددې تر څنګ د ماشوم پر ځان ټیټ باور او ټیټ ځان درناوی هم لامل ګرځي چې ماشوم نوي چاپېریال ته له ورتګ نه وېره پیدا کړي او یاد چاپېریال ته له ورتګ نه وېره ورو ورو په اضطراب واوړي او ماشوم وړکتون ته د تلو پر مهال شور جوړ کړي. همدارنګه په وړکتون یا ښوونځي کې د ښوونکو یا نور پرسونل ناسمه رویه او وهل ټکول هم ددې لامل ګرځي چې ماشوم په مور پورې وابسته او له بېلتونه وېره پیدا کړي چې له بده مرغه زموږ د ډېری ښوونځیو او وړکتونونو تدریسي پرسونل لۀ همدې ډول رویې څخه برخمن دي.

پوپلزۍ: استاد دا یوه اروایي ستونزه ده که نه؟ یوه نورماله کړنه هم ورته ویلای شو؟

امرخېل: لکه څرنګه مو چې وړاندې اشاره ورته وکړه دا وېره د لنډ مهال لپاره په ماشومانو کې طبعي او نورماله ده خو که خبره له میاشتې اوړي نو بیا په اضطراب اوړي او پر دې مهال باید حتما له ارواپوه سره مشوره وشي ځکه راتلونکې پایلې یې خورا بدې او خطرناکې دي.

پوپلزۍ: استاد تاسو وړاندې وویل چې که یې غم ونه خوړل شي خطرناکې پایلې له ځان سره لري! اوس پوښتنه دا ده چې کومې بدې پایلې به له ځان سره ولري.
امرخېل: هو! لومړۍ پایله یې دا ده چې ماشوم ټنبل راځي، دا چې د وړکتونو په تمریناتو او یا د ښوونځي په درسونو تمرکز نلري له همدې امله یې نشي زده کولای دا په راتلونکي کې د ښوونځي په پرېښودو یا ښوونځي کې پر ټیټ پرمختګ اوړي. بله پایله یې له ماشوم څخه د ویلو وړتیا اخیستل دي هرکله چې ماشوم په یاد ډول اضطراب اخته وي نو ټولګي کې خبرې نکوي، پوښتنه نکوي او پوښتنې ته ځواب نه ورکوي دا د دې لامل ګرځي چې د ماشوم پر ځان باور ټیټ او په راتلونکي کې نه یوازې دا چې د وینا کولو وړتیا له لاسه ورکړي بلکې په پرېکړه کولو، ټایم منجمنټ او د ستونزو حلولو کې هم ستونزې پیدا کړي.

پوپلزۍ: استاد دې ستونزې د حل لپاره کورنۍ باید څه وکړي؟
امرخېل: زما په اند ددې ستونزې په کنټرول کې کورنۍ کلیدي ونډه لري کۀ کورنۍ وکولای شي له کوچنیوالي یوازې د ماشوم مسلمې غوښتنې پوره کړي، ماشوم ته مسوولیت ورکړي، د ښوونځي یا وړکتون په اړوند له وړاندې توضیح ورکړي او ښوونځي مثبت او خوښوونکي ور وپېژني، نو دا به ددې لامل شي چې ماشوم هم د ځان او هم د نوي چاپېریال په اړوند ښۀ او مثبت لیدلوری پیدا کړي او وړکتون یا ښوونځي ته له تګ نه خوند واخلي.

پوپلزۍ: استاد له داسې ماشومانو سره باید ټولنه کې څه ډول چلند وشي؟
امرخېل: هرکله چې تاسو د ټولنې کلیمه مطرح کوئ نو په ټولیز ډول له کورنۍ وروسته وړکتون او ښوونځي دوه هغه ټولنې دي چې د ماشوم راتلونکی ورپورې تړلی همدا دوه ټولنې کولای شي اضطراب ډېر هم کړي او تر څنګ یې په راکمولو کې هم مرسته کولای شي، که ښوونکي وکولای شي تدریس او د لوبو بهیر ماشوم ته خوښ او اسانه کړي نو ماشوم به په اسانۍ سره وکولای شي چې له یادې وېرې څخه ځان خلاص او وژغوري، په ټوله کې د ښوونکو رویه، د ټولګي فضا، د درس ورکولو تګلاره او د ماشوم مزاج د بېلېدو له اضطراب سره نېغ په نېغه اړیکه لري.

پوپلزۍ: دا ستونزه په څو کلنو ماشومانو کې ډېره وي؟
امرخېل: هر څومره چې د ماشوم عمر ټیټ وي هغومره یې د تحلیل وړتیا هم ټیټه وي او دا ددې لامل ګرځي چې ماشوم د خپل موروپلار بېلتون ژر ونه مني، خو د لنډ مهال لپاره د بېلېدو اضطراب تر ۵ کلنۍ پورې عادي دی، وروسته له هغې یې د یوې اروایي ګډوډۍ په توګه پېژندلای شو.

پوپلزۍ: استاد که یو ماشوم پر دې ګډوډۍ اخته وي څه ورسره وکړو؟
امرخېل: کۀ ماشوم پر دې ګډوډۍ او یا لنډ مهاله وېرې اخته وي نو لومړی یې باید له مسوولیت او مهالوېش څخه پیل کړو، ماشوم ته کوچني مسوولیتونه ور وسپارو، د بېلګې په توګه ماشوم باید د ښوونځي یا وړکتون یونیفرم پخپله چمتو او واغوندي تر یو څو ورځو پورې یې د وړکتون یا ښوونځي تر دروازې ور ورسوو، ورو ورو دا تګلاره یوه ورځ وروسته کړو، همداسې دا تګلاره محدوده کړو او له کور څخه د وتلو پر مهال د خدای پامانۍ مراسم پر ځای کړو ورو ورو یې یوازې د ماشوم پر ښکلولو بدل کړو او همداسې مخته ولاړو نو دا به ددې لامل شي چې کرار کراره ماشوم له ښوونځي یا وړکتون سره عادت شي که یې ونشو کولای له یادو تګلارو څخه په ګټه اخیستنې سره د ماشوم ستونزه حل کړي نو حتماً دې له یوۀ مسلکي ارواپوه سره مشوره وکړي.

پوپلزۍ: یوه نړۍ مننه چې وخت مو راکړ ریښتیا چې عالي مرکه او لوستونکي به ډېر څه ورنه زده کړي.
امرخېل: هیله کوم له تاسو او د یاران سایټ له درنو همکارانو هم مننه چې په داسې سختو شرایطو کې دې جنګ ځپلي ولس ته کار کوئ.
د یوۀ سوله ئیز، آزاد او پر مختللي افغانستان په هیله.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.