د کرونا وبا درېمه څپه ورځ تر بلې په هیواد کې د پرمختګ په حال کې ده، چې د دې وبا د لا پرمختګ په صورت کې په هیواد کې د قرنتین امکان هم شته. زموږ هیوادوال د روغتیایي ستونزو په پرتله ډېر د دې وبا له امله رامنځته شوو او رامنځته کېدونکو اقتصادي ستونزو اندیښمن کړي.
تر بل هر څه د هیوادوالو اندیښنې د قرنتین په اړه زیاتې دي، چې دلته مو د کابل ښار د بېلا بېلو اوسېدونکو نظریات را اخیستي.
د کرونا وبا د نړۍ ټول هیوادونه له روغتیایي او اقتصادي ناورین سره مخ کړه، چې په افغانستان کې هم دا ستونزې ډېرې را منځته شوې.
په هیواد کې د کرونا وبا د لومړۍ څپې په راتګ سره سوداګریزې لوې لارې وتړل شوې او له دې موقع څخه افغان سوداګرو هم ګټه پورته کړه او د خوراکي توکو بیه یې دوه او درې برابره لوړه کړه.
چې د افغانستان بېوزله خلک یې له لویو ستونزو سره مخ کړه. همدارنګه اوږد مهاله قرنتین هم خلکو ته اقتصادي او رواني ستونزې جوړې کړې. چې اوس مهال د کرونا وبا د درېمې څپې په راتګ سره او د قرنتین اوازو له خلکو سره بیا د تېرو ستونزو له امله یوه ځل بیا د هغو ستونزو د راتګ اندیښنې پیدا کړي.
په دې اړه د کابل ښار لاسي ګاډۍ یو ترکاري پلورونکی وايي: زه مې د روغتیا په اړه اندیښنه نه لرم، زما اندیښنه دا ده، چې که دا وبا بیا ډېر پرمختګ وکړي، په دې سره به بیا هم قرنتین وي او هم به د تېر ځل په څېر د خوراکي توکو بیه لوړه شي او دا قرنتین خو بیا یوازې زموږ بېوزله مزدورانو له پاره وي.
دلته خو هسې هم څوک قرنتین نه مراعتوي، هسې پر موږ د خپلو بچو له پاره د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کول سختوي او زموږ لارې راباندې تړي.
د قرنتین د اعلانېدو اوازې بیا د پوهنتون زده کړیالان او د ښوونځیو زده کوونکي هم اندیښمن کړي.
په دې اړه د کابل د پولی تخنیک پوهنتون د انجینیرۍ د پوهنځی یو زد کړیال کفایت الله ابراهیمي وایي: تېر کال مو د قرنتین له امله د درسونو په برخه کې ډېر زیان ولیده، زموږ دوه سمستره درس یې را خراب کړ. له یوې خوا مو درسونه ډېر سخت دي له بلې خوا قرنتین د دې لامل سو چې ټول درسونه زموږ په اوږو بار سي او خپله یې باید زده کړو د انلاین درس خو هسې نوم وي، ریاضي، کیمیا او فزیک بیا چېرې په انلاین ډول تدریس کېدای سي او د انلاین درسونو له پاره بیا چېرې زمینه برابره ده. د واتس اپ له لارې بیا چېرې د انجینیرۍ درسونه ویل کېږي.
د دې درسونو خپله زده کول هم له حده ستونزمن دي. نو له دې دوه سمسترو مو هېڅ هم زده نه کړه دا یو کال په حساب هسې عبس پر موږ تېر سو او که چېرې بیا قرنتین اعلان سي او پوهنتونونه ورسره رخصت سی، زموږ ټوله رشته خرابوي.
په دې سربېره د قمبر څلور لارې د نسوان وحدت لیسې د دولسم ټولګي یوه زده کوونکي بریښنا جانه په دې اړه وايی: د زده کوونکو له پاره د ښوونځي په دوره کې دولسم ټولګی یا وروستی کال تر نورو کلونو ډېر اړین وي، ځکه دوی په دې کال د یوه بل نوي تحصیلی پړاوو له پاره تیاری کوي او د کانکور ازموینه ورکوي. خو زموږ دا وروستی کال د کرونا وبا او قرنتین له امله خراب شه ځکه موږ په ټول کال کې ټول درې میاشتې هم مکتب ته را نه غلو او درس مو ونه ویلې، که چېرې بیا قرنتین شي په دې سره بیا یوازې زموږ ښونیزه برخه ډېر زیان ویني، ځکه په نورو برخو کې څوک قرنتین نه مراعتوي.
دې ته ورته په هیواد کې د قرنتین اوازې ټول خلک له بېلا بېلو اندیښنو سره مخ کړي دي.