د خوښ او بريالي ژوند په اړه ۶۰ لارښوونې

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

ژباړه او زياتونه: محمد عزيز پردېس
۱- د راتلونکې ضمانت څوک نشي کولی، بايد خپلو منځو کې مهربانه واوسو.
۲- بوخت انسان ډېر لږ خفه کېږي.
۳- ‏د مهربانه خلکو يوازينۍ ستونزه داده چې فکر کوي نور هم د دوی په شان مهربانه دي.
۴- هڅه بايد وشي چې د نيوکو پرځای ښېګڼو ته لومړيتوب ورکړل شي، ښېګڼې او لارښوونې اصلاح راوستی شي؛ نه نيوکې.
۵- ‏وېره نيمايي ناروغي، ډاډ نيمايي درملنه او صبر د شفا پيلامه ده.
۶- خاموشي يا چوپتيا د بې وسۍ په مانا نه ده، ځينې خبرې او خلک په ځواب نه ارزي.
۷- بريالي انسانان خپلې موخې تعقيبوي، نه د هرچا خبرې.
۸- تشويش هېڅکله هم د راتلونکې بڼه نشي تغيرولی.
۹- د منفي فکره خلكو خبرې د سړي احساس وژني او وړتيا يې ختموي، هڅه بايد وشي چې د داسې خلكو خبرو ته اصلا غوږ ونه نيول شي.
۱۰- په نړۍ کې به ډېرې ستونزې هغه وخت حل شي چې، کله مونږ یو او بل سره وغږېږو، نه دا چې یو بل پسې وغږېږو!!!
۱۱- غښتلي انسانان يوازې د خپلو ستونزو لپاره مټې رانغاړي، خو ترټولو غښتلي انسانان بيا د نورو خلکو د ستونزو د لرې کولو لپاره هڅې کوي.
۱۲- درې قدرتونه تل ستا په واک کې دي، ترې ګټه واخله: مينه، دعا او بښنه.
۱۳- باور ولرئ چې هره ستونزه هوارېدونکې او حلېدونکې ده.
۱۴- د برياليتوب لپاره بايد حرکت وکړئ.
۱۵- ښه ملګري، ستا د ژوندانه په ښه والي کې رغنده رول لوبوي.
‏۱۶- مخکې له دې چې هر عمل ترسره کړې، په اړه يې ښه فکر وکړه.
‎‏۱۷- په خوښۍ او خپګان کې تل پر شونډو موسکا لرل، د برياليو کسانو ځانګړنه ده.
۱۸- د نن ورځې ښېګڼه د سبا لپاره غوره سرمايه ده.
۱۹- وخانده!!! د نړۍ غمونه خو دې څه په ټېکه نه دي اخیستي.
۲۰- د سخت کار او ډېرې مطالعې پايله روښانه راتلونکې ده.
۲۱- خلک به ستا په اړه هرڅه وايي، خو زه يې په اړه هېڅ تشويش نلرم. ځکه ما پرتا باور کړی، نه په خلکو!!!
۲۲- رښتيني ملګري ستا د ژوند دايمي ملاتړي دي.
۲۳- له منفي ليده او منفي فکره کسانو څخه دې لاره بېله کړه.
۲۴- ښه انسان واوسه، خو خپل وخت دې نورو ته د دې د اثبات لپاره مه تېروه.
۲۵- د سختو ورځو ياران او ملګري مه هېروه.
‏۲۶- بښنه غوښتل مات زړه نشي رغولی.
۲۷- څومره چې خبریږې، هومره به ځوریږې.
۲۸- له جاهل سره جاهل په ځواب رسي!
۲۹- پيسې، قصرونه او سهولت هېڅکله هم هوسا ژوند نشي دربښلی.
۳۰- د مور لپاره هر څوک پرېږده، خو د هر چا لپاره مور مه پرېږده.
۳۱- د اشخاصو دنده او څرنګوالی مهم نه دی، بلکې ټول د دې وړ دي چې بايد ورته احترام وشي.
۳۲- د هرې مسئلې لپاره مثبت تعريف ولرئ.
۳۳- د هرې ماتې لامل، پرته له فکره عمل کول دي.
۳۴- د مکالمې پر مهال خپلې ژبې ته متوجه اوسئ، چې څه وايئ.
۳۵- ‏رښتيني واوسئ، خو د اثبات لپاره يې وخت مه ضايع کوئ.
۳۶- يوازيتوب ته هم لږ وخت ورکړئ، يانې کله ناکله يوازيتوب هم ښه وي.
۳۷- که غواړئ برياو ته ورسېږئ نو منفي فکر لرونکو او منفي تبليغ کونکو سره مو اړيکې پرې کړئ!
۳۶- موسکا د ژوند مالګه ده او تريو تندی د هېڅ چا نه خوښېږي.
۳۷- که غواړئ بريالي شئ، نو ژوند مو د يوې موخې پورې وتړئ؛ نه د شخص يا توکو پورې.
۳۸- د نورو په کارونو کې نه مداخله کول، د ادب نيمايي برخه ده.
۳۹- هېڅکله هم تندی مه تریو کوئ، ځکه تاسې نپوهېږئ، چې څوک مو په خندا مئین دي.
۴۰- د پاک زړه خاوندان تل ځورېږي.
‏۴۱- پاک اراده، غښتلي ګامونه او هيله مندي مو خپلې موخې ته رسولی شي.
‏۴۲- تېروتنه کول جرم نه، بلکې د تېروتنې تکرار جرم دی.
۴۳- نن غنيمت وګڼه، له پرونه تجربه واخله او د سبا لپاره چمتووالی ولره.
۴۴- هېڅ ښکلې څېره بشپړه نه ده، مګر اخلاق دی چې انسان بشپړوي.
۴۵- که غواړې ملګري دې ډېر شي، نو هېڅکله د چا زړه مه ماتوه.
۴۶- د پيسو او کور نه لرل دومره د تشويش وړ نه دي، مهمه دا ده چې خوشحاله ژوند ولرې.
۴۷- روغتيا، خوښي او مينه د هر انسان هيله ده.
۴۸- هغه څوک چې د مسکا لايق وي، ترې مه يې درېغوئ.
۴۹- د ټولو خلکو ستونزه د پيسو نه لرل نه دي؛ مينه، روغتيا او خلوص هغه څه دي چې ډېر يې هيله لري.
۵۰- د یوه ښه او بډایه ژوند درلودلو لپاره، کتاب ولولئ.
‏۵۱- خپګان به وي، خو دا د ژوند غوښتنه ده چې تل مو بايد په خوله مسکا وي.
۵۲- تېر هېر کړه او راتلونکې ته هيله من واوسه.
‏۵۳- ژوند ډېر لنډ دی، په دې نه ارزي؛ چې په خپګان يې تېر کړې.
۵۴- ښه خلک تل د ستونزو سره لاس او ګرېوان وي.
۵۵- بايد داسې واوسې چې، خلک دې په تګ خپګان او په پرمختګ خوشحالي وکړي.
۵۶- کله چې ژوند درباندې سخت شو، نو ته هم سخت او ډېر کار وکړه.
۵۷- ځيني خلک باطنا ډېر بدرنګ دي، يوازې پيسو ښکلي کړي دي.
۵۸- ‏ارزانه ژاولې او کم اصله خلک دواړه په لومړي سر کې خواږه وي!
۵۹- هېڅ وخت لمونځ مه پرېږده، ځکه د ژوند ټول برکتونه پکې نغښتي دي.
۶۰- تېر هېر، په اوس تمرکز وکړه او راتلونکې ته هيله من واوسه.