د نسیمې محمدي لیکنه
موبایل وشرنګېد، له تود جوړ په خېر وروسته مې د پلار په خبرو کې اندېښنه او خفګان حس کړل. پوه شوم چې کومه ناوړه پېښه شوې. هو، هغوی د مړینې او جنازې خبره وکړه، په تمه پاتې شوم تر څو یې خبرې خلاصې او په اصلي کیسه موږ پوه کړي.
د موبایل له قطع کېدو سره سم مې پلار مور ته په کلي کې د یو خپلوان د مېرمنې د مړینې په اړه وویل، چې د زېږون پر وخت مور او ماشوم دواړو خپل ژوند له لاسه ورکړی. په کلي کې روغتون نشته او تر ښار د ناروغ رسول، ۹۰٪ د ناروغ په مرګ تمامېږي.
نن د مۍ ۵مه د قابله ګانو نړیواله ورځ ده، په همدې پلمه غواړو د دې با ارزښته تولنیز پوړ په اړه وغږېږو.
د روغتیا نړیوال سازمان لا دمخه 2020 م کال د نرسانو او قابلو په نوم نومولی دی.
افغانستان تر هغې چې اړتیا ورته لري څو چنده کمې قابلې لري
قابلې څوک دي؟
قابله هغه چا ته ویل کېږي چې د قابلګۍ زده کړې ترلاسه، دا پروسه يې په بریالیتوب پای ته رسولې او د لياقت/ مهارت سره یې د قابلې په توګه د روغتیا وزارت له لوري ډیپلوم او د کار جواز تر لاسه کړی وي.
د قابلو لومړۍ تعلیم یافته ډله په ۱۸۸۷م په انګلستان کې د مېرمن Bidfort Fenwick له لوري جوړه شوه. وروسته په دې برخه نور تشکیلات په ۱۸۹۴- ۱۸۹۸م کې تاسیس شول. لومړۍ رسمي او راجستر شوې دولتې اداره په ۱۹۱۹م په انګلستان کې تاسیس شوه.
هر کال په ټوله نړۍ کې ۳۴۰۰۰۰ مېرمنې مري او میلیونونه نورې د مور کېدو څخه د مخنیوي له امله له انتاناتو کړېږي. نو د قابلو نړیوال کنفدراسیون د ملګروملتونو، روغتیا نړیوال سازمانو او ګڼ شمېر مرستندویه ګډونوالو سره متعهد کېږي، تر څو د میندو مړینه صحي خدمتونو ته د نه لاسرسي او د زېږون له امله د راولاړو شویو ناروغیو له امله منعکس کړي، په ځانګړې توګه د ودې په حال کې هېوادونو کې چې ۹۰٪ د میندو مړینه د زېږون له امله رامنځته کېږي.
افغانستان قابلو ته اړ هېواد
افغانستان اوس هم د نړۍ په ۱۸۳ هېوادونو کې پر زېږون د مور د مړینې له پلوه یوولسم هېواد دی.
که څه هم په تیرو کلونو کې په افغانسان کې د مور او ماشوم د مړینې کچه راښکته شوې خو د نسايي ډاکټرانو د ټولنې په وینا اوس هم په هرو سل زرو مېرمنو کې ۶۶۱ یې د زېږون پر وخت مري.
د دوی په باور د مور او ماشوم د مړینې کمښت لپاره، د نړیوالې ټولنې د اتلس کلنې همکارۍ سره سره لاهم په دې برخه اوږد مزل ته اړتیا ده.
د هېواد لومړۍ مېرمن رولا غني د افغانو کورنیو د پرله پسې اولادونو زېږولو له کبله وايي: « د اومېندواره مېرمنو روحي، جسمي او اروايي ستونزو ته کمه پاملرنه، د کم عمر ودونه او د اومېندوارۍ په موده کې، با کیفیته خدمتونو ته نه لاسرسی، مېرمنو ته اومېدواري او زېږون ګواښمن کوي.»
د خوړو او له ولادت وړاندې مشورې هغه څه وو چې لومړۍ مېرمن مهم وبلل.
په افغانستان کې د میندو د مړینې سببونه
- د ترانسپورت نشتون او د لارو ستونزې، چې تر روغتون رسېدو کې مېرمن خپل ژوند له لاسه ورکوي.
- روغتون ته د مور په وړلو کې ځنډ. د نسايي ډاکټرانو انجمن په وینا باید په دې برخه د کورنیو پوهاوې زیات شي، تر څو پر وخت ناروغ روغتون ته ورسوي.
-
د طبي پرسونل او تجهیزاتو نشتون، بل لامل دی. زیاتره روغتونه د کافي طبي وسایلو نشتون له امله مریضان له لاسه ورکوي.
-
د وینې لوړ فشار، انتانات او خونریزي هغه ناروغۍ دي چې مېرمنې خپل ژوند لا لاسه ورکوي.
اوس مهال په ټول هېواد کې شاوخوا ۵۰۰۰ زرو په شمېر قابلې دي، چې اصلي اړتیا ۱۲۰۰۰ زره تنو ته ده.
څه باید وشي؟
د افغانستان د نسايي ډاکټرانو د ټولنې غړې صدیقه عبدالله ادیب د ماشومانو تر منځ واټن او د فامیلي پلاننګ پروګرام عملي کول د دې ستونزې له حل لارو شمېري. د نوموړې په وینا فامیلي پلاننګ ۴۴٪ د مړينې په کموالي کې مرسته کوي.
همدارنګه زیاتره افغانان او حتا ځینې طبی کارکوونکي هم د ماشومانو ترمنځ وقفه له دیني پلوه ناروا او ګناه ګڼي، چې په دې اړه په پراخه کچه عامه پوهاوي ته اړتیا ده.
د قابلو ورځ له کوم وخت لمانځل کیږي؟
د مۍ د میاشتې ۵مه د روغتیا نړیوال سازمان او د قابلو د نړیوال کنفدراسیون لخوا د قابلو نړیوالې ورځې په نوم نومول شوې. د لومړي ځل لپاره په ۱۹۸۰م کې دا ورځ وړاندیز او په ۱۹۹۲م کې رسماً اعلان شوه.
د قابلو نړیوال کنفدراسیون ټولو بین المللي ټولنو او سازمانونو ته خطاب کې خپله اعلامیه خپره او له ټولو قابلو څخه یې د مرستې غوښتنه وکړه، تر څو د نورو کلونو په پرتله د زېږون له امله مړینې زیاتوالي موضوع، عامه ذهنیتونو ته ورسوي.
د دې اعلامیې په یوه برخه کې راغلي: «د مۍ په ۵مه د قابلو نړیوال کنفدراسیون له ټولو قابلو وغوښتل، په دې ورځ سړکونو ته راووځي. دې ادارې له ټولو ملي او سیمه اییزو ټولنو وغوښتل پنځه کیلو متره واټن پلي لاړ شي. او په دې ډول د میندو د مړینې او د دغه مسلک د ارزښت او ګټورتوب سمبول وړاندې کړي.
قابلې باید ځانګړتیاوې ولري
څرنګه چې قابلګي ډېر عالي او مقدس مسلک دی او که شخص له دې لارې ټولنې ته د خدمت هوډ ولري، نو باید د یو لړ ځانګړتیاوو لرونکی وي.
صداقت او اخلاص؛
- صداقت او اخلاص مریض سره
- صداقت او اخلاص ډاکټر سره
- صداقت او اخلاص امرینو او همکارانو سره
- صداقت او اخلاص خپل مسلک ته
د اعتماد ترلاسه کول؛
باید په ټولو جزيي او کلي مسؤولیتونو کې ځان شریک وګڼي او عدم اعتماد به دوی له خطره خالي نه وي.
د درس او مطالعې سره مینه او لېواتیا؛
ناروغانو ته د غوره خدماتو ترسره کولو لپاره، ډېرې پوهې او زده کړو ته اړتیا ده، نو قابله باید هر وخت د خپلو وړتیاوو لوړولو لپاره، دا چاره ترسره او ځان په په نویو مسلکي وړتیاوو سمبال کړي.
د روغتون له ځانګړي یونېفورم کار اخېستل؛
- د مریض، قابلې او خپله د ډاکټر د ساتنې لپاره
- د روغتون د نظم او ډسپیلین او د مریض د ساتنې لپاره
- د نورو سره د مسلکي پرسونل د پېژندلو او تفکیک لپاره
قابلګي له ستریس ډکه دنده!
د اوږدو شپو او استرس لرونکي محیط کې کار کولو ته په کتو، قابلګي باید د نړۍ د سختو او زیان پېښوونکو مسکلونو څخه وګڼل شي، په داسې حال کې چې ډېری د دې قانون له ګټو بې برخې دي او دا پخپله د دې دندې د ستونزو له ډلې ده.
خو!
اوس ته ای مهربانې فرښتې او د کورنۍ سلامتیا کیلي! نن تازه ورځ ده.
ته د انسان په نجات کې د خدای لومړی رحمت یې، د هرې مور د وېرې ډک زړه ستا په مهربانه کتو سکون مومي او د ژوند تر ټولو ګران موجود د راتلو زېری بښې.
سلام دې وي پر تا چې لومړۍ سا، لومړۍ چیغه او فریاد، لومړۍ اوښکې او لومړۍ مینه ګورې، ورځ دې مبارک!