پنځه (۵) هغه کارونه چې بریالي خلک یې ترسره کولو ته ژمن وي

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

لیکنه: سونیا تامپسن
ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل
کله چې غواړې خپلې موخې ته ورسیږې، نو لومړۍ له هغو کسانو سلا مشوره واخله چې ستا څخه مخکې هماغې موخې ته رسیدلي وي، ځکه ځینې وخت ښه دا ده چې د نورو له ټپونو څخه درس واخلې، نه دا چې پر خپل ځان یې تجربه کړې.
لاندې هغو پنځو کارونو ته اشاره شوې، چې بریالي خلک ترسره کولو ته یې ځان ژمن ګڼي:
۱. د یوه کار په ترسره کولو ټینګار کوي
پخوانی جاپانی متل دی چې وايي: “اوه ځلې ولویږه، اته ځلې بیرته راپورته شه”. د یوه ارزښتناک شي د لاسته راوړلو په سفر کې ناکامي، خنډونه او کړاو ګالل چاره نه لرونکي او حتمي پیښیدونکي څیزونه دي؛ خو په حقیقت کې همدا هغه ناکامۍ دي، چې ستا د پرمختګ لامل ګرځي او تا خپلې موخې ته رسوي. ناکامي تاته هغه نښې در په ګوته کوي، چې ته پوه شې چې څه کار ورکوي او څه نه، کومې لارې تا ژر هدف ته رسوي او کومې نه. نو په همدې اساس ته کولای شې چې خپل کار دې په سمه توګه منظم کړې.
خو خبره دا ده چې ناکامي خلک ویروي او ان داچې د یوه کار د ترسره کولو له هڅې څخه یې هم منع کوي. همدا ده چې بریالي خلک خپله ژمنتیا ثابتوي، چې د یوه کار د ترسره کولو څخه نه لاس په سر کیږي او هیڅ ورته اړینه نه ده، چې څو ځلې به پر ځمکه لویږي (ناکامیږي).
خپلو موخو ته د رسیدو لپاره په قطعي توګه ژمن اوسه ؛ په بې صبرۍ سره یې وڅاره او له ځان سره دا ووایه چې ترڅو بریالی شوی نه یې، له نیمايي لارې به نه ګرځې.

پخوانی جاپانی متل دی چې وايي: “اوه ځلې ولویږه، اته ځلې بیرته راپورته شه”

۲. له ښو خلکو سره یو ځای مزل کول
د خلکو له لویو تیروتنو څخه یوه تیروتنه یې په یوازې ځان سفر کول او ننګونو ته غیږه پرانیستل دي. که چیرې ته په خپل څنګ کې ښه ملګري ولرې، نو ته کولای شې چې د هغوی سره ګډ په ډیرې چټکۍ سره ډیر لیرې لاړ شې، چې تر ډیره بریده دا خبره علمي څیړنو هم په ثبوت رسولې.
د نیویارک په همیلټون (Hamilton) کالیج کې د ټولنپوهنې څانګې پروفیسور ډاکټر ډانیل اِف چامبلِس (Daniel F. Chambliss) د څو کالونو لپاره د المپیک لامبو وهونکي مطالعه کړل د دې لپاره چې د طبیعت په غوراوي ځان پوه کړي. د نوموړي د مطالعو او لیدنو څخه یوه دا وه (چې څنګه غوراوی ترلاسه کولای شې) نوموړې ددې لیدنې او مطالعې په پایله کې وموندل چې باید له ځان څخه داسې ملګري یا خلک راچاپیر کړې چې تا بریا ته رسولی شي.
همداراز نوموړي داهم وویل: “که غواړې چې ښه لامبو وهونکی شې، نو له یوه ښه لامبو وهونکي ټیم سره یوځای شه”. چامبلِس زیاته کړه: “د خپلو ملګرو د ژوند معیارونو ته ځان رسول او له هغوی سره ځان عیارول له تاسره د پرمختګ په برخه کې ډیره مرسته کولای شي”.
نو په همدې اساس، له ځان څخه داسې ښه ملګري او خلک راچاپیر کړه، چې له تاسره ستا په ښه والي کې مرسته وکړای شي. په دې مانا چې ځینې خلک کولای شي ځان ته یو ښه لارښود یا څارونکی ومومي ترڅو له دوی سره د موخو په لاسته راوړلو کې مرسته وکړي، خو بیا ځینې کسان داسې هم کولای شي چې د غوره افکارو درلودنکو کسانو له ډلې سره یوځای شي او یاهم داسې باوري ملګری پیدا کړي چې هغه هم د ده په څير د یوه هدف ته رسیدو په درشل کې اوسي. د ښو ملګرو د پیژندلو او بیا په خپل څنګ کې د هغوی د راټولولو لپاره وخت ځانګړی کړه.
۳. عمل کول
ډيری خلک د بریا په خوبونو خپل زیات وخت تیروي، خو د همدغو خوبونو په حقیقت بدلولو لپاره هیڅ کوم عملي ګام نه پورته کوي؛ همدا ده چې خپلو موخو ته نه رسیږي. نو ته باید په دومداره توګه عمل وکړې او خپلو خوبونو ته د عمل جامه ورواغوندې، ځکه چې له یوازې خوب لیدلو هیڅ هم نه تر لاسه کیږي.
د سوداګرۍ په نړۍ کې ګري واینرچوک (Gary Vaynerchuk) یو نامتو سوداګر دی، خو دغه سوداګر په ډیرې چټکۍ سره خلکو ته دا خبره په یاد وروړي، چې ده له هیڅ (صفر) څخه پیل وکړ. نوموړی خپله بریا د دغه لاندیني قانون ته په ژمنتیا بیانوي:
“زه دا په خپلو غوږونو اورم چې خلک وايي ‘څنګه کولای شم په نیویارک ټایمز کې دنده ترسره کړم؟’ یاهم ‘څنګه کولای شم چې د خپلې کمپنۍ له اجراییوي رئیس سره وګورم؟’ ، نو زه ډیری وخت وایم چې ‘یو له صفر څخه بهتره دی’. دغه تصور پخپله د عمل ډګر ته د رابللو په مانا دی. په (۵۰۰) کاري مرکو کې ګډون کول، غونډو او مجلسونو ته وینا کول خورا زیات شوق او زغم ته اړتیا لري”.
خپل ځان دې د ډیر کار کولو لپاره چمتو کړه؛ ښايي هغه کار چې ته ترسره کوې، زړه راښکونکی (زړه وړونکی) نه اوسي، خو یوه ورځ به یې خامخا بدله وګورې.
۴. د خپلو وړتیاوو پیژندل
باید د خپل د پیاوړتیا ټکي وپیژنې او په دې ځان پوه کړې، چې څنګه د خپل د پرمختګ په برخه کې یې وکاروې. په ورته وخت کې باید د خپل د کمزورتیا ټکي هم وپیژنې؛ ځکه چې د کمزورتیا د ټکو په پیژندلو سره ته کولای شې چې د خطر مخه ونیسې.
د خپل شته ریښتونو مهارتونو څخه یو یې غوره کړه او بیا وروسته دا پلان ونیسه چې څنګه کولای شې پرمختګ وکړې او یاهم چیرته چې ضرورت وي، له نورو مرسته وغواړې.
۵. له کارونو څخه په دوامداره توګه درس اخیستل
ته په دې نه پوهیږې چې په کومو شیانو لاهم نه یې خبر، خو څومره زیات چې ته په یوه کار کې مخ ته ځې او کار کوې، په هماغه اندازه به ته په هغو ټکو پوه شې، چې ته پکې پرمختګ کوې.
هیڅکله درس اخیستلو ته د پای ټکی مه ږده. خپل هغه مهارتونه مشخص کړه، چې له تا سره د خپل د سفر په بل پړاو کې مرسته کوي.
بریالي خلک په دې پوه شوي، چې څنګه له خواریو او تیروتنو سره، سره بیاهم خپلو موخو ته ورسیږي او ساینس هم همدا کار ازمویلی او په ثبوت یې رسولی دی.
اوس نو دا په تاسو پورې ده چې څومره په پورته ټکیو ځان برابرولی شئ. او د خپلې ودې او پرمختګ لپاره څومره ژمن یئ.
نظرونه مو راسره په تبصرو کې شریک کړئ.