
راپور: نسیمه محمدي
ماشوم خپل پلار له بالکن څخه بهر ولید، له خوښۍ یې چیغې کړې او د پلار د لیدلو لپاره د بيړې له امله، له پنځم پوړ ښکته ولوېد.
د اسپوتنیک په حواله، د روسیې د موردویا سیمې د څېړونکو کمېټې، ويلي چې په معجزهيي توګه دغه ماشوم ته زیان نه دی رسېدلای، د پنځم پوړ څخه د ماشوم لوېدل، چې د پلار سره یې لیدل غوښتل، پلټي.
د لومړنیو معلوماتو پر اساس، پېښه داسې لیدل کېږي، چې ماشوم د لنډې مودې لپاره يوازې پاتې وو. هڅه یې وکړه چې د کور دروازه خلاصه کړي، نو بالکن ته لاړ او ځان يې ښکته وغورځاوه، چې خپل پلار وویني.
په دغه پیغام کې راغلي دي:
“ماشوم له ځنډ پرته روغتون ته انتقال شو. د معایناتو په لړ کې معلومه شوه، چې جدي زیان یې نه دی لیدلای، ژوند او روغتیا یې نه ګواښي.”
د سیمهییزو رسنیو د راپورونو له مخې، دا هلک د کالیو د طنابونو په وسیله چې د اپارتمانونو د کړکیو مخې ته، مخ په ښکته ځړېدلي وو، بچ شوی. د ښکته پوړونو طنابونو د یوه کومکي فنر په توګه د هلک په ساتل کېدلو کې مهم رول درلود، چې د ماشوم د سقوط سرعت یې کم او حتا اندک زیان هم ور ونه رسېد.