د ۵ طالب مشرانو کیسه؛ د ګوانټانامو هغه بندیان چې امریکا سره د مذاکراتو مېز ته ناست دي

سپینه تجريدي ډیزاین

سرچینه: نیویارک ټایمز
لیکوال: مجیب مشعل
ژباړن: بشر دروېش ـ یاران وېب پاڼه
په ۲۰۰۱ کې کله، چې امریکا متحده ایالاتو پر افغانستان برید او د طالبانو دولت را وپرځاوه، حتا له هغو کسانو سره یې هم د ترهګرو په حیث چلند وکړ، چې پخپله دوی ته تسلیم شوي وو.
دوی هغه کسان هم ونیول او په تړلو سترګو یې کیوبا په ګوانټانامو کې امریکایي زندان ته واستول.
اوس د هغو کسانو ۵ تنه یې له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو د وتو په اړه د طالب مذاکراتي پلاوي غړي دي.
دوی مخامخ له هغو خلکو سره ناست او خبرې کوي، چې دوی یې نیولي او تر ګوانټانامو بیولي وو.
له دغو کسانو څخه یو تن یې ملا خیرالله خیرخواه وایي:

«کله چې په ګوانټانامو کې وو، موږ دا فکر کاوه چې ناحقه یې دلته راوړي یوو، خوشې کیږو به ، خو دا فکر مو نه و کړی، چې یوه ورځ به د یوه مېز ترشا ناست او دوی سره به مذاکرات کوو.»

دا ۵ طالبان مشران ۱۳ کاله په ګوانټانامو کې وساتل شول، خو بخت یې یاري وکړه او په ۲۰۱۴ کې راخوشې شول.
امریکا متحده ایالاتو دغه کسان د بریدمل بوی برګدال په نوم د خپل مشهور پوځي منصبدار د خوشې کیدو په بدل کې پریښودل.
دغه منصبدار وسله والو طالبانو نیولی او اسیر کړی و.
په وروستیو میاشتو کې، ترهغې وروسته چې امریکایانو او طالب وسله والو د افغانستان د جګړې ختمولو لپاره مذاکرات یوه ځای ته ورسول، د طالبانو رهبرۍ په شعوري ډول دغه کسان پخپل مذاکراتي ټیم کې شامل کړل.
د قطر د دوحې په وروستیو خبرو کې دغه ۵ طالب استازو هره ورځ له لوړپوړو امریکایي دیپلوماتانو او جنرالانو سره مخامخ مجلسونه او مذاکرات وکړل.
د مذاکراتو وروستی دور، چې د مارچ په ۱۲ مه پای ته ورسیدل، طالب استازي پکې احساساتي وو. دوی په شپږو میاشتو کې له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو پر وتو ټینګار کاوه.

له چپ لوري؛ ملا خیرالله خیرخواه، عبدالحق واثق، ملا فضل مظلوم، ملا نورالله نوري، محمد نبي نوري. دوی اوس له امریکايي پلاوي سره د مذاکراتو په ډله کې شامل دي

دوی ته په ځواب کې، د امریکا د مذاکراتي پلاوي مشر زلمي خلیلزاد مفصل تخنیکي معلومات ورکړل او ویې پوهول، چې د ځواکونو ویستل دومره په بېړه نه کیږي؛ بلکې کلونه وخت غواړي.
په خبرو کې ښکېل چارواکي وایي له ملا خیرخوا پرته نور طالب استازي خبرو ته لږه لېوالتیا ښيي.
داسې ښکاري، چې طالب مرکچیان لږ غوسه ناک او جنجالیان دي.
دوی ممکن بیا د نیول کیدو او زندان ته تلو اندیښنه ولري، ځکه له خلاصون ورروسته دا څو کاله دوی د امریکا په غوښتنه د قطر د دولت تر څار لاندې ژوند کوي.
دا ۵ مخکیني طالب چارواکي د خپلې واکمنۍ پر وخت د مختلفو دندو خاوندان وو. ملا خیرخواه د یوه ولایت والي او د کورنیو چارو وزارت سرپرست و. عبدالحق واثق د طالبانو د استخباراتي ادارې مرستیال پاتې شوی.
په دوی کې ترټولو بدنام ممکن ملا فضل مظلوم وي، هغه د طالب جنګیالیو د جګړو د اولې کرښې قومندان و.
د نورو طالب مشرانو د بشري نقض تورونه به پېچلي وي، خو د مظلوم په اړه به اسناد او شواهد موجود وي.
دی په ډله ییزو وژنو، ورانونو او نورو جنایتونو تورن دی.
د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې مظلوم په ګوانټانامو کې د لومړۍ محکمې پر وخت یې پخپلو کارونو هیڅ پښېماني ونه ښوده.
ده پخپله محکمه کې ویلي وو:

«په افغانستان کې له ۲۵ کلونو راهیسې د هرکلي، ښار، ولایت او قبیلې سړی د بل کلي، ښار او ولایت د سړي پر وړاندې جنګیدلی. که دا جرم وي، د افغانستان فرد ـ فرد بندي او محکمه کړئ.»

هغه د دې ترڅنګ دا هم ویلي:

«زه هیڅکله د نوي دولت (اشاره یې د کرزي حکومت ته وه) پرضد نه یم جنګیدلی، زه د امریکا پر ضد هم نه یم جنګیدلی.»

دغو ۵ تنو د تېرې میاشتې د مذاکراتو پر وخت د مېز شاته له راټولیدو سره په ګوانټانامو کې خپل زنداني کیدل د دوی د هویت یوه مهمه برخه یاده کړه.
ملاخیراخواه د مذاکراتو له پای ته رسیدو وروسته په یوه مرکه کې وویل:

«په داسې مهمو شېبو کې مې شخصي ستونزې ذهن ته نه راځي. زه واقعاً پر دې فکر نه کوم، چې څوک مې مخې ته ناست دی او څه کاره دی، یا یې ما سره څه کړي.»

هغه زیاته کړه:

«څه چې مهم دي، دا دي چې موږ د څه په اړه غږیږو او څه زموږ، زموږ د هدف او هېواد په خیر دي.»

د ملاخیرخواه د زنداني کیدو په دوسیه کې ویل شوي، چې هغه په زندان کې پر ساتونکو د شیدو ګیلاس ګوزار کړی او نورې سرزورۍ یې هم لرلي دي.
دا هم ویل شوي، چې هغه له حمام او خوراک څخه څو ځله ډډه کړې او د ځان وژنې هڅه یې کړې ده.
خو خیرخواه د داسې کارونو کول ردوي.
البته ترلاسه شوي اسناد بیا ښيي، چې هغه په محکمه کې د خپل بد وضعیت شکایت کړی و او یاد شوي کارونه یې منلي.
دا کسان په داسې وخت نیول شوي وو، چې د امریکا له ملاتړه برخمن نوي حکومت سره یې اړیکې او همکارۍ لرلې.
ملا خیرخواه په داسې وخت ونیول شو، چې خپل خصوصي ژوند او کورنۍ ته ورګرځیدلی و او د امریکا په ملاتړ له واک ته رسیدلي حامد کرزي سره یې اړیکې ټینګې کړې وې.

د قطر په دوحه کې امریکايي ډیپلوماټان او استازي له طالب استازو سره د تیرې میاشتې د مذاکراتو پرمهال.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت، د اسوشیټیډ پریس انځور

ملا خیرخواه په ګوانټانامو زندان کې تورن شوی و، چې د القاعدې له مشر اسامه بن لادن سره یې د نیږدې اړیکو ترڅنګ د نیشه یي توکیو په کاروبار کې لاس و. خو هغه پخپله محکمه کې دا تورونه رد کړي وو.
د طالب واکمنۍ د استخباراتو مرستیال وزیر ښاغلی واثق له امریکایي او افغان چارواکو سره د همکارۍ په موخه د امریکا د استخباراتو له مامورینو سره لیدو ته راغلی و. خو هغه او ورسره ځینې ملګري یې بندیان او ګوانټانامو ته واستول شول.
ملامظلوم جنرال عبدالرشید دوستم ته، چې هغه وخت یې د امریکا لپاره د طالبانو خلاف جګړه کوله، تسلیم شوی و.
دوستم د ملامظلوم زرګونه کسان یوه واړه زندان ته واستول، کله چې زندانیانو بغاوت کړ، سلګونه او حتا زرګونه تنه یې ور وهم وژل.
ملامظلوم او ځینې نور ملګري یې وروسته امریکایانو ته وسپارل شول.
په دغو مذاکراتو کې د طالبانو یو پرله پسې ټینګار دا و، چې امریکا دې له افغانستانه د خپلو سرتېرو د ویستو مهالوېش جوړ او ورسره شریک کړي.
تر دې بله ستړې کوونکې موضوع د ترهګرو د تعریف په اړه سپیناوی و، چې طالبانو غوښت. دوی ویل امریکا دې ورته روښانه کړي، چې څوک ترهګر دی او څوک ترهګر نه دی؟
پر دې تعریف د ټینګار دلیل دا دی، چې امریکا له طالبانو دا ضمانت غوښتی څو د افغانستان له قلمرو څخه د امریکا او متحدینو خلاف یې له ترهګرو سره مرسته ونه کړ.
طالب استازو غوښتل پوه شي، چې امریکا ورته له اوسه ترهګر تعریف کړي، نه چې بیا یې له هرچا سره اړیکې ترهګریزې وګڼي او لانجه یې پرې راشي.
طالبانو د خپلې واکمنۍ له پرځول کیدو مخکې، له افغانانو څخه د هغوی ډېر بنسټیز حقونه اخیستي وو. دوی اجازه نه ورکوله، چې نجونې مکتب ته لاړ شي.
همدا شان یې ښځو ته له محرم پرته له کوره د وتو اجازه نه وه ورکړې.
سربېره پردې دوی د واکمنۍ له ړنګیدو وروسته یې د ځانمرګو او نورو بریدونو په وسیله له ګنو ملکي افغانانو د ژوند حق واخیست او ویې وژل.
اوس د طالبانو او امریکایانو اړتیاوې دا دي، چې سره جوړ راشي او خپلو لومړیتوبونو ته په پام سره سوله وکړي.
د سولې په ځینو ناستو کې څوک له څلور ستوریز پوځي یونیفارم سره د ګوانټانانو د مخکینیو زندانیانو مخکې ناست دي. جنرال آستین میلر، چې مخکې په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو عمومي قومندان و، دی هم د همدغو کسانو له ډلې دی.
د تېرکال په اکتوبر کې، جنرال میلر په سختۍ سره په کندهار کې د طالبانو له هغه نفوذي بریده روغ ووت، چې د افغان پولیسو ځواکمن قومندان جنرال عبدالرازق پکې ووژل شو.
جنرال رازق د جنرال میلر ترڅنګ د کندهار ولایت مقام له شدیدو امنیتي تدابیرو په ډک انګړ کې قدم واهه.
جنرال میلر د مذاکراتو پرمهال طالبانو ته وایي چې د جنګیالیو په توګه دوی ته درناوی لري، خو دا جګړه باید پای ته ورسول شي.
جنرال میلر دغه راز د داعش ډلې پر وړاندې د دواړو لورو د ګډې او متقابلې اړتیا یادونه کوي.
د جنرال میلر په حواله ویل شوي:

«موږ دوه لارې لرو، یا به خپلو کې یو بل وژنو، یا به په ګډه داعش ډله نابودوو.»

ملاخیرخواه وویل، تراوسه دواړه لوري نه دي توانیدلي چې وروستۍ پایلې ته ورسیږي، خو لږ ترلږه د مشترکو ګټو لپاره سلا شوي چې جګړه ختمه شي.
هغه وویل:

«له درنو تلفاتو سره ملګرې اوږدې جګړې، ډېرې ورانۍ او ضایعات رامنځته کړي. څه چې ما هیله مندوي دا ده، چې دواړه لوري دا موضوع جدي ګڼي. د هرې موضوع په اړه بحثونه جدي وي، موږ ترهغې چې دا هڅې مو اخلالې نه شي، له دغه وضعیته د وتو لاره پیدا کولای شوو.»