ژباړه: محمد عزيز پردېس
بريا او پرمختګ د هر انسان ذاتي غوښتنه ده او ټول په دې هڅه کې دي چې له مختلفو لارو خپلو موخو ته ورسي. په دې ليکنه کې به تاسو ته د بريا او پرمختګ په لور ۵ لنډې لارښوونې وړاندې شي:
۱) خپلو هيلو پسې مو والوزئ.
بې وزلي، تشويش، ناروغي… دا ټول هغه څه دي چې ستاسو ژوند په حقيقت کې ډېر رالنډوي. مه ناهيلي کېږئ او همدا اوس مو په زړه لاس کېږدئ او په لوړ غږ ووايئ: اوس هم هيله دلته ژوندۍ ده.
۲) تريخ حقيقت له خوږو دروغو غوره دی.
بايد وشئ کولی چې ټول هغه څه چې څنګه حقيقت لري، ويې ګورئ؛ نه هغسې چې هيله يې لرئ او خوښېږي مو. که هرچېرته او په هر ډول کې ياست، رښتيا ويا خپل عادت وګرځوئ.
۳) دا به سخته وي چې ووايئ، څومره بريا ته نږدې شوي ياست.
د ټکو وصلول يو او بل ته او مخکې تګ تقريبا غيرممکن دی، خو کله چې شاته وګورئ او خپل لارې ته متوجه شئ چې څومره مزل مو کړی؛ نو مانا او مفهوم پيدا کوئ او خوښ به شئ. کله ناکله به تاسو اصلا باور ونکړئ، چې څنګه بريا ته ورسېدئ. يوازې خپل يون ته دوام ورکړئ او پر تمرکز وکړئ؛ بريا به خپله ستاسو پر لور درشي.
۴) د ځينو څيزونو نه لاسته راوړلو کې حکمت وي.
ډېری وختونه د خپلې خوښې څيزونو ته نه رسېږئ، سربېره پردې چې د ترلاسه کولو لپاره يې ډېرې هڅې هم وکړئ. ښايي په دې کې حکمت وي او دا ستاسو په ګټه وي. که ستاسو پر وړاندې يوه دروازه تړل کېږي، دا مه هېروئ چې په بدل کې يې څو نورو دروازې ستاسو پر وړاندې پرانېستل کېږي.
۵) خندا د هر بې درمله ناروغۍ لپاره دوا ده.
ځيني ځيني وختونه مو له ځان سره وخاندئ. که په هر ځای کې ياست، د خندا لپاره يوه موکه پيدا کړئ. مثبت فکر او خوش باوري د نېکمرغۍ سرچينې دي. که مثبت فکر وکړئ، نو مثبت کسان او مثبت څيزونه به خپله ستاسو پر لور درشي.