ژباړه: محمد عزيز پردېس
په دې خاورينې نړۍ کې هر څوک د ځان لپاره هيلې او خوبونه لري، خو شته ځيني کسان چې هېڅکله هم د برياليتوب او پرمختګ خوند نه څکي او هېڅکله هم نشي کولی چې خپلو موخو ته ورسېږي. ښايي اصلي لامل يې له ماتې څخه وېره، ناڅاپي پېښې او يا هم حتی مرګ وي. هيلې هيلې دي، ځکه ډېری کسان يوازې هيلې لري او د عملي کولو لپاره يې هېڅ ډول هڅه هم نه کوي. هيلې په خپل ځای هيلې دي، که د ترلاسه کولو لپاره يې لاس پکار شو، نو پرته له شکه چې ترلاسه به يې کړو. تاريخ او وخت شاهد دی.
په دې ليکنه کې به تاسو ته هغه ۵ وېره وونکې بهانې دروښيو چې د ډېرو خلکو هيلې يې له منځه وړې دي.
۱- فکر کوئ چې په کافي اندازه ښه نه ياست
هو، موږ ټول انسانان يو هم بشپړ نه يو او کله ناکله له ځان سره فکر کوو چې موږ ناکامه، بې ګټې او بې ارزښته يو، خو هېڅکله هم له دې برخه مه ناهيلي کېږئ.
دا په ټولو کې طبيعي ده، هېڅ انسان بشپړ او جامع الکمالات نه دی. په دې برخه کې يوه جدي ستونزه دا ده چې موږ اکثره انسانان د خپل ځان په اړه دقيقه مطالعه نه کوو. اړينه ده چې لومړی خپل ځان په بښپړ ډول وپېژنو، خپلې ښېګڼې، خپلې وړتياوې، خپلې ستونزې او عادتونه… . دلته تر ټولو مهمه خبره د اعتماد ده، هېڅکله بايد په ځان بې اعتماده نشو. که پر ځان مو اعتماد بايلود، نو بيا رښتيا هم چې هېڅ يو. د نورو سره د پرتلې پرځای بايد په خپل ځان او خپلو وړتياو کار وشي.
۲- فکر کوئ چې کافي وخت نلرئ
ستاسو موخې او هيلې دومره لوړې او ارزښت لرونکې دي چې تل يې بايد جدي ونيسئ او د تحقق لپاره يې هڅه وکړئ. که د يو څه په اړه فکر کوئ چې ورسره علاقه مند ياست او کافي وخت ورته نلرئ، مطمئين شئ چې په واقعيت کې ورسره هېڅ علاقه نلرئ.
د نړۍ بريالي کسان تل د خپلو موخو او اهدافو لپاره وخت لري. که تاسو هم د ډېرو نورو کسانو په څېر په ټولنيززو رسنيو لکه: فېسبوک، ټوېټر، انستاګرام، ټومبلر، يوټيوب … کې ياست او کار ترې اخلئ، نو همدا نن کرونومتر يا يو يو ساعت د ځان لپاره برابر کړئ او فکر وکړئ چې څومره وخت مو پکې تېروئ. کله مو چې غوښتل مبايل کې کار وکړئ او يا هم ټلويزون وګورئ، ټولې هغه دقيقې چې په دې کار کې يې لګوئ؛ محاسبه يې کړئ. د ټلګراف ورځپانې یوه څېړنه ښيي چې په اوسني عصر کې يو شخص په اوسط ډول د ورځې ۱/۴۵ دقيقې په انټرنېټ او ټولنيزو رسنيو کې تېروي – بيا هم تاسو واياست چې وخت نلرو؟
۳- همزولي مو تاسو ته واقعيت نه وايي
سلامونه فلانيه، وامې ورېدل چې غواړې ليکوال شې، هيله لرم چې بريالی شې – خو واقعيت دا دی چې ته نشې کولی ليکل وکړې او يو مشهوره ليکوال شې، دا فکرونه پرېږده، راځه چې يوځای بهرلاړ شو.
که د دغسې کسانو له ډلې څخه يو هم ستاسو شاوخوا ته وي، مطمينه شئ چې تاسو نشئ کولی په اسانۍ سره خپلو موخو ته ورسېږئ. د داسې کسانو سره د اړيکو پرې کول اړين امر دی. ډار پرېږدئ او همدا اوس لاس پکار شئ. د ژوند نويو پړاوونو ته داخلېدل جرات غواړي او دا جرات بايد تاسو وکړئ. هڅه وکړئ چې په خپله برخه کې اتل واوسئ، که هغه هره برخه وی. ورزش، تعليم، ليکوالي، انجينري، زراعت، هنر…
۴- تر اوسه په بشپړ ډول چمتو نه يم
که غواړئ خپلو ټولو موخو ته ورسېږئ او هيلې مو پوره شي، نو بايد شجاع واوسئ. لازم وخت ته اړتيا لرئ چې د خپلو هيلو بها او قيمت ادا کړی شئ. ځينې بې ځايه سرګرميانې پرېږدئ او د لحظه يي خوندونو څخه تېر شئ. ټلويزون او انټرنېټ هېر کړئ… د شجاعت نښې به خپله څرګندې شي، د مهربانۍ له مخې غلط برداشت ونکړئ! موخه مو دا نه ده چې همدا اوس لاړ شئ او له خپلې دندې استعفا ورکړئ، شاته پاتې شوي پلونه وران کړئ او يا هم د ژوند ټولې ستنې مو ونړوئ. موخه او منظور مې دا دی چې هره ورځ مو خپلو موخو او هيلو ته وخت ځانګړی کړئ، خپل ذوق تعقيب کړئ، هېڅکله اجازه مه ورکوئ چې ستاسو دروني شوق او هڅې غلې شي. ولې؟ ځکه الله تعالی چې موږ انسانانو ته د ژوند کوم فرصت او موکه راکړې ده، ارزښت لرونکې ده. تل د خپل وخت په قدر پوه شئ، په الله تعالی توکل وکړئ او په صبر او هڅو سره په ټولو برخو کې بريالي شئ.
هره ورځ چې تېرېږي تاسو زړېږئ، هره شېبه چې تېرېږي، هېڅکله بيا نه راځي. وخت تېرېږي او اوس هم داسې انسانان شته چې وايي: لا تر اوسه په بشپړ ډول چمتو نه يم، ډېر ځوان يم، په کافي اندازه تجربه نلرم. دا ټولې جملې او خبرې يوازې بهانې دي او بس.
تل دا خبره په ياد کې وساتئ: بايد فرصتونو ته منتظر پاتې نشئ، خپله هڅه وکړئ چې فرصتونه رامنځ ته کړئ. که پر وړاندې مو خنډونه وي، خنډونه له منځه يوسئ. د برياليتوب او مخکې تګ لپاره چمتو واوسئ. د خپل ژوند ٪۱۰۰ مسوليت په غاړه واخلئ او شاهکار رامنځ ته کړئ.
۵- ځان ته مو دروغ وايئ
په دې نړۍ کې ترټولو ستونزمن کار دا دی چې ځان سره مو صادقه واوسئ. خلک له ناهيليو څخه تښتېدونکي دي او کله چې تاسو د برياليتوبونو لپاره پرلپسې هڅې کوئ، نو څو څو ځلې به دا جملې ووايئ: هرڅه مې چې له لاسه وشوه، ومې کړل، ډېره هڅه کوم او تل ستړی او ستومانه يم.
ډېری کسان تل مينه لري چې خپل ځانونه د ټولنې يا اجتماع تکړه ترينه، زحمت کشه او با هوشه معرفي کړي؛ خو تاسو بايد دې دا تېروتنه ونکړئ. ښه به وي چې پوه شئ، تر دې دمه په ښه پاتې کېدو کې زياده روي کوئ. اجازه راکړئ چې يوه بېلګه وړاندې کړم.
ما تل مينه لرله چې يو ليکوال واوسم، کله چې ځوان شوم، هېڅ داستان به مې نه مطالعه کوه؛ ځکه ما زما باور په بې معنی او مزخرفو کتابونو و او هېڅ علاقه مې د ليکوالۍ سبک سره نه درلود. ښه! په حقيقت کې مې ځان ته دروغ ويل او ځان ته مې تلقين ورکوه چې دا دروغ، حقيقت دی.
واقعيت دا دی چې ما فکر کوه، د نړۍ غوره ليکوال يم او په دې برخه کې مې استعداد بې نظيره دی – البته اوس هم په دې موضوع باور لرم ( شوخي )، خو اوس متواضع او فروتنه شوی یم. ځان ته مې وويل: دا غلط باور دی، زه بايد ډېر څه زده کړم، ډېر تمرين وکړم، ډېره مطالعه وکړم، په همدې موخه مې څو ناولونه او داستانونه واخېستل او بررسي مې کړل. د نوموتو ليکوالانو آثار مې ټول وڅېړل او دې باور ته ورسېدم چې کولی شم د نړۍ په ادبياتو په مخکې تګ کې رول ولرم. په پايله کې خپل واقع بينانه ليد ته ورسېدم.
ښه! له همدې شېبې څخه خپلې بهانې پرېږدئ، بهر ووځئ او نړۍ ته بدلون ورکړئ.