د موتای په آسیایي سیالیو کي د افغانستان د موتای ملي لوبډلي ۴ بیلابیل مډالونه ترلاسه کړه.
د افغانستان د المپيک ملي کمېټه وايي، چي په دې سیالیو کي افغان ټیم ۱ د سرو زرو، ۱ د سپینو زرو او ۲ بیا د برنزو مډالونه خپل کړل.
یادو سیالیو کي له افغانستان نارینه او ښځینه دواړو لوبغاړو ګډون وکړ، چي پکښي شبنم حسین زاده په ۴۸ کیلو ګرام وزن کي د چین په وړاندي د یوې بریا او د ټایلنډ په وړاندي د یوې ماتي په خوړلو سره د برنزو مډال ترلاسه کړ.
شکریې بهمني په ۶۰ کیلو ګرام وزن کي هندي سیالي ته په ماتي ورکولو سره د سرو زرو مډال وګاټه.
آرزو حسین زاده بیا په ۴۸ کیلو ګرام وزن کي د یوې لوبي په استراحت او د هندوستانۍ لوبغاړي په وړاندي ئې بریا خپله کړه، چي د سپینو زرو مډال ورکړل سو.
د افغانستان د موتای بل افغان لوبغاړي شېر حسین عظمي په ۶۰ کیلو ګرام وزن کي د برنزو مډال خپل کړ.
د موتای دا آسیایي لوبي د متحده عربي آماراتو په کوربتوب ابوظبۍ ښار کي د رواني ډیسبمر میاشتی له ۱۶مي تر ۲۲مي نېټې پوري ترسره سوې.
په دې سیالیو کي د افغانستان په ګډون د آسیا د ۳۶ هیوادونو څخه ۳۰۰ لوبغاړو ګډون کړی وو. د پولنډ د لیګ په نیم پړاو کي افغان لوبغاړی غوره لوبغاړی وټاکل سو