ژباړه: نسیمه محمدي
ډاکټر ونلیانګ ۳۴ کلن چینایي روغتیا پال، چې د لومړي ځل لپاره د کرونا ویروس خبر ورکړی وو، پخپله د همدې ناروغۍ له امله ساه ورکړه.
لي چې خپله د سترګو متخصص ډاکټر وو، د لومړي ځل لپاره خبر ورکړ، چې سارس ته ورته ویروس ته متوجه شوی دی.
د نوموړي له لوري د دې خبر تر خپرېدو څلور ورځې وروسته، پولیسو لي د آوازو په خپرولو تورن کړی وو.
لي څو ورځې وړاندې اعلان چې په کرونا ویروس اخته شوې او د جمعې په شپه ناوخته یې د دې ناروغۍ له امله ساه ورکړه.
هغه راپورونه ،چې (بي بي سي) او (سي ان ان) لخوا خپاره شوي وو، ویل شوي د ډسمبر په وروستیو او د جنورۍ په لومړیو کې، د لي ونلیانګ په نوم روغتیاپال چې د وهان په روغتون کې په خدمت بوخت دی، د ناروغانو د معاینې او کتنې پر مهال د سارس ناروغۍ ته ورته نښې ليدلې او خپلو همکارانو ته یې د یو نوي ډول ویروس د خپرېدو خبر ورکړ.
د چین پولیسو لي ته ګواښ کړی وو، چې د دې خبر له خپرولو دې ډډه وکړي، کنه نوموړی به د عامه اذهانو مغشوش کولو په تور، قانوني چلند سره مخ شي.
ډاکټر لي، چې ۳۴ کلن وو، د آمریکا سي ان ان ته ویلي وو، د تېرې شنبې په ورځ تائید شوه ، چې نوموړی پخپله هم پدي ناروغۍ اخته شوی دی.
اوسمهال د کرونا په ناروغۍ ۲۸۲۰۰ تنو د اخته کېدو او د ۶۱۸ تنو د مړینې خبر ورکړل شوې. دا شمېره په چټکۍ د زیاتېدو په حال کې ده.