ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل
۱. که غواړې چې اسوده واوسې، نو په لږ څه پوه شه؛ او که غواړې چې نیکمرغه واوسې، نو په ډیر څه پوه شه.
۲. د یوه کار له پای وړاندې د بریا په اړه یې چا ته مه وایه.
۳. په یوې جلسه کې د ګډون لپاره ان یوه دقیقه هم مه ناوخته کوه.
۴. له مېنیدو وړاندې لومړۍ فکر وکړه، چې ایا د جدایۍ او سختۍ طاقت لرې او که نه.
۵. “چوپتیا” هغه یوازینی ځواب دی، چې هیڅ ضرر نه لري.
۶. نصیحت کول هغه وخت ګټه لري، چې دوه نفره یوازې واوسي. د خلکو ترمنځ هیڅ چا ته نصیحت مه کوه.
۷. د چا د ښځې په اړه نظر مه ورکوه، نه منفي او نه مثبت.
۸. په ګیلاس کې څښاک تر پایه مه څکه.
۹. مه دومره لږ خوره چې کمزوری شې او مه دومره زیات خوره چې ناروغ شې.
۱۰. تر هر بل حالت څخه زیات زړه تنګوونکی حالت هغه دی، چې کله د خلکو ترمنځ ځان یوازې احساس کړې.
۱۱. د هر چا درناوۍ کوه او د یوه چا کور او یا کار ځای ته د هغه له اجازې پرته مه ننوځه.
۱۲. د پرنجي پر وخت له خلکو واټن اخله او کاغذ (دستمال) کاروه.
۱۳. د یوه چا د تیروتنې بخښل ډیر ښکلی کار دی، تا ته یې د تجربه کولو وړاندیز کوم.
۱۴. له همکارانو سره دې خواخوږی اوسه، خو قاطعیت او جدیت هم په پام کې نیسه.
۱۵. د چا غرور مه ماتوه.
۱۶. د قانون خلاف عمل مه تجربه کوه او مه یې تکراروه.
۱۷. که تیروتنه دې وکړه، نو په ورین تندي سره یې ومنه او بخښنه وغواړه.
۱۸. د خبرو اترو پر وخت د مقابل لوري سترګو ته ګوره، ترڅو ستا پیغام او کلام درک کړي.
۱۹. په غاښونو میخ مه کش کوه.
۲۰. هغوی چې ستا په طمع دي، مه یې نهیلي کوه.
۲۱. هغوی چې درباندې ګران دي، د زوکړې پر ورځ یې د مبارکۍ پیغام ورلیږه.
۲۲. د ښې او با اخلاقه میرمنې په درلودو، ټوله نړۍ ستا ده.
۲۳. په کور او کار ځای کې ښکلي، ښکلي ګلان وکره.
۲۴. محاسبه او لارې چارې یې زده کړه.
۲۵. ترڅو چې پوه نه شې، نه شې کولای؛ نو پوه شه، چې وکولای شې.