
ژباړه
د څېړونکو يوې ډلې د څېړنې په ترڅ کې د مخکې له وخته د مغزو د زړښت لامل د ميلين د غلاف/پوښ په له منځه وړلو پورې مربوط وګاڼه. ميلين پروتيني پوښ دى، چې عصبي رشتې يې پوښلي دي.
د دغې څېړنې ليکوالانو د ميلين د توليد مسوول جن پېژندلى، چې د هغوى په اند په راتلونکې کې د مغزو د ځوانولو لپاره د درملو د جوړولو شونتيا برابروي.
د دغې څېړنې پايلې په Aging Cell مجله کې خپرې شوي دي.
ميلين د يو عايق/ ساتونکي پوښ په څېر د “عصبي رشتو” شاوخوا مغز – اکسون چې د مغزو د سلولونو ترمنځ اړيکه جوړوي; عمل کوي.
د ميلين په ساتونکي پوښ کې اختلال د عصبي کړنو پر فعاليتونو او چټکتيا منفي اغېز لري او دا کړنه د شناختي چارې په کمېدلو او د ځينو عصبي ناروغيو لکه مولتيپل اسکلروز او الزايمر ناروغۍ رامنځته کېدلو سبب ګرځي.
په انګلستان، المان او اېټاليا کې د اعصابو د علم پوهانو وموندله هغه حجرې چې “ميلين” د بيا رغونې ماده، چې د عمر لوړېدو سره حجرې د ميلين د ځايناستې وړتيا له لاسه ورکوي لکه د خبرو کولو توان له منځه تلل. هغوى يو اصلي جن وپېژانده، چې د عمر په زياتېدلو سره د حجرو وړتيا د ميلين د ځايناستي کېدلو لپاره له لاسه ورکوي.
د ځوانو او زړو موږکانو د جنونو د مقايسې سره، د دې ليکنې ليکوالانو وڅارل چې د عمر په زياتېدلو سره د بدن کومه کړنه زياته ګډوډېږي. دا کړنه هغوى ته اجازه ورکوي هغه لاملونه چې د اليګودندروسيتونو “د مغز سپينه او خړ رنګه مادې” او د ميلين د توليد د بيا ځلي کمښت سبب او په پاى کې د مغزو د زړښت لامل کېږي، پيدا کېږي.
دغه نوې موندنې، د عمر په تړاو د رفتاري حجرو د تغييراتو د څېړلو لپاره مهم ګام ګڼل کېږي.
څېړونکي وايي، موږ هيلهمند يو چې د دغه څېړنې پايلې يوه ورځ وکولاى شي، په بېلابېلو وګړو په ځانګړې توګه په عمر پخو کسانو کې چې د عصبي ناروغۍ لکه الزايمر څخه کړېږي، مرسته وکړي