لیکنه: محمدصابر حمیدي
فرانس فوټبال په رسمي ډول اعلان وکړ، چې په روان ۲۰۲۰م کې د فوټبال غوره لوبغاړي ته د سرو زرو توپ ورکولو مراسم لغوه شوه.
فرانس فوټبال مجلې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلې، چې سږ کال د کورونا ویروس له امله دا مراسم لغوه شوه او هیڅ د فوټبال لوبغاړي ته به د سرو زرو توپ ورنه کول شي.
يه یادي اعلامیې کې راغلي:
«د ۱۹۵۶م څخه راوروسته د لومړي ځل لپاره د سرو زرو توپ نه ورکول کیږي، ددې جایزې د ورکړې مراسم لغوه شوه؛ ځکه سږ کال شرایط ورته نه وو برابر. موږ په دې باور یو چې ۲۰۲۰ کال یو خاص کال وو او دا کال د نورو کلونو سره نشو پرتله کولای.»
د سرو زرو توپ د ۱۹۵۶م کال څخه راوروسته هر کال د نړۍ تر ټولو غوره فوټبالر ته ورکول کیږي، چې سږ کال د لومړي ځل لپاره لغوه اعلان شو.
د راپورنو له مخې په سږني کال کې د سرو زرو توپ ګټلو لپاره د روبرت لواندوفسکي، کوین ډي بروین، کریسټیانو رونالډو، لیونل میسي او کیلیان ام باپې امکان زیات وو.
ځکه دا لوبغاړي د فوټبال په سږني پړاو کې ښه وځلېدل.
د سرو زرو توپ په نړۍ کې تر هر فوټبالر د بارسلونا کلب لوبډلمشر لیونل میسي ډېر ګټلی.
هغه توانېدلی، چې ۶ ځلې د سرو زرو توپ ترلاسه کړي.
تر میسي راوروسته د نړۍ بل قوي فوټبالر رونالډو بیا دا جایزه ۵ ځلې ترلاسه کړې.