ای سي سي د لوبڅار کمار دهرمسینا له پرېکړې دفاع وکړه

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

لیکنه: بهار سمسور
د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام پای لوبه له ناندریو او بحثونو ډکه ده، د دې نړیوال جام اتل انګلستان شو، خو لا یې هم په اړه انتقادات، تبصرې او مرکې کیږي.
دا ځل د کریکټ معتبرې خبري رسنۍ اي اېن پي اېس کریکنفو د لوبڅار کمار دهرمسینا د هغې پرېکړې په اړه،چې په (اورترو) سره یې شپږ منډې انګلستان ته ورکړې، د کریکټ نړیوالې شورا عمومی مدیر (جنرال منیجر) جوف الرجیس پوښتلی،چې د لوبڅار کمار دهرمسینا دا پرېکړه ولې په شپږ منډو راوڅرخیده.
images.jpeg.jpg
جوف الرجیس وایي:

“دوی (د ان فیلډ لوبڅاران) مجبور او مکلف ول،چې د لوبې په جریان کې یوه پرېکړه وکړي. توپ وهونکي(بین سټوکس)کراس کړی و،چې ترو د نوموړي پر بېټ لګیږي.
وروسته له دې هرڅه، دواړه لوبڅاران د دوی سیستم ته راغلل او دا پرېکړه یې وکړه. دوی په یقین سره مثبت اړخ تعقیب کړی او پرېکړه یې نیولې ده.”

نوموړي په دې اړه چې ولې دریم لوبڅار او مېچ ریفري په دغه موضوع کې مداخله ونه کړه؟
وویل:

«هغوی له قوانینو اګاه و، چې توپ وهونکي د منډې پر وخت خپل مسیر کراس کړی و کنه. د لوبې حالت دوی قانع کړي و،تر څو پر خپل ځای پاتې شي.
مېچ ریفري نه شي کولی،چې تر هغو مداخله وکړي،کله چې د ان فیلډ لوبڅاران کولی شي داسې یوه پرېکړه وکړي.”

skysports-ben-stokes-world-cup_4718857.jpg
د تازه پای ته رسیدلي نړیوال جام د پای لوبې په وروستي اور کې نیوزلینډي لوبغاړي مارټین ګاپټیل له بونډرۍ څخه ترو وکړه،چې توپ د منډه جوړونکي بین سټوکس پر بېټ په داسې حال کې ولګیده،چې نوموړي کریس ته د ځان رسولو په هڅه کې ځان پر ځمکه ګزار کړ،دا توپ له بونډرۍ هم بهر شو او انګلستان ته شپږ منډې ورکړل شوې.
د دغې لوبې لوبڅاران په لوبغالي کې د ننه (ان فیلډ) کې کمار دهرمسینا او ماریس اراسموس و،چې تر خپل منځي خبرو او بحث وروسته یې دا پرېکړه ونیوه.
images.jpeg-3.jpg
د دې نړیوال جام د پای ته رسیدو دریمه اونۍ ده،خو لا یې هم په اړه بحثونه او تبصرې کیږي.