لیکنه: بهار سمسور
د کریکټ راتلونکی نړیوال جام چې دا ځل بیا هم د انګلستان په کوربه توب تر سره کیږي، دا یې دولسم پړاو دی.
دغه نړیوال جام به د انګلستان او والز پر بېلابېلو ښکلو کریکټ لوبغالیو تر سره شي، چې د نړۍ په لر و بر کې د کریکټ لوبې مینوال او د لسو غښتلو لوبډلو ځانګړي مینوال به یې ژوندۍ ننداره کړي؛ چې دغه پړاو یې هم په پنځوس اوریز فارمټ کې کیږي او د مې میاشتې له درشمې ورځې به پیل واخلي چې د جولۍ تر ۱۴ به ورسیږي.
د لسو غښتلو لوبډلو تر منځ به ۴۸ لوبې وشي، هره لوبډله به د بلې هغې خلاف د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.
د ټورنمېنټ دروازه په اووال کې پرانیستل کیږي او وروستۍ لوبه یې د کریکټ په کور لارډز کې تر سره کیږي.
د لس لوبډلو له منځه به څلور لوبډلې دوهم پړاو ته ځي چې بیا به یې تر منځ نیمه پای لوبې وشي،افغانستان د بشپړ غړیتوب تر اخیستو وروسته لومړی نړیوال جام تجربه کوي؛خو د سیالانو یې سترګه تې سوځي.
د انګلستان او والز لوبغالي، لارډز ،بریسټول،ایګباسټون،دا اووال، اوولتارفورډ او ځینو نورو لوبغالو باندې دغه نړیوال جام تر سره کیږي.
تر دې مخکې د انګلستان په کوربه توب ۱۹۷۵،۷۹،۸۳او ۹۹ کلونو کې هم انګلستان د نړیوال جام کوربه توب کړی دی؛چې دغه هېواد د همدې لوبې (کریکټ)رامنځ ته کونکی هم حسابیږي.
تېر ته په کتو په پنځوس اوریز فارمټ کې اسټرالیا تر نورو زیات پنځه ځلې، ویسټینډیز او هندوستان دوه ځلې، پاکستان او سریلنکا بیا یو،یو ځل نړیوال جامونه ګټلي دي.
د دې نړیوال جام د پیل مخکې هره لوبډله دوه تمریني (warm up)لوبې هم د یو بل خلاف تر سره کوي؛ چې دا لړۍ د روانې مې میاشتې په ۲۴ تاریخ پیلیږي او تر ۲۸ به دوام بیامومي.
افغانستان خپلې دوه تمریني لوبې د کوربه انګلستان او پاکستان خلاف په ۲۴ او ۲۷ تاریخ تر سره کوي.
د دغه ټورنمېنټ ګټونکي لوبډله به څلور میلیون ډالره نغدي جایزه تر لاسه کړي،خو فاینل کې ماتیدونکی ټیم بیا دوه میلیون د سیمي فاینل بایلونکی ټیم به اتیا زره، د لیګ سټېج ګټونکی څلوېښت زره،او هم ګډونوالې لوبډلې به لس زره ډالر نغدي جوایز وګوري.
د ۲۰۱۹ کال نړیوال پنځوس اوریز جام ته نړۍ انتظار باسي تر څو د خپلې خوښې لوبډله یې ورته بری نصیب کړي.
دغه نړیوال جام د افغانستان لپاره یوه بله د تجربې لړۍ خو ده؛ خو د افغانستان جوړښت او عزم ته په کتو دوهم پړاو ته په تلو یې پوره باور تړلی او وړاندوینه داسې کیږي چې افغانستان به په لومړي پړاو کې خپل ځینې سیالان مات کړي او سیمي فاینل ته به د ننه شي.
د اسټرالیا تېرو یوه ورځینیو نړیوالو جامونو کې ګډون ته په کتو به تر پای لوبې ځان رسولو کې غښتلې وي خو له اسیا د هند نوم باید هېر نه شي.
دا چې دغه جام د انګلستان په کوربه توب تر سره کیږي، نو کوربه لوبډله نه یوازې دا چانس لري بلکې دې لوبډلې ته په کتو د نړیوال جام د ګټې ۸۵ فصده چانس د دوی په لاس کې دی؛خو دا به د ۲۰۱۹ کال د جولۍ په ۱۴ تاریخ هر چا ته په ډاګه شي چې څوک څلور میلیوني کپ د ځان په نوم کوي.