
راپور: محمد عزيز پردېس
تېر ۲۰۱۸ کال کې نړۍ د مختلفو پېښو شاهده وه. سياسي، هنري، ورزشي… مختلفې پېښې د رسنيو لپاره د خبرونو سرټکي و.
ډېری مهمو نړيوالو رسنيو د ۲۰۱۸ کال په ترڅ کې يې د نړۍ ۱۰ مهمو پېښو په اړه ډول ډول راپورونه خپاره کړي دي چې دلته يې غورچاڼ تاسو سره شريکوو:
۱) سږکال د يمن هېواد د نړۍ د سترو قدرتونو د تقابل لپاره د جګړې تود ډګر و، چې په ترڅ کې يې بې شمېره انسانان د مرګي ښکار شول. البته په اسیا کې یو افغانستان هم دی چې له بدمرغه له څو کلونو راهیسې د بدمرغې جګړې ښکار دی. ( آسيا )
۲) د ۲۰۱۸ کال د جون په مياشت کې د سنګاپور په يوې جزيرې کې د نړۍ دوه سرسختو رقيبانو، د امريکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د شمالي کوريا مشر کيم جونګ اون ترمنځ ليدنه. ( آسيا )
۳) د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر په دويمه، په ترکيه کې د عربستان په قونسلګرۍ کې د عربي خبريال جمال خاشقجي مرموزانه وژل. ( آسيا )
۴) د تېرو وروستيو کلونو په دوام، سږکال هم د نړۍ د اقليم د ګرمښت په هکله د نړيوالو لويه او ستره اندېښنه.
۵) د امريکا متحده ايالتونو او چين هېوادونو ترمنځ سړه تجارتي جګړه. ( آمريکا )
۶) د ۲۰۱۸ کال په نومبر کې د امريکې د کنګرې په ټاکنو کې د ډيموکراټانو بريالي کېدل. ( آمريکا )
۷) د اريترې او ايتوپي ( حبشې ) هېوادونو ترمنځ د سولې تاريخي تړونليک. ( آفريقا )
۸) د جنسي تېريو او تاوتريخوالي پر ضد د غبرګونونو اوج ته رسېدل چې د #me_too تر عنوان لاندې هشټګ يې په ټولنيزو رسنيو کې ډېر وکارول شو. ( آمريکا )
۹) پر ايران د امريکا له لوري د تحريمونو وضعه کېدل. ( آمريکا )
۱۰) په اروپا کې د سرمایه دارۍ د نظامونو پر ضد ځيني اعتراضي لاريونونه. ( اروپا )