د ۲۰۱۸ کال د کرکټ نړیوالې شورا غوره جایزې اعلان شوې

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

د کرکټ نړیوالې شورا لخوا هر کال وروسته په نوي کال کې د کرکټ په ډګر کې د ځلیدونکو لوبغاړو لپاره جایزې ډالۍ کیږي، چې دا ځل د تیر ۲۰۱۸ م کال د لوبغاړو نومونه هم په ډاګه شول.

 50321289 795483167451371 4016214040064819200 n د ۲۰۱۸ کال د کرکټ نړیوالې شورا غوره جایزې اعلان شوې

په اعلان شویو جایزو کې د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر ویرات کوهلي د دویم ځل لپاره د کال د غوره کرکټر جایزه خبله کړې ده.

 د اعلان شوو جایز نوملړ:

 ۱ – هندي لوبډلمشر ویرات کوهلي د کال غوره لوبغاړي ترڅنک، د ټیسټ یا ۵ ورځینیو او د یو ورځینیو لوبو د کال د غوره کرکټر جایزه خپله کړې ده.

 51099736 2376671375685278 5271763625000828928 n 1 د ۲۰۱۸ کال د کرکټ نړیوالې شورا غوره جایزې اعلان شوې

۲ – نیوزیلینډي لوبډلمشر کین ویلیمسن د سپریټ اف کرکټ لوبغاړي په توګه جایزه خپله کړې ده.

50995766 795482757451412 5943384080736321536 n د ۲۰۱۸ کال د کرکټ نړیوالې شورا غوره جایزې اعلان شوې

۳ – اسټرالوي لوبډلمشر ایرون فینچ په ۲۰ اوریزه سیالیو کې د ښې کارکردګۍ په اساس د کال د غوره کرکټر جایزه ګټلې ده.

50414454 795482934118061 8629182179244507136 n د ۲۰۱۸ کال د کرکټ نړیوالې شورا غوره جایزې اعلان شوې

۴ – د هند د کرکټ ملي لوبډلې ځوان چپ لاسی توپ وهونکی ریشاب پانټ د ایمیرجینګ یا ځوان غوړیدونکې لوبغاړي جایزه ګټلې ده.

50714509 795483020784719 7978351955086934016 n د ۲۰۱۸ کال د کرکټ نړیوالې شورا غوره جایزې اعلان شوې

۵ – د سکاټلینډ د کرکټ ملي لوبډلې توپ وهونکي کالم میکلیوډ د دویمې درجې هېوادونو د غوره کرکټر جایزه ګټلې ده.

50466401 795483097451378 5385625789293133824 n د ۲۰۱۸ کال د کرکټ نړیوالې شورا غوره جایزې اعلان شوې

۶ – د لوبڅارۍ په برخه کې سریلنکايي کماره درمسینا د کال د غوره لوبڅآر جایزه ګټلې ده.

50276836 795483240784697 633989219303292928 n د ۲۰۱۸ کال د کرکټ نړیوالې شورا غوره جایزې اعلان شوې

د دغه اعلان شویو جایزو په بهیر کې د ټیسټ او۵۰ اوریزه سیالیو د کال غوره لوبډلې هم اعلان شوې دي، چې د ۵۰ اوریزه وریزه سیالیو په نوملړ کې افغان لوبغاړي راشد خان نوم هم شامل دی.

50461634 2285444658376786 3450487553495400448 n د ۲۰۱۸ کال د کرکټ نړیوالې شورا غوره جایزې اعلان شوې