
د هیواد په مرکزي ولایت کابل کي د افغانستان فوټبال فدراسیون په عمومي لوبغالي کي د ۱۸ کلنو ځوانانو جام د میوند لوبډلي په اتلولۍ پای ته ورسېدئ.
په لیګ کي ټول ټال ۸ قوي لوبډلې ولوبول سوې، چي په پای لوبه کي میوند د عدالت لوبډلي څخه لوبه وګټله.
ددې لیګ غوره ګول ساتونکی د میوند څخه شریف آمین وټاکل سو، خو بل طرف ته بیا د اردو لوبډلي بریدګر لوبغاړی سهراب زېوري وټاکل سو.
ددې لیګ په پای لوبه کي د فوټبال فدراسیون سرپرست رئیس محمدیوسف ګارګر هم موجود وو او نوموړي و غوره لوبغاړو او غوره لوبډلي ته جایزې ورکړلې.
په ورته وخت کي د افغانستان د ساحلې فوټبال جام هم پای ته ورسېدئ.
د افغانستان د خپلواکۍ د سلمي کلیزي په ویاړ د ساحلي فوټبال لیګ اتلولي بیا امید افغان له مرادخاني لوبډلي څخه وګټل.
په دې پایلوبه کي امید افغان سیالي لوبډلي ته د لوبي د مساوي کېدو وروسته په پینالټیو کي ماته ورکړه.
ددې لیګ ټولي لوبي د ساحلي فوټبال فدراسیون په عمومي لوبغالي کي ترسره سوې.