
دا مېرمن د انګلستان د “ميچام” ښار اوسيدونکې ده، چې اته کاله مخکې هم په کار کې بوخته وه، يعني تر اتو کلنو مخکې یې تقاعد نه ؤ اخستی او خپلې ټولنې ته يې خدمت کاوه.
الزابيت وايي، د هغې د اوږد ژوند راز د “برانډي” مشروبو څښل دي، د هغې غوره الکولي مشروبات.
الزابيت په ټوکو زیاتوې او وایي:
“کله چې روغتون کې بستر وم؛ ډاکټرانو د درملو نه زياد په برنډي زما درملنه کوله”.
الیزابت د انګلستان تر ټولو پخوانیو خلکو کې حسابېږي، الزابت دوه نړيوالي جګړې تيري کړي، چې پدې وروستیو لسیزو کې یې لوی سیاسي بدلونونه ليدلي او تجربه کړي دي، او د کوویډ – 19 ناروغي يې هم تجربه کړي ده، چې روغه رمټه ترې راوتلي ده.
الزابیت ، د ټولو دردونو ستونزو او کړاونو سره ، له خپل ژوند څخه خورا راضي ده، او وايې تر دې دمه مې د يوه ملکې په توګه ژوند کړی دى. تل مې د زړه منلي او د انسان خدمت مې کړى او و د هېچا زړه مې نه دى ځورولی.