دا چې د هېواد د خپلواکۍ سلیزه په پوره کېدو ده؛ نو افغان لوبغاړي هم هڅه کوي، چې دا سلیزه د منډو جوړولو په سلیزې ونمانځي.
نن سهار نهه بجې په کابل لوبغالي کې دوه لوبډلې د یو بل پر وړاندې په یوه شل اوریزه لوبه کې په دې پار لوبېږي، چې د هېواد د خپلواکۍ سلیزه ښه ونمانځل شي او د خلکو په ذهنونو کې د یو ارزښت په توګه خوندي شي.
نن افغان اتلانو لوبډله د افغان ځوانانو لوبډلې پر وړاندې سیالي کوي، د افغان اتلانو لوبډلمشر راشدخان ارمان دی او د افغان ځوانانو لوبډلې لوبډلمشر بیا ګلبدین نایب ټاکل شوی دی.
دواړو لوبډلو کې ۲۷ لوبغاړي لوبېږي، چې ګلبدین نایب سره ۱۴ او راشدخان سره په نوملړ کې د ۱۳ لوبغاړو نومونه موجود دي.
د افغان ځوانانو لوبډلې نوملړ
ګلبدین نایب لوبډلمشر، نورعلي ځدران، احسان الله جنت، محمدنبي عیسی خېل، نجیب ترکی، نجیب الله ځدران، حشمت الله شهیدي، اکرام علي خېل، شفیق الله شفق، حمید حسن، ظاهرخان، مېرویس اشرف، امیر حمزه هوتک، سعید احمد شېرزاد او یمین احمدزی اخېستل شوي دي.
د افغان اتلانو لوبډلې نوملړ
راشدخان لوبډلمشر، سمیع الله شینواری، حضرت الله ځاځی، جاوېد احمدي، رحمان الله ګُربز، ابراهیم ځدران، قېس احمد، فرید ملک، دولت ځدران، شرف الدین اشرف، ضیاءالرحمن شریفي، ضیاءالرحمن اکبر، نوین الحق او شاپور ځدران شامل دي.
تر ډېره که انډول ته وکتل شي، د توپ وهونکو په برخه کې د ګلبدین نایب لوبډله پیاوړې برېښي او د توپ اچونې په برخه کې بیا د راشدخان لوبډله پیاوړې ترسترګو کېږي؛ نو که ووایو نن د توپ اچوونکو او توپ وهونکو مقابله ده.
تاسې د کومې لوبډلې پلوي یاست؟
اتلانو که ځوانانو؟