ژباړه
د بارنزانترنشنال کمپنۍ په خپل کلني راپور کې، د نړۍ د بډايه کسانو د خوښې وړ ښارونه پېژندلي دي.
د ډېلې مېل د راپور پر بنسټ، د BARNES Internatioal کمپنۍ د ٢٠٢٠م په وروستيو کې، راپور ورکړ چې زوريخ، کپنهاګ او توکيو د نړۍ د بډايه کسانو د پام وړ ښارونو باندې بدل شوي دي.
کارپوهانو دا شاخصونه د زدهکړو د ښه چاپېريال، مالياتو، د اوسېدلو چاپېريال او امنيت، سوداګريزې ودې، فرهنګي تجربو او نورو برخو کې د ارزولو له پلوه پېژندلي.
همدارنګه د توکيو، ميامي، استکهلم، لندن، پاريس، جنيوا، امسترډام او سيدني نومونه ياد شوي دي. په ٢٠١٩م کې، پاريس او نيويارک د بډايه وګړو د خوښې وړ ښارونه وو، خو وروسته د کورونا وبا د خپرېدو او د لرېوالي او نامطلوبې اپېډميولوژيکي لاملونو له امله ښارونه پرېښودل.
شل غوره ښارونه نيويارک، د فرانسې وين، سيول، لاس انجلس، ټورنټو، مادريد، مونټروال، اوسلو او موناکو دي چې د لومړي ځل لپاره د شمتنو د خوښې وړ هېوادونو په رديف کې راغلل. مسکو په ٢٠١٩م کې، ٤٨ ځاى درلود، چې د ٢٠٢٠م په پاى کې يې ٤٩ ځاى خپل کړ.