سپېن بالران په نړۍ کې زیات دي، چې له ډلې رېسټ یا د مړوند په مرسته توپ اچوونکي هم شته، د دغو بالرانو په ډله کې راشدخان، عمران طاهر، عادل رشید، کولډیپ یداف، یوزوېندرا چهل، اډم زمپا او ځېنې نور بالران شته، چې نړۍ کې ډېر مطرح دي.
د کرېک ټرېکر وېب پاڼې هم په دې برخه کې لس غوره بالران راخیستي او درجې یې بیان کړي دي.
راشدخان
راشدخان چې د افغانستان د مړوند یا رېسټ په مرسته توپ اچونه کوي، د نړۍ په کچه خورا مشهور دی، هغه لېګ برېک او ګوګلي توپ اچونه کوي.
۲۰۱۵ کې هغه نړیوال کرکټ پیل کړ او اوس د افغانستان لپآره په توپ اچونه کې د ملا تیر حیثیت لري.
نوموړي ۷۰ یو ورځنۍ لوبې کړي او ۱۳۳ وېکټې یې اخیستي دي.
ایکانومي یې ۴ اعشاریه ۱۶ ده او د نړۍ په کچه په شل اوریزو لوبو کې لومړی او یو ورځنیو لوبو کې لسم ځای لري.
یاسرشاه
۳۴ کلن یاسر د پاکستان د خیبرپښتونخوا اوسېدونکی دی، نوموړی د پاکستان یو بریالی لېګ برېک بالر دی.
هغه د اسټرالیا خلاف یوه لوبه کې ۷ وېکټې ترلاسه کړې او دا لوبه پاکستان په ۲۲۱ منډو وګټله.
هغه په ۴۲ لوبو کې ۲۲۴ وېکټې واخېستې او د لسو غوره بالرانو په قطار کې دویم بالر تمام شوی دی.
عمرطاهر
۴۲ کلن پاکستاني الاصل افریقايي لېګ برېک بالر دی، چې د مړوند په مرسته توپ اچونه کوي او خورا بریالی دی.
۱۰۷ یو ورځنیو لوبو کې یې ۱۷۳ وېکټې ترلاسه کړي، ایکانومي یې ۴ اعشاریه ۶۱ دي او ۶۳ شل اوریزې وېکټې یې په ۳۸ لوبو کې ترلاسه کړي دي.
یوزوېندرا چهل
چهل چ د هندوستان ځوان توپ اچوونکی دی، هغه په ۵۴ یو ورځنیولوبوکې ۹۲ وېکټې او ۴۵ یو ورځنیو لوبو کې یې ۵۹ وېکټې خپلې کړي دي.
د مړوند په مرسته په زړه پورې لېګ برېک توپ اچونه کوي او وېکټې اخلي.
عادل رشید
عادل رشید چې ۳۲ کاله عمر لري، تر دې دمه یې په ۱۰۵ یو ورځنیو لوبو کې ۱۵۵ وېکټې اخیستي دي.
په ۵۲ شل اوریزو لوبو کې یې ۵۱ وېکټې اخیستي او ایکانومي یې ۷ اعشاریه ۵۲ ده.
اډم زمپا
د اسټرالیا ۲۸ کلن لېګ برېک بالر دی، ۶۱ یو ورځنیو لوبو کې یې ۹۲ وېکټې اخیستي دي او ۳۶ شل اوریزو لوبو کې یې ۳۹ وېکټې ترلاسه کړي دي.
ایکانومي یې نږدې ۵ ده.
په ۲۰۱۶ کې د اسټرالیا ټیم ته راغلی او اوس د اسټرالیا لپاره له لاسته راوړنو ډکه توپ اچونه کوي.
شاداب خان
۲۰۱۷ کې د ویسټ انډیز خلاف ښه وځلېد او خپلې غوره لوبې په ترڅ کې د پاکستان کرکټ لوبډلې د لوبډلمشر تر مرستیالۍ ورسېد.
۴۳ یو ورځنیو لوبو کې یې ۵۹ وېکټې اخیستي دي او د بالرانو په لېست کې اووم نمبر بالر دی.
کولډیپ یداف
کولډیپ یداف په ۲۰۱۷ کې د ملي لوبډلې سره ملا وتړله، کیڼ لاسی لېګ برېک چېنامېن توپ اچوونکی دی.
۶ ټېسټ لوبو کې یې ۲۴ وېکټې اخیستي دي، ۶۱ یې یو ورځنۍ لوبې کړي او شل شل اوریزو لوبو کې یې ۱۴۴ وېکټې یې ترلاسه کړي دي.
تبریز شمسي
د افریقا چېنامېن لېګ برېک توپ اچوونکی دی.
۲۰۱۶ کال کې یې ملي لوبډلې سره لوبې پیل کړې.
۲۲ یو ورځنیو لوبو کې یې ۲۶ وېکټې اخیستي دي، ۵ اعشاریه ۳۲ یې ایکانومي ده.
۲۵ شل اوریزو لوبو کې یې ۲۱ وېکټې ترلاسه کړي او خورا ښه ځلېدلی دی.
نوموړی په دې بالرانو کې نهم نمبر دی.
اېش سودي
د نیوزیلېنډ سپېن بالر دی، نوموړی په ۲۰۱۳ کې له نیوزیلېنډ سره ملګری شو او خورا ښه توپ اچونه کوي.
ټولې یې ۹۸ وېکټې اخیستي دي، ۱۷ لوبو کې یې ۴۱ وېکټې اخیستي دي او یوه یو ورځنیو لوبو کې یې ۶۰ منډو په ورکړې سره ۴ ېکټې اخیستل غوره توپ اچونه ده.
دا لس توپ اچوونکي په نړۍ کې خورا ښه دي او په درجه بندۍ کې هم ځانګړي ځایونه ورکړل شوي دي.