د خپګان ګڼ لاملونه لري- لس یې دا دي

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

په فردي ژوند کې خپګان ځورونکی دی. هغه کسان چې ډیر خپګان کوي، د ډول ډول ناروغیو سره مخ کیږي، ټولنیزو او کورنیو اړیکو باندې یې اغیز کوي او په ورسپارل شویو کارونو کې د همدې خپګان له وجې تل شاته پاتې وي.
ژوند کې د خپګان لاملونه زیات دي، ځينې وخت انسان په يوه خبره ډېر خوشحاليږي، خو کله په وړه خبره خواشينی شي. دلته درسره څو هغه لاملونه یادوو چې ډیر کله زموږ د خواشینۍ سبب کیږي.
1- د نا سم ملګري ټاکل
موږ کله ناکله له ځینو داسې خلکو سره ملګري کیږو چې ارزښتونه او معیارونه مو ورسره توپیر لري. کله چې چا سره ملګرتيا وکړې خو وروسته پوه شې چې د هغه عادتونه له تا نه بېل دي او تا سره ملګرتيا نه شي کولی نو د دغه ډول ملګري په شتون کې نشې خوشحاليدی، بايد چې دغه خواشيني له ځانه لرې کړې.
2- بدې پېښې او ستونزې
ژوند له لوړو ژورو ډک دی، معلومه خبره ده چې تل یو ډول پر مخ نه ځې او انسان په کې له ستونزو، غمونو او درد سره مخ کیږي.
د کور دننه او دباندې هر ډول ناوړه پېښې موږ خواشينی کوي. ددې لپاره چې د خواشینۍ کچه مو راکمه کړو، غوره ده له پېښو سره د مقاومت لارې چارې زده کړو او د ستونزو په وړاندې لکه غر ودرېږو چې خوشالۍ ته لاره پرانیزو.
3- خپلو موخو ته نه رسیدل
څیړنو ښودلې چې په ژوند کې د ټاکلې موخې او هدف لرل په ژوند کې د انسانانو د خوښۍ کچه لوړولی شي. خو دا موخې باید ممکنې او د ترلاسه کولو وړ وي.
کله چې موږ په ژوند کې موخه ولرو او ډېره هڅه وکړو چې هغې ته ورسيږو خو پايله ونه لري نو خواشيني کيږو د دې خفګان د لرې کولو له پاره بايد ممکنې موخې او سمې لارې وټاکو.
4- يوازيتوب
زموږ د خواشيني بل لامل يوازيتوب دی. ځکه په داسې حال کې د انسان په ذهن کې ډول ډول فکرونه ګرځي او چورت پرې وهي، خو که څوک راسره وي نو د دې فکرونو وخت نه پيدا کيږي . له یوازیتوب څخه د ځان ژغورلو لپاره غوره داده چې په له خپلو خپلوانو او ښو دوستانو سره ټولنیزې اړیکې پیاوړې وساتو، او ځینې ښه خواخوږي ولرو چې ورسره ناسته پاسته او خبرې مو له یوازیتوب وژغوري.
5- بې مورده خپګان
داسې کسان هم شته چې له دليل پرته خپل ځان خفه کوي، دا خلک تل د مسلو منفي اړخونو ته متوجې وي، مثبت فکر کم کوي، او په لوی لاس خپل ذهن له منفي افکارو ډکوي. کله چې داسې کوو، نو یوازې خپل ځان ته زیان اړوو. که فکر کوئ بې مورده خپه یئ، نو د فکر د بدلون لپاره مو په خپل شا او خوا کې پر مثبتو ټکیو تمرکز وکړئ. ډیرې مثبتې خبرې زموږ ژوند او خوا شا کې موندلی شو چې فکر مو بدل او له بې مورده خپګان مو وباسي.
6- کورنۍ
د خفګان يو لوی لامل کورنۍ هم کېداي شي؛ دا په دې معنا که زموږ کورنۍ اړیکې ښې وي، ستونزې او جنجالونه په کې کم وي، نو خوشحاله به وو او که کورنۍ کې مو اړیکې ښې نه وي، ستونزې او جنجالونه په کې زیات وي یا له موږ سره سم چلند په کې نه کیږي، اړتياوو ته مو پام نه کیږي، نو دا هم یو څوک خپه کوي.
ښه داده چې موږ ټول د خپلو کورنیو اړیکو په سمون کې هڅه وکړو او برخه واخلو، ګذشت وکړو، او د کورنۍ فضا ارامه وساتو.
7- مينه
د ځوانانو لپاره په مینه کې ناکامي هم ډیر کله د خپګان سبب کیږي، يعني له چا سره مينه ولرې مګر ورته ونه رسيږې نو انسان ډېر پرې خواشينی کيږي خو د حل لاره يوازي د هغه کس هيرول او په ژوند کې وړاندې تلل دي.
8- تېر شوي حالات
که موږ په تېرو شويو حالاتو باندې فکر وکړو او ځان خواشينی کړو نو دا کار هيڅ ګټه نه لري. ښه ده چې له د ماضې ښې خاطرې یادې وساتو او بدې هېرې کړو. کنه د پخواني وخت هغه ترخې شیبې چې اوس تېر شوي په یادولو یې موږ خپل اوسنی سکون له لاسه ورکولی شو، بل هیڅ ګټه نه لري.
9- دروغ
درواغ تل د خپګان سبب دی. هغه چاته چې درواغ ورته ویل شوي هم د خپګان سبب کیږي، او خپل درواغ ویونکی هم په زړه کې پټ خواشینی کوي.
که يو څوک درته دروغ ووايې ډېر زور غواري او د چا د خفګان لامل کيږي نو هيڅکله دروغ مه واياست .
10 – ناممکنه
هغه څه ته فکر کول چې هېڅ شونی نه وي خو ته وايې چې دا کار بايد وشي نو بايد هغه کار ته چې شونی نه وي زړه ورسره و نه تړو چې د خواشينۍ لامل مو نه شي.