د نړۍ لس ځوان میلیاردران، چې عمرونه يې له ۲۰ تر ۳۰ کلونو دي

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

په نړۍ کې د ځوانو میلیاردرو کچه په لوړیدو ده. ځینو ته له پلاره پاتې دي، ځینو يې د ټیکنالوژۍ نوي سیستمونه او پروګرامونه جوړ کړي، او ځینو نورو بیا په خپل محنت یو کوچنی کاروبار تر میلیاردونو ګټې رسولی.
د فوربیز مجلې د ۲۰۱۸ کال د وروستیو معلوماتو په اساس، په نړۍ کې د ۴۰ کلنې څخه کم عمره یا Under40 میلیاردران تر ۶۳ اوړي. په دوی کې ټاپ لس ځوان میلیارداران له ۲۲ تر ۳۱ کلونو پورې عمرونه لري.
د ۲۰۱۸ کال د نړۍ تر ټولو لس ځوان میلیاردران:
۱ـ الکساندرا انډرسن – ۲۲ کلنه
1 Aliksandar Anderson د نړۍ لس ځوان میلیاردران، چې عمرونه يې له ۲۰ تر ۳۰ کلونو دي
نوموړې د ناروې هیواد ده. هغه په ۱۹۹۶ کال کې زیږیدلې او اوس تر یو نیم میلیارد ډالرو خالصه پانګه لري. انډرسن د نړۍ تر ټولو ځوانه میلیاردره ده. د نوموړې پلار د فیرد په نوم کمپنۍ لري، چې وروسته يې خپلې دواړه لورګانې هم ورشریکې کړي. اوس دواړه میلیاردرانې دي.
۲ـ کترینا انډرسن – ۲۳ کلنه
2 Katharina Andresen د نړۍ لس ځوان میلیاردران، چې عمرونه يې له ۲۰ تر ۳۰ کلونو دي
نوموړې ۲۳ کلنه ده او الکساندر انډرسن خور ده. نوموړې هم میلیاردره ده او سرمایه يې سره مساوي ده. دواړه تر یو نیم – یو نیم میلیارد ډالرو پیسې لري.
۳ـ ګاستو مګنر ویتزو – ۲۵ کلن
3 Gustav Magnar Witzoe د نړۍ لس ځوان میلیاردران، چې عمرونه يې له ۲۰ تر ۳۰ کلونو دي
وموړی هم د ناروې دی. هغه د ماهیانو د تولید د یوې سترې کمپنۍ (سالمار) شریکباڼی او مشر دی. ویتزو ۲۵ کلن دی او څه کم دوه میلیارده سرمایه لري.
۴ـ ایوان شپيګل – ۲۸ کلن
4 Evan Spegial and his wife د نړۍ لس ځوان میلیاردران، چې عمرونه يې له ۲۰ تر ۳۰ کلونو دي
نوموړی د (سنپ ان سي) کمپنۍ مشر او شریک دی. سنپ ان سي کمپنۍ د کېمرې لویه کمپنۍ ده، چې د سنپ چټ په نوم د دوستانو تر مینځ د تصویري خبرو زمینه برابروي. نوموړي په سټانډ فورډ پوهنتون کې د تولید د ډیزاین په برخه کې زده کړې کړي اوس تر څلور میلیارد ډالرو زیاته سرمایه لري.
۵ـ لډویګ تیوډور بران – ۲۸ کلن
5 Ludwig Theodor د نړۍ لس ځوان میلیاردران، چې عمرونه يې له ۲۰ تر ۳۰ کلونو دي
نوموړی د طبي سامان الاتو د یوې لوې کمپنۍ ۱۰ سلنه شریک دی، چې اوس يې خالصه پانګه تر دوه میلیارده ډالر (۱.۷) ته رسي. نوموړی د نړۍ پینځم ځوان میلیاردر دی.
۶ـ جان کولیسن – ۲۸ کلن
نوموړی ایرلینډی ځوان میلیاردر دی، چې د سټریپ په نوم د تجارتي او بانکي سافټ ویر جوړولو کمپنۍ شریک دی. په دې کمپنۍ تر ۲۰ میلیارد ډالرو پانګونه شوې.

6 and 7 brothers Jan and Patrick د نړۍ لس ځوان میلیاردران، چې عمرونه يې له ۲۰ تر ۳۰ کلونو دي
جان کولیسن او پاټریک کولیس، دواړه ورونه دي

۷ـ پاټریک کولیسن – ۳۰ کلن
د جان ورور دی او د سټریپ کمپنۍ اجرائیوي مشر او شریک دی. دوی دواړه ورونه تر یو – یو میلیارد ډالرو حالصه سرمایه لري.
۸ـ بابي مرفي – ۳۰ کلن
8 Bobby Murphy د نړۍ لس ځوان میلیاردران، چې عمرونه يې له ۲۰ تر ۳۰ کلونو دي
نوموړی څه باندې ۴ میلیارده ډالره خالصه سرمایه لري. هغه د شپيګل سره شریک او د (سنپ ان سي) کمپنۍ بنسټ ګر دی. نوموړي په ریاضي او محاسبه کې لوړې زده کړې کړي.
۹ـ وانګ هان – ۳۰ کلن
9 Wang Han د نړۍ لس ځوان میلیاردران، چې عمرونه يې له ۲۰ تر ۳۰ کلونو دي
نوموړی د چین هیواد ځوان میلیاردر دی او په شانګهای کې د جینو ایر په نوم د یو لوی هوايي شرکت څښتن دی. نوموړي ته څه د پلار سرمایه هم پاتې ده او څه يې خپله ګټلې. اوس ۱.۲ میلیارد ډالره خالصه پانګه لري.
۱۰ـ ایوا ماریا برن
10 Eva Maria Baruan د نړۍ لس ځوان میلیاردران، چې عمرونه يې له ۲۰ تر ۳۰ کلونو دي
نوموړې د پیچکاریو او طبي جراحي سامان الاتو د یوې لوې کمپنۍ شریکه ده. خالصه سرمایه يې تر ۲ میلیارد ډالرو اوړي.