- ژباړه: ملیحه ناصري
که تاسو هغه کس یاست چې د ستړیا احساس کوئ یا د ورځې کارونه نه شئ سمبالولی او ارګمی باسئ، نو هرومرو پر اوږدمهاله ستړیا اخته یاست. دلته مو یې لس اصلي علتونه درته لیکلي:
۱ – بېخوبي: کله مو چې خوب ګډ وډ شي، یا منظم خوب ونه کړئ، د ورځې ستړیا محسوسوئ.
۲ – په خوب کې ساییزې ستونزې: که د خوب په جریان کې مو ساه بنده شوي وي او تاسو نه وئ پرې خبر شوي، نو کېدی شي په خوب کې خُروپوف وکړئ او د ورځې ستړیا حس کړئ.
۳ – غلط رژیم او ډېر خوراک: له حده زیات خوراک او غلط خوړنیز رژیم د ستومانۍ لامل کېږي.
۴ – د وینې کمښت: په ښځو کې د وینې کمښت د ستړیا اصلي لامل کېدای شي، ځکه په وینه کې د اکسیجن په لېږد کې ستونزې انسان ته ستړیا پیدا کوي.
۵ – ژورخپګان (افسردهګي): ستړیا او سردردي کولی شي د عاطفي ستونزو (ژورخپګان) پیدا کوونکې او نښې وي.
۶ – د ټایرویید ناسم فعالیت: په ستوني کې مو یوه غده ده چې د وجود میتابولیزم کې رول لري. که دا سم کار ونه کړي، نو ستوماني درته پیدا کوي، روغتیاپال ته ورشئ او مناسب خواړه وخورئ.
۷ – له حده ډېر کافیین: د کافیین لرونکو توکو کم کارول د ذهن د تېزېدا لامل کېږي، خو ډېرول یې د وینې فشار لوړوي او بلاخره د ستړیا د احساس پیدا کېدلو سبب ګرځي.
۸ – پټ ادراري میکروب: که مو ادراري غړي میکروبي شي، له ادرار سره درد کوي یا سوځي، خو که پټ عفونت وي نو د ستومانۍ لامل کېږي.
۹ – شکر: څوک چې دیابت ولري په وینه کې یې په ناطبیعي ډول قند یا خواږه پاتې کېږي او دا پاتې کېدل یې داسې احساس ورکوي چې ګڼې ستومانه دی.
۱۰ – د اوبو کمښت: وجود مو د سم فعالیت لپاره اوبو ته اړتیا لري. که دا اوبه راکمې شي، نو د یوې نښې په مرسته ځان راڅرګندوي چې یوه یې ستړیا ده.