۸ کلنې ماشومې په جمناسټیک لوبو کې د ګولډن ګېرل ایوارډ تر لاسه کړ.

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

لیکنه:بهار سمسور
د متحد عر امراتو په جمناسټیک سیالیو کې اته کلنې ماشومې لامیا طارق ملالې د ګولډن ګېرل لقب او لومړی مقام تر لاسه کړ.
د معلوماتو له مخې لامیا د خپل عمر له پنځه کلنۍ څخه د جمناسټیک لوبې حرکتونه او تمرین پیل کړی و او په اته کلنۍ کې یې په دې رسمي لوبو کې په ګډون سره د سرو زرو جینۍ لقب خپل کړ.
لامیا روان اوړی د اړوند لوبې په تمریني کمپونو کې ګډون کړی و او هم یې څلور ځلې د المپیک په نړیوالو لوبو کې هم ګډون کړی،خو په خپل کوربه توب سره یې د جمناسټیک په لوبو کې دا ویاړ تر لاسه کړ.
images jpeg 6357955455657182322460 ۸ کلنې ماشومې په جمناسټیک لوبو کې د ګولډن ګېرل ایوارډ تر لاسه کړ.
ویل کیږي د لامیا طارق په دومره کم عمر کې ورزش ته راتګ او داسې ځلیدو د عربي نړۍ نورې نجونه دې ته هڅولې، څو دې ډګر ته مخه کړي.
لامیا د دې لقب تر ګټنې او بري وروسته رسنیو ته په خپلو خبرو کې وویل:
“زه د خوښۍ احساس کوم،چې د نړۍ له مختلیفو هېوادونو خلکو راته داد او تشویق راکړ،د عرب نړۍ پېغلې هم کولی شي،چې ورزش وکړي او ځان ثابت کړي،که څه هم په دې لوبو کې روسۍ جینۍ تکړه دي، خو ما هم له زیاتو هڅو وروسته ځان ثابت کړ.”د لامیا طارق مور مالک طارق الفارسي وویل:
images jpeg 7477559502433390402752 ۸ کلنې ماشومې په جمناسټیک لوبو کې د ګولډن ګېرل ایوارډ تر لاسه کړ.
“سره له دې چې زما لور ښوونځی وایی او زموږ زیات ټینګار د دي په زده کړو دی،ولې بیا هم هغې به تل خپل هدف تعقیب کړی و او دا لوبه یې زیاته خوښیده،نن دا دی دا زموږ د هېواد لپاره ویاړ دی.”
ویل کیږي کوچنۍ اته کلنه ماشومه لامیا طارق ملاله په اوس وخت کې په نړیواله کچه له شهرت څخه برخورداده ده،چې د ښځو لپاره د رسا غږ اوچتونکي هم یادیږي،هغې په نړیواله کچه د ښځو لپاره دا پیغام خور کړی،چې پر خپل ځان باید باور پیدا کړو،سخت کار او خواري وکړو، څو د خپل ژوند لپاره مناسب تهداب کېږدو.
لامیا طارق په سوشیل میډیا کې هم سخته مشهوره ده او د کوچنۍ سپورتمېنې په توګه زیات تعقیبونکي هم لري.