۵۵ کاله وروسته هندۍ ټینس لوبډله پاکستان ته ځي

سپینه تجريدي ډیزاین

لیکنه:بهار سمسور
ټاکل شوې،چې هندۍ ټینس لوبډله به د اسیا ډیویس ټای کپ لوبو په لړ کې پاکستان ته سفر وکړي،چې هلته به د اې ګروپ د لوبډلې په توګه دوه ورځې پاتې شي او لوبې به تر سره کړي.
د ال انډیا ټینس فدراسیون مشر هیران مویچاترجي په وینا :
” دوی د پاکستان له لوري ورکړل شوې دعوت نامه تر لاسه کړې او پر دې بوخت دي،څو د پاکستان ویزې ترتیب او دې هېواد ته سفر وکړي.”

د هندۍ ټینس لوبډلې تر څنګ د هانګ کانګ لوبډلې هم پاکستان ته د تلو ملا تړلې او هلته به له هندۍ لوبډلې سره مخ شي.
له نن څخه ۵۵ کاله مخکې په ۱۹۶۴ کال کې هندۍ ټینس لوبډله پاکستان ته تللې وه او هلته یې څلور په صفر کوربه لوبډله ماته کړې هم وه.
وروستي ځل لپاره په تېره فیبروري میاشت کې د هندۍ لوبډلې لپاره د سفر پلان شتون درلود،خو د په پولواما سیمه کې پر هندي پوځ برید هر څه شاته یوړل،چې دا ځل هندي ټینس فدراسیون د تګ لپاره کلک هوډ کړی دی.
د ټینس اسیا جام ډیوس ټای کپ دا لوبې د اسلام اباد په سپورت کمپلېکس کې پلان شوي او د تیاریو په اړه یې وروستۍ لیدنه نه ده شوې.
دا به له ۲۰۰۶ کال راوروسته لومړی ځل وي،چې د هند او پاکستان ټینس لوبډلې د یو بل سره مخ کیږي.وروسته له هغې چې په پاکستان کې د کریکټ پر سریلنکایۍ لوبډله برید وشو، دې هېواد ته د هرې لوبې، پر هره نړیواله لوبډله د تګ بندیز پورې شو،چې په ۲۰۱۷ کال کې د ټینس لوبې فدراسیون پر پاکستان دا بندیز ختم کړ او لوبډلې کولی شي،تر څو پاکستان ته د لوبو پر هدف سفر وکړي.

ټاکل شوې چې روانه میاشت هندۍ پینځه کسیزه ټینس لوبډله د پاکستان مرکز اسلام اباد ته سفر وکړي،چې په سینګل لوبډله کې پراجنیش ګونیسورن،رام کمار،رامنات،سومیت نګل ،خو په ګروپي لوبډله کې بیا روخان بوپانا او ډیوېج شاران د درجه بندۍ پر مټ احتمالي انتخابیدونکي لوبغاړي دي.
پخواني هندي ټینس لوبغاړي سومډیو ډیوارمن رسنیو ته ویلي:
“دا د سولې او ورزش پیغام دی،د دواړو لوبډلو لپاره دا سفر او هلته لوبه کول غټه خبره ده.”
هندۍ ټینس لوبډله پر داسې موقع د پاکستان دوره کوي،چې په کشمیر کې هندی او پاکستانی پوځ یو بل ته ګوته په ماشه ناست دي.