۳ افغان لوبغاړو د خپلو لوبو لپاره بلاسټ سیالۍ پرېښي دي.

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

ليکنه: سميع الله درانی
د انګلستان په غوره سوداګریز کرکټ لیګ ( بلاسټ) سیالیو کې درې افغان ستوري سږ کال ولوبېدل.
د دوی لوبډلې په جنوبي ګروپ کې مخکښې وې؛ خو اوس د محمدنبي او مجیب الرحمن په نشتون کې د هغوی لوبډلې له دوهم او دریم مقام څخه لویدلي دي.
د محمد نبي دې لوبډله کېنټ مخکې په دوهم مقام کې وه؛ خو اوس ترې ګلوسېسټرشایر لوبډله مخکې شوې ده او دوهم ځای یې ترې نیولی دی.
د محمدنبي دې لوبډله اوس دریم مقام کې ده او د مجیب دې لوبډله چې مخکې دریم ځای کې وه، اوس څلورم ځای ته لوېدلې ده.
درې واړو افغان لوبغاړو د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په مناسبت کابل ته تشریف راوړی و او لا هم انګلستان ته نه دي ستانه شوي.
افغان کرکټ بورډ په کابل کې د خپلواکۍ د سملې کلیزې په تړاو د افغان ځوانانو چې لوبډلمشر یې ګلبدین نایب و او د افغان اتلانو ترمنځ چې لوبډلمشر یې راشدخان و، یوه شل اوریزه سیالي برابره کړې وه.
په دې سیالۍ کې د ګلبدین نایب لوبډلې د راشدخان لوبډلې ته ماته ورکړه.
له هغې وروسته افغان لوبډلې د بنګله دېش خلاف یواځېنۍ ټېسټ او د درې اړخیز سیریز کې پنځه شل اوریزو لوبو ته بېلابېلې لوبډلې اعلان کړې.
د ټېسټ لوبې لپاره لوبډله کې شامل لوبغاړي

د بنګله دېش پر وړاندې د یوازېنۍ ټېسټ لوبې لپاره په لوبډله کې «احسان الله جنت، جاويد احمدي، ابراهيم ځدراڼ، رحمت شاه، حشمت الله شهيدي، اصغر افغان، اکرام علي خېل، راشد خان (لوبډلمشر)، محمد نبي، قیس احمد، سيد احمد شېرزاد، يمين احمدزی، ظهير خان پکتين، افسر ځاځی او شاپور ځدراڼ شامل دي».
شل اوریزو لوبو لپاره لوبډله
د شل اوريزو لوبو لپاره بيا په لوبډله کې ((راشد خان (لوبډلمشر)، اصغر افغان، محمد نبي، حضرت الله ځاځی، نجیب تره کی، رحمن الله ګربز، مجیب الرحمن، شفيق الله شفق، نجیب ځدراڼ، شاهدالله کمال، کريم جنت، ګلبدین نایب، فريد احمد ملک، شرف الدین اشرف، فضل نیازی، دولت ځدراڼ او نوين الحق)) شامل دي.
اوس افغان لوبډله په عربي متحده اماراتو کې په تمریناتو بوخته ده، د روانې عیسوي میاشت په ۲۹ مه نېټه ۴ ورځې وروسته به لوبډله بنګله دېش ته ولاړه شي او هلته به د سپټمبر په ۵ مه نېټه کابو لس ورځې وروسته یواځېنۍ ټېسټ لوبه پیل کړي.
د سپټمبر په ۱۴ مه نېټه افغانستان، بنګله دېش او زِمبابوې درې اړخیز سیریز پیلوي او د سپټمبر تر ۲۱ مې نېټې به دوام وکړي.
محمدنبي، راشدخان او مجیب نه شي کولای، چې بلاسټ سیالیو ته ستانه شي، ځکه درې واړه مهم لوبغاړي دي او افغان لوبډله کې یې شتون حتمي دی.
د بلاسټ سیالیو پایلوبه د سپټمبر په ۲۱ مه نېټه کېږي.
د افغانستان او زِمبابوې تېرې شل اوریزې لوبې
افغانستان او زِمبابوې له ۲۰۱۵ م کال راهیسې ۵ ځلې شل اوریزو لوبو کې مخ شوي دي، چې پنځه واړه لوبې افغانستان ګټلي دي.
د بنګله دېش او افغانستان تېرې شل اوریزې لوبې
افغانستان او بنګله دېش په ۲۰۱۸ م کال کې درې شل اوریزو لوبو کې مخ شوي دي، چې درې واړه لوبې افغان لوبډلې ګټلي دي.