۲۶ کال وروسته سنجي دت او پوجا بټ یو ځای فلم کې لوبیږي

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

د سنجي دت او پوجا بټ په ۱۹۹۱ کال کې خپور شوی رومانوي فلم “سړک”، لا هم د خلکو یاد دی. سړک فلم نه یوازې دا چې خوندورې سندرې درلودې، بلکې د فلم کیسه هم ځانګړې او خوندوره وه چې له امله يې هغه وخت د کال تر ټولو فلمونو ډېره ګټه کړې وه.
په دې فلم کې سنجي دت او پوجابټ مرکزي رولونه لوبولي او په فلم کې د دواړه ترمنځ د مینې کیسه اوس هم د فلم لیدونکو ته ټکي ټکي یاده ده.
تېر کال هندي رسنیو خبرونه خپاره کړل چې د “سړک” فلم دوهمه برخه باندې کار پیلیدونکی دی، خو اوس تازه هندي رسنیو راپورونه خپاره کړي دي چې د سړک فلم په دوهمه برخه “سړک ۲” کې به پوجا بټ او سنجي دت یو ځل بیا ۲۶ کاله وروسته یوځای لوبیږي.
د راپورونو له مخې په “سړک ۲ “ کې به یو ځل بیا سنجي او پوجا د مینې خواږه پر خپلو مینه والو وشیندي، خو دا ځل به سنجي دت او پوجا بټ د فلم په مرکزي رولونو کې نه بلکې په مرستیال رولونو کې راښکاره شي.
د راپورونو پر وینا، “سړک ۲ “ کې په ښځینه مرکزي رول کې به د پوجا بټ خور علیه بټ لوبیږي او د نارینه مرکزي رول کې به سدرهارت ملهوترا لوبیږي.
راپورونه زیاتوي چې د فلم لاروښونې چارې هم خپله پوجا بټ مخکې وړي، ځکه چې د هغې پلار مهیش بټ د فلمونو د لاروښونکي په توګه نور کار نه کوي او تقاعد شوی دی.
5a968eb1ad0e6 ۲۶ کال وروسته سنجي دت او پوجا بټ یو ځای فلم کې لوبیږي
دا هم ویل کیږي، چې په سړک ۲ فلم د سړک فلم ځينې سندرې چې د خپل وخت مشهورې سندرې وې، ریمک به شي او په فلم “سړک ۲ “ کې به شاملې شي.