په ښوونځیو کې د حجاب کولو په اړه د جرمن محکمې پرېکړه

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

په اروپايي هېواد جرمني کې که څه هم د څو کلونو راهیسې د ښځو په حجاب کولو بحثونه روان دي چې ډېر ځله په بشپړ حجاب (سر تر پښو) یا د مخ پر پټولو باندې ښځې په بیلابیل ډول تهدید شوي دي.
د تېرو ۵ کالو په جریان کې د جرمني په مختلفو ښارونو کې، چیرته چې د ښځو په بشپړ حجاب کولو بندیز لګیدلی و، هلته ښځې په حجاب کولو تهدید شوي او هم ورسره بوږنوونکې پېښې شوي دي.
د جرمني زیاتره خلک او چارواکي پدې نظر دي؛ کومې ښځې چې بشپړ حجاب کوي یا مخ پټوي، دوی سخت دریځه او تنګ نظرې مېرمنې دي، نو پدې وجه د حجاب ممانعت کوي. که څه هم ځینې خلک له دې نظر سره همنظره نه دي، د دوی په نظر لکه څرنګه چې ښځه د نیمه لوڅ لباس کولو حق لري، همدا شان د بشپړ حجاب کولو حق هم لري.
او اوس د جرمني د هیمبرګ ښار سترې محکمې هم د ښځو په حجاب د بندیز په اړه پرېکړه کړې ده.
د بلجیمي ورځپاڼې “نیو یورپ” د راپور په حواله؛ د جرمني د هیمبرګ ښار سترې محکمې د یوې نجلۍ د غوښتنې په هکله پرېکړه کړې.
د راپور له مخې محکمې پرېکړه وکړه چې په ښوونځیو کې به د مخ په پټولو بندیز نه لګول کېږي.
له دې پرېکړې مخکې د هیمبرګ په یوۀ ښوونځي کې یوه ۱۶ کلنه نجلۍ په حجاب کولو جریمه شوې وه.
د راپور له مخې د یاد ښوونځي ادارې د یادې ۱۶ کلنې نجلۍ پلار ته د خبرداري کولو برسېره نجلۍ ۵۰۰ یورو جریمه کړې وه.
نوموړې نجلۍ د تجارت څانګې زده کړیاله وه او په ښوونځي کې له جریمه کولو څخه وروسته محکمې ته عارض شوه.
محکمې په خپله ابتدایه پرېکړه کې وویل؛ په ښوونځیو کې به د چا په حجاب کولو بندیز نه لګول کېږي او دا د هر چا په غیر مشروطه توګه د مذهبي آزادۍ حق دی.
د محکمې دې پرېکړې د ګڼو چارواکو غوسه راوپارولې. د هیمبرګ یو سناتور ويلي؛ په ښوونځیو کې ټول زده کوونکي یو شان دي او ټول د یو شان  زده کړو حق لري، نو پدې وجه هلته باید یو څوک له بل چا څخه مخ پټ نه کړي.
یاد سناتور دا واضح کړه چې په ښوونځیو او تعليمي چاپېريال کې د هېڅ نوعه مذهب او ډلې ترمنځ توپیر نه کېږي، ځکه نو په ښوونځيو کې ټول د یوه بل مخ لیدلی شي.