ارشاد رغاند
د جنرال رازق پر شهادت چې څومره زیاتې ورځې تېریږي، هغومره یې د مرګ د عاملینو په اړه ادعاوې او تورونه زیاتیږي.
رازق څو ورځې وړاندې د کندهار ولایت ودانۍ کې تر یوې غونډې وروسته په ډزو شهید شو.
ځایي چارواکو رسنیو ته وویل، چې پر هغه او له غونډې پر راوتیو نورو یو شمېر کسانو د کندهار د والي یوه نوي ساتونکي ډزې وکړې.
پر دغو ډزو د جنرال رازق ترڅنګ د کندهار د ملي امنیت ریس جنرال عبدالمومن حسین خېل او د کندهار د ملي ټلویزون یو کامره مین شهیدان شول.
یاده غونډه کندهار ته د ناټو ځواکونو د عمومي قومندان جنرال میلر د سفر په مناسبت د پارلماني ټاکنو د امنیت په تړاو جوړه شوې وه.
د وسله والو طالبانو دریځ
د جنرال رازق له شهادت څخه وروسته د وسله والو طالبانو ویاند د یوې اعلامیې له خپرولو سره د هغه د شهادت مسولیت پرغاړه واخیست.
دغې ډلې، همدا شان یوه ویډیو خپره کړې، چې د دوی په ادعا پر رازق د بریدکوونکي نفوذي سرتېري اړوند وه.
طالبانو ویلي، چې د برید هدف یې جنرال عبدالرازق و. دوی د رازق د نښه کولو لوی دلیل له دغې ډلې سره د دوی زور زیاتی ګڼلی.
د امریکا تورنیدل
د طالبانو د اعلامیې باوجود پر جنرال رازق او ورسره ملګرو د برید تور له لویه سره پر امریکا متحده ایالاتو او پاکستان پورې شو.
د امریکا تورنونکو دا دلیل راوړ، چې كه برید طالبانو کړی وي، ولې یې د ناټو عمومي قومندان، چې امریکایي و، نه په نښه کاوه؟
د دغه نظر لرونکو ادعا دا ده، چې د کندهار ولایت مقام په انګړ كې د جوړې شوې امنیتي غونډې پرمهال جنرال رازق او د ناټو عمومي قومندان لفظي شخړه کړې او د هغې له کبله پر رازق افغان نفوذي سرتېري نه؛ بلکې امریکایي سرتېرو ډزې کړي.
دوی د ادعا د پیاوړتیا لپاره یې زیاتوي، چې د غونډې په ځای کې لا له وړاندې د امریکایي ځواکونو له لورې کلک امنیتي چمتووالی نیول شوی او افغان ځواکونه ورته نه وو پریښودل شوي.
پر پاکستان تورونه
جنرال رازق د پاکستان ضد دریځ له کبله یو له ترټولو مشهورو او محبوبو افغان جنرالانو څخه و.
ده په وروستیو کې د كندهار د سرحدي سیمو اړوند پرډیورنډ كرښې د پاکستان د اغزن تار لګولو عملي او وسله وال مخالفت کړی و.
پر هغه برید کې د امریکا د لاس لرلو مدعیان وایي، چې د ناټو قومندان سره د رازق د احتمالي لفظي شخړې دلیل هم د رازق پر دغه مخالفت د ناټو د قومندان نیوکه وه.
له پاکستان سره د جنرال رازق او دغه راز د طالبانو دښمني لکه لمر روښانه موضوع ده.
پر پاکستان د دغه برید د تنظیم تورلګونکي همدې ته په کتو سره، پاکستان د برید طراح او طالبان یې تطبیقونکي ګڼي.
دوی وروستیو رسنیز شویو جزیاتو ته اشاره کوي، چې له مخې یې برید افغان نفوذي سرتېري كړی او له بریده مخکې یې د پاکستان له کوټه ښار سره ټلیفوني اړیکې نیول شوې وې.
د چارواکو عجیب و غریب دریځونه
له دې سره څه، چې د جنرال رازق د مرګ معما پېچلې کوي، د افغان چارواکو عجیب و غریب دریځونه دي.
د افغانستان د ملي امنیت نوي سلاکار ډاکټر حمدالله محب د دغې دندې له پيل څخه وروسته پخپله لومړۍ مرکه کې وویل: لا ډېر وختي دی، چې پاکستان پر جنرال رازق په شوي برید کې په لاس لرلو تورن کړو.
ښاغلي محب، وویل چې دوی د پلټنو جزیاتو ته منتظر دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني بیا د خپل پاکستاني سیال د ډاډګیرنې د ټلیفوني پيغام په ځواب کې هغه ته ویلي، چې پاکستان دې پخپل قلمرو کې د جنرال رازق د شهادت د موجوده عاملینو په نیولو کې مرسته وکړي.
له دې سره د افغانستان د حکومت اجرایه ریس ډاکټر عبدالله د وزیرانو شورا د اونیزې غونډې پرمهال د جنرال رازق په شهادت کې د امریکایانو لاس لرل رد کړل.
عبدالله وویل: رازق طالبانو او هغو هېوادونو شهید کړی، چې طالبانو ته یې پټنځایونه ورکړي.
د امریکا او رازق اړیکې
جنرال رازق، سره له دې چې تردې وړاندې له مخکیني ولسمشر حامد کرزي سره د نیږدې اړیکو له كبله د امریکایي رسنیو لخوا په ښه نوم نه یادیده، خو په وروستیو کې یې له امریکا سره اړیکې خوږې ښکاریدې.
رازق؛ په ځانګړي ډول د افغانستان او سویلي اسیا لپاره د امریکا د نوې ستراتیژۍ له اعلان څخه وروسته د دغې ستراتیژۍ له مهمو ملاتړ کوونکو څخه و.
ده په وروستیو کې حتا د حامد کرزي پر وړاندې هم له دې كبله توند دریځ غوره کړ، چې له امریکا سره یې د افغانستان پر امنیتي تړون د بیا کتنې غوښتنه کړې وه.
پایله
افغانان له هر ډول قومي، سیاسي او سمتي توپیر پرته تقریباً په یوه ډول د جنرال رازق شهادت خواشیني کړي.
دوی په بې صبرانه ډول غواړي پوه شي، چې یو محبوب او له ټولو ملاحظو سره پر وطن مېن جنرال یې د چا په لاس او څنګه شهید شو؟
ولیدل شي، چې افغان حکومت په دې برخه کې د پلټنو او پایلو څرګندیدو ژمنې عملي کولای شي، كه به د جنرال رازق په شان د لسګونه نورو مخورو څېرو د شهادت په شان د دغه شهادت معما هم همداسې معما پاتې کیږي.