د کرکیټ نړیوالي شورا د لوبډلو او لوبغاړو ترمنځ نړیوالي درجه بندۍ اعلان کړې، چي پکښي افغان لوبډلي د شل آوریزه سیالیو په درجه بندي کي شاتګ، خو د ټیسټ سیالیو په درجه بندي کي يې بیا پرمختګ کړی.
د ټیسټ سیالیو په پخوانۍ درجه بندۍ کي افغان لوبډلي لسم مقام درلود، خو اوس یې یو قدم پرمختګ کړی او نهم ځای ته یې ځان ورساوه.
د ټیسټ سیالیو تازه اعلان شوې درجه بندي:
آسټرالیا لومړی، نیوزیلینډ دوهم، هندوستان درېیم، انګلستان څلورم، سریلانکا پنځم، سویلي افریقا شپږم، پاکستان اووم، ویسټ انډیز اتم، افغانستان نهم او بنګله دېش بیا لسم مقام لري.
په دې تازه درجه بندي کي افغان لوبډلي د کرکیت په تاریخ کي ډېر عمره لرونکې لوبډله بنګله دېش شاته پرېښې.
د معلوماتو له مخي افغانستان تر بشپړ غړیتوب وروسته څلور رسمي ټیسټ لوبي ترسره کړي او بنګله دېش بیا ۱۱۹ ټیسټ لوبي ترسره کړي.
افغان لوبډلي د هند، ایرلینډ، بنګله دېش او ویسټ انډيز هیوادونو سره یوه ـ یوه ټیسټ لوبه ترسره کړې، چي ایرلینډ او بنګله دېش ته یې ماته ورکړې، خو د هند او ویسټ انډيز څخه یې بیا ماته منلې.
بنګله دېشۍ لوبډلي بیا د ۱۱۹ ترسره کړو ټیسټ لوبو په لړ کي ۱۴ ګټلي، ۸۹ بایللي او ۱۶ لوبي یې بیا بې پایلي پای ته رسولي دي.
آی سي سي یا د کرکیټ نړیوالي شورا بیا افغان لوبډله د شل آوریزه سیالیو په نړیواله درجه بندي کي درې ګامه شاته کړې، چي له اووم مقام څخه ئې لسم مقام ته غورځولې.
د شل آوریزه سیالیو تازه اعلان شوې درجه بندي:
د شل آوریزه سیالیو په دې درجه بندي کي آسټرالیا په لومړي، انګلستان په دوهم، هندوستان په درېيم، پاکستان په څلورم، سویلي افریقا په پنځم، نیوزیلینډ په شپږم، سریلانکا په اووم، بنګله دېش په اتم، ویسټ انډیز په نهم او افغانستان بیا په لسم مقام کي شتون لري.
افغان لوبډلي ته د یو ورځنیو لوبو په نړیواله درجه بندي کي خپل پخوانی لسم ځای ورکړل شوی.
هاخوا بیا محمدنبي عیس خېل شل آوریزه او یو ورځنیو لوبو په نړیوالو درجه بندیو کي بیا هم د نړۍ لومړی الراونډر راغلی.
د هغه ترڅنګ د شل آوریزه سیالیو په نړیواله درجه بندي کي یو ځلي بیا راشدخان د نړۍ لومړی او مجیب د نړۍ دوهم توپ اچونکی ټاکل شوی.
په دې سره محمدنبي د کرکیټ په نړۍ کي پر الراونډرانو، خو راشد او مجیب بیا د شل آوریزه سیالیو پر توپ اچونکو باچاهي کوي.