
لیکنه: محمدصابر حمیدي
د افغانستان د سوک وهني تکړه لوبغاړي یما سعیدي تېره شپه د ګانا هیواد د تکړه لوبغاړي جي سپینسر سره د سیالي ډګر ته کښته شو، چي افغان لوبغاړي د ګانا هیواد یاد لوبغاړي ته ماته ورکړه او ګټونکی اعلان شو.
د رسنیو د معلوماتو له مخي یما د جرمني په برلېن هیواد کي د جي سپینسر په وړاندي لوبه ترسره کړه، چي یما د لوبي په وروستي پړاو کي د زیاتو نمرو په درلودلو سره بریالی شو.
دا لوبه په IBF سازمان کي ترسره شوه، چي په مکلمه لوبه کي افغان لوبغاړی قوي ښکارېده.
دا د یما ۱۸مه نړیواله لوبه وه، چي له ډلي یې ۱۷ ګټلي، خو یوازي یوه لوبه یې بایللې.
افغان لوبغاړی یما اصلن د افغانستان دی، خو په جرمني هیواد کي اوسي.