ليکنه او راټولونه
موهنداس کرمچند ګاندي په ۱۸۶۹م د اکتوبر په دوهمه نېټه د هندوستان په ګجرات ایالت کې زیږېدلی. د ګاندي پلار کرمچند ګاندي نومیده او د ګجرات ایالت یو متوسط سوداګر او سیاست وال وو. ګاندي خپلې لمړنۍ زدهکړې یې د حقوقو په برخه کې د ۱۸۸۸م نه تر ۱۸۹۱م کاله پورې په لندن کې ترسره کړي او بیرته د هندوستان بمبئ ښار ته ستون او هلته یې د وکیل په توګه دنده پیل کړه. په کال ۱۸۹۳ نه تر ۱۹۱۵م سویلي افریقا ته د ماموریت لپاره لاړ. ګاندي په سویلي افریقا کې د میشتو هندي او تور پوستانو لپاره هم مبارزه وکړه، چې د ځایي حکومت له لوري څو ځله زندان ته ولېږل شو.
ګاندي په سویلي افریقا کې د هندوستان حالات له نیږدې څارل او د هندوستان د ازادۍ لپاره یې پلانونه جوړول. ګاندي په ۱۹۱۵ کال کې له سویلي افریقا څخه هندوستان ته ستون او د هندوستان د ازادۍ لپاره یې خپلو کړنو ته زور ورکړ او د همدغو هلو ځلو له امله نوموړی په ۱۹۱۸م کې د کانګرېس ګوند مشرانو د مهاتما په لقب چې د ستر روح مانا وویاړل شو.
ګاندي په ۱۸۸۳م کې هغه مهال چې لا ۱۳ کلن وو د یوې هم عمره جنۍ کاستوربا سره واده وکړ د همدغې ښځې څخه یې څلور اولاده مانیلاګاندي ، رامداس ګاندي، دیوداس ګاندي، هاریلاګاندي لرل. ګاندي لا د ۱۶ کاله وو، چې پلار یې مړ شو. نومړی په همدغه کال د لوړو زده کړو لپاره انګلستان ته لاړ.
ګانډي خپل ټول عمر د انګریزانو څخه د هندوستان د ازادۍ لپاره په مبارزه کې تېر کړ او د عدم تشدد د فکر پر بنسټ یې، نړیوالو ته وښوده چې ازادي نه یوازې د ټوپک په زور بلکې، مهاتما ګاندي د هندوستان د ازادۍ لپاره خلک سرکونو ته راویستل لاریونونه وکړل او انګریز حکمرانانو ته یې د هندوستان د خلکو غږ ورساوه چې هندوستانیان ازادي غواړي.
نوموړی زندان ته ولېږل شو ووهل شو، وشړل شو، خو هیڅ کله هم د خپل هوډ او لارې څخه، چې ازادي وه وانوښت. اخر انګریزان هم د ګاندي او د هغه ملګرو په وړاندې لاچاره د هند ازادي یې ومنله، خو له بده مرغه چې انګریزانو د هند د ازادۍ ترڅنګ هغه تجزیه هم کړ.
تر هغه وروسته ګاندي ته د مهاتما لقب د هندوستان د خلکو له لوري ورکړل شو، خو دا نوم په اصل کې د هندوستان وتلې لیکوال رابیتات ټایګور ورته غوره کړی، چې د ستر روح مانا لري. نوموړی په هندوستان کې د باپو یا لوی پلار په نامه هم یادېږي. ګاندي ته د تولې نړۍ په ځانګړې توګه د هندوستان وګړي هندوان، مسلمانان، سکهان، عیسویان او نور لیږکي ډېر درناوۍ لري، هغه څه چې نوموړي هېڅکله د چا پلوي یا مخالفت ونه کړ او په هند کې یې شته قومونه او مذهبونه د یوه بل ورونه بلل په همدې اساس وو چې افراطي هندوانو ورسره مخالفت وکړ او نوموړی یې د هندوستان تر ازادۍ یو کال وروسته وواژه.