ليکنه او راټولونه
وطن/ هېواد د انسان د استوګنې ځای ته وايي، پکي زېږېدلی وي او که نه وي پکي زېږېدلی وايي: اصلي وطن دي کوم ځای دی؟ یا د زېږېدو ځای دي کوم دی؟ او هغه ځای ته هم وطن وايي چي پکي اوسې او ترې نه وځې ، پکي زېږېدلی وی او که نه وي. ابن جماعه په المنهل الراوي کی وايي:
عبدالله بن مبارک رحمة الله علیه او نورو ویلي دي: څوک چې په یوه ښار کي څلور کاله واوسېږي، نو هغه ته منسوبېږي. یاني: د هغه ښار له اهالي وو (استوګنو) څخه بلل کېږي. وګورئ : المنهل الراوي من تقریب النوواوی(۲۰۰) مخ.
یو انسان تر ټولو زیاته مینه له خپل وطن سره لري. له هغه وطن سره چېري چې يې د خپل ماشومتوب خواږه وختونه تېر کړي وي د ماشومتوب خواږه یادونه او خاطرې په ټول ژوند نه هېرېږي.
زموږ ډېر افغانان وروڼه او خوېندي د مهاجرت او پردېسۍ ژوند تېروي. دغه وروڼه، مېندي، خوېندي او پلرونه تل د وطن د بیا ودانۍ او لېدو په هیله د یو ښایسته سهار ولیدو ته ګوري. د پردېسي ژوند د افغانانو له خپل وطن سره مینه نوره هم زیاته کړېده.
هېوادوالي یا وطنولي یو صفت دی . دا صفت هغه عاطفه یادېږي چي د انسان د استوګني د ځای سره د هغه له میني او دوستۍ (ولاء) څخه تعبیرېږي.
څنګه چې د هېواد مینه په انسان کې یوه طبیعي غریزه ده، ځکه نو نبي صلی الله علیه وسلم لکه چې د مدینې منورې استوګن شو لوی څښتن جل جلاله ته یې دعا وکړه چي:
ای لویه څښتنه! زموږ په زړونو کي د مدینې منورې مینه هغسي پیدا کړې، لکه د مکې مکرمې مینه چی دي زموږ په زړونو کي پیدا کړې ده، بلکي تر هغې يې لا زیاته کړې.
د افغانستان ۱۰۰٪ خلک تل په هېواد کې د کرارۍ او د هېواد د پر مختګ هیله کوي.
د هېواد اکثره پردېس خلګ غواړي چې بېرته هېواد ته ستانه شي! د هېواد په پرمختګ او بیا ودانۍ کي برخه واخلي.
له وطن او هېواد سره د میني مانا دا ده، چې هر انسان په اوچتو ارزښتونو او پاکو خویونو تګ وکړي، یانې د خپل وطن او وطنوالو لپاره تل خیر غوښتونکی اوسي، او له هغوی څخه د هر ډول فساد او خرابي مخه ونیسي.
د وطن سره مینه او محبت دا مانا لري، چي د وطن اوسېدونکي په خپل منځ کي په محبت، میني، رحم او نرمۍ سره ژوند وکړي.