که ښکلا غواړئ، نو د هر څه په اړه تشویش او اندیښنې مه کوئ

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

ژباړه: مریم محمدي
که غواړئ چې تل جلد مو صفا او تازه وي، نو تشویش او بې ځایه اندېښنې له ځان نه لرې کړئ.
په دې ورځو کې یوه ستونزه چې انسانان ورسره مخ دي هغه یې ځایه اندېښنې دی. انديښنې له ځان سره ډیر نورې ستونزې هم لري، چې په بدن او جلد باندې بده اغیزه کوي.
تشویش د ناروغیو اصلی لامل دی، په تیر بیا د جلدي یا پوستکي ناروغۍ ته ډیر زیان لري. د تشویش له کبله په مخ کې ځواني دانې، ګونځې، تورداغونه، د مخ پوستکي وچیدل، د مخ پوستکي توریدل، د پوستکي زیړیدل، زر زړښت او د مخ د ښکلا د له منځه تللو سبب کیږي.
نو دې ټولو ضررونو ته په کتو راځئ له تشویش نه ځان وژغورئ، او یا هم کوښښ وکړئ چې کنټرول یې کړئ.
تر خپل وسه هڅه وکړئ، چې ورځ مو په خندا پیل کړئ، همدارنګه د ورځې په شروع کې له ځان سره دا وواياست چې نن زما لپاره ښه ورځ ده. په دې توګه ستاسو د خوښۍ او ارمتیا احساس به ډېر شي، دغه راز تشویش به در نه لرې وي.
دا په یاد ولرئ تشویش کول انسان ته هیڅ ځای ته نه شي رسولای، په ځانګړي توګه د هغه څه په اړه تشویش چې انسان یې په اړه هیڅ څه نه شي کولای.
دې خبرې ته مو پام وي هر څومره چې منفي فکرونه کوئ، دا به کومه ګټه ونه لري، بې غیر له دې چې ښکلې څیره او صفا جلد مو مړاوی کړي، نو ښه ده چې تل مثبت فکر ولرئ.
که چیرې د داسې خلکو له ډلې یاست چې د ډیرو وړو خبرو لپاره تشویش کوئ، نو سره اوسه، دا تصمیم ونیسئ، چې منفي افکار او بې ځایه تشویش له ځان نه لرې کړئ، له تشویش سره مبارزه کول د ښه روغتیا سربیره، د مخ ښکلا ډیروي او تاسې به تازه او ځوان پاتې اوسئ.
منبع: مشاور جلدی