لیکنه: آلما افغان
۱- په پرون کې پاتې کیدل
پرون هغه وخت دی چې نه يې موږ ګرځولی شو او نه ورته کار کولای شو، دا کړنه نه یواځې دا چې موږ د راتلونکي پرمختګ څخه بې برخي کوي، بلکې پښیمانه کوي مو هم او د ژور خپګان سره مو هم مخ کولی شي.
۲- د مثبتو پرځای منفي نظریاتو ته پام
موږ ټول پوهیږو چې منفي فکره اشخاص د مخته تګ لپاره پښې نلري او د همدې لپاره هڅه کوي چې نور وګړي هم لکه د ځان په څیر له پرمختګه وغورځوې، که تاسو دغه ډول ناروغانو ته ډیره پاملرنه وکړئ او خبرې يې واورئ او عمل پرې وکړئ، نو خپله به مو ځان د شاتګ پر ناروغۍ اخته کړ او اخته کړی وي.
۳- له ناکامیو وروسته ناهیلي
که بار، بار له ناکامیو ناهیلي شوۍ، نو دا کار مو له ژونده ناهیلې کوي او نه پریږدي چې تاسو پرمخ ولاړ شئ، ښه دی چې ناکامیو ناهیلي مه کوئ، بلکې لا نور ځان قوي کړئ او مخته لاړ شئ.
۴- ناکامه مبارزه
که تاسو تل په دې تمه یاست چې موږ ته به کوم شخص یا دولت د پرمختګ لاره پرانیزي او موږ به پرمخ لاړ شو، دا سمه نه ده. آیا کله مو له ځانه هم پوښتي چې تاسو د پرمختګ لپاره خپله هم څه پلان لرۍ او یا مو تر اوسه د پرمختګ لپاره کومه بریالۍ مبارزه کړې؟
نو که چیرته له بل نه هیله کوئ او خپله ځان نه خوځوئ له بدو ناکامیو سره به مخ یاست.
۵- له ستونزو تیښته
هغوی چې له ستونزو تیښته کوي، شاتګ به يې حتماً ملګری وي، که له ستونزو سره غاړه غړۍ نشۍ او جوړجاړی ورسره ونکړئ، د پرمختګ له پوړۍ به ولویږۍ. ښه دی چې ستونزو کلک ودریږئ او مقابله ورسره وکړئ، نه تیښته.
۶- کتاب ته شا او ناسمو ملګرو ته مخه
دا خبره به مو ډیره اوریدلې وي چې کتاب او ښه ملګری د انسان د شخصیت رغونه کوي، خو که څوک په ژوند کې د دغو دوو نعمتونو بې برخي وي هيڅکله به هم پرمختګ ونکړي.