داسې کسان شته چې اروایي ناروغي یې تېره کړې او سخت ضرر یې لیدلی، خو د هغه وروسته ځیني شیانو ته تر نورو ډېر پام وي لکه:
د نورو له رازونو څخه ډېر ښه ساتنه کوي، او هېڅکله نه پرېږدي چې بل څوک ورباندې خبر شي.
دا وګړي ډېر ژر لويېږي او له اصلي سن څخه ډېر عمل کوي، ځکه دا وګړي تر نورو ډېره تجربه لري او خپل ژوند کې په ډېرو شیانو پوه شوي دي.
له انسانانو څخه واټن نیسي، ځکه ډېری وخت همدا انسانان دي چې موږ ته ضرر رسوي او موږ مجبوروي چې نور یوازې اوسو.
انسان دا زده کوي چې په سم ډول د خطر احساس وکړو نه دا چې له خطر څخه فرار وکړو.
دا زده کوي چې په ټولو خلکو باور ونه کړو، ځکه همدا زموږ بېځایه باور موږ د ماتې سره مخ کوي، تل خپل ځان رټو.
کله کله یوازې په ظاهري ډول د ښه اوسېدو تمثیل کوي خو په حقیقت کې ښه نه وي.
احساسات کمرنګه کېږي، او هڅه کوئ یوازې د منطق سره مخته ولاړ شئ.
کله چې یو انسان اروايي زیان وویني هېڅکله پخوانی انسان نشي کېدای له هر نظره بدلون کوي.
داسې انسانان تل له یوازېتوبه خوند اخلي او غواړي تل یوازې اوسي.