ژباړه: ایمل مړوند
د هر انسان په ژوند کې د هغه د واده ورځ تر ټولو مهمه او یادګاري وي او همدا لامل وي چې ددې ورځې له پاره بلها تیارۍ کوي چې په ښه ډول سره يې ونمانځي.
اکثره خلک د واده ورځ په ښه شور او ځوږ سره نمانځي، خو وروسته د مېرمنې د ښه او خوشاله ژوند تېرولو له پاره يې بیا ډېر کم پلانونه لري، همدا لامل وي چې تر واده څو میاشتې وروسته د اکثره جوړو ترمنځ کش کړپ رامنځ کیږي.
خو پوهیږئ! چې ددې ښایسته ریشتې د تل خوښ ساتلو له پاره که تاسو څو واړه واړه کارونه وکړئ، نو هره ورځ به مو اړیکه د خوښۍ یو نوی رنګ او نوی خوند اخلي.
په دې کارونو سره چې موږ يې درته په دې لیکنه کې وايو، تاسې خپلې مېرنې ته دا احساس ورکولی شئ! چې تاسو د هغې په اړه څومره فکر کوئ او څومره درته ګرانه ده.
دا څو ساده او حیرانونکې کارونه ستاسو د ژوند د ملګرې پر څېره د تلپاتې خندا او مسکا له پاره بسنه کوي:
1. د کور په کارونو کې مرسته
تاسو باید دا معلومه کړئ، چې د کور په کارونو کې مو د مېرمنې کوم کار خوښ نه دی او کول يې ورته تر ټولو سخت دي.
نو که وخت مو درلود حتماً ورسره په دې کار کې همکاري وکړئ، ان که تاسو د یو ځل له پاره هم دا چاره ترسره کړئ، هغې ته به مو احساس ورکړی وي چې تاسو خپله مېرمن درک کړې ده.
او که چېرې مو د کور په ټولو کارونو کې ورسره مرسته کوله، نو دا خو بیا بیخي ښه کار دی. د مېرمنې سره په چارو کې مرسته کول کومه بده خبره نه ده.
2. خبرې وکړئ!
که چېرې تاسو په دفتر او یا بیخي کوم بل ښار کې يۍ او په ورځني ژوند کې مو کوم نوي څه پېښيږي، هڅه وکړئ چې خپلې مېرمنې ته د میسج کولو پر ځای زنګ وهئ او خبره يې کړئ!
یو شمېر کسان خوښوي چې د ټلیفون پر ځای میسج وکړي او یا بیخي د وړو وړو مسایلو په اړه خپلې مېرمنې ته ونه وايي، خو دا سمه چاره نه ده؛ هغه وړې خوښۍ چې تاسو يې په ژوند کې پیدا کوئ، ژر د ژوند له شریکباڼې سره شریکې کړئ.
که تاسو د میسج پر ځای مېرمن ته زنګ ووهئ دا چاره سره زړونه نور هم نږدې کوي.
نو په یاد مو وي، خپلې وړې، غټې خوښۍ سره شریکې کړئ!
3. د چکر لپاره د ځای ټاکنه خپله وکړئ
که چېرته موقع وي او د کور نه د وتلو شرایط درته برابر وي، نو هڅه وکړئ چې د چکر لپاره او یا بهر د فلم د لیدو له پاره د ځای ټاکنه خپله وکړئ.
خو دا پلان داسې جوړ کړئ، چې ستاسو مېرمن يې پر لیدو د خوښۍ احساس وکړي، یعنې تاسو باید د خپلې مېرمنې د ذوق او خوښۍ په اړه پوه اوسئ!
دا کار که ان تاسو کله کله هم ترسره کړئ، ستاسو د ګډ او خوښ ژوند جوړولو کې خورا مرسته کوي.
4. که بل ښار ته تللي یۍ
که کوم وخت تاسو، د ملګرو سره او یا د دفتر له خوا کوم بل ښار او یا هیواد ته ځئ! نو د راتلو پر وخت مو حتماً د خپلې مېرمنې لپاره د ځان سره یو څه راوړئ.
په دې کار سره به تاسو د خپل ژوند شریکې ته دا احساس ورکړی وي، چې د هغې په لرېوالي کې هم تاسو سره د هغې فکر یاست.
په حقیقت کې دا کار د خوشاله او ګډ ژوند په تېرولو کې درسره مرسته کوي.
5. د خوښې خواړه يې راوړئ!
که چېرې تاسو پوهیږئ! چې د مېرمنې مو کو ځانګړي خواړه خوښ دي، نو هڅه وکړئ چې وخت ناوخت پر هغه ځای ځان وربرابر کړئ او دغه خواړه له ځان سره راوړئ.
مهمه نه ده چې دا کار تاسو تل وکړئ، که کله کله هم دا عمل ترسره کړئ، مېرمن به درنه خوشاله وي او ستاسو ګډ ژوند به خوږ وي.
دا کارونه ډېر ساده او واړه ښکاري، خو په حقیقت کې ستاسو د ژوند شریکې ته دا احساس ورکوي چې تاسو ته ارزښت لري او تاسو يې په اړه فکر کوئ!
6. د خوابدې په ورځ باید دا کار وکړئ
د انسان د ژوند سره سړې تودې ملګري وي، د هر چا په ژوند کې یوه نیمه ورځ خرابه راځي، یا کوم بد خبر اوري او یا یې په کور کې په ځينو وړو خبرو سره کړپ کړوپ رامنځ کیږي.
نو که کله تاسو سره داسې کومه پېښه وشوه، هڅه وکړئ، چې په خوشاله يې واړوئ! له کوره بهر ووځئ! د راتلو پر وخت مو مېرمن ته یوه دسته ګلان راوړئ؛ یا یو ایسکریم او یا بل د خوښې وړ څېز یې.
که تاسو مو ناخوښې ورځې داسې ونمانځۍ؛ نو ډاډه اوسئ چې تل به خوشاله ژوند ولرئ او خپګان ته د داخلیدو لاره به مو بنده کړې وي.
7. مېرمن ته مو د اړتیا وړ څېزونه واخلئ
کله چې تاسو وینئ چې د ژوند ملګرې مو ځينو شیانو ته اړیتا لري، لکه میک اپ، یا داسې کوم څه چې هغه يې همیشه د خوړولو عادت لري، نو هڅه وکړئ چې دا توکي تل پټ واخلئ او کور ته يې راوړئ!
په دې سره به تاسو د ژوند شریکې ته دا احساس ورکړی وي، چې تاسو هغې ته څومره ارزښت ورکوئ او اړتیاوو ته يې څومره پام کوئ!
8. کله کله پخلی خپله وکړئ
اړتیا نشته، چې دا کار تاسو همیشه وکړئ. خو که کله مو وخت پیدا کړ یوه ورځ مو د خوښې خواړه کور کې خپله تیار کړئ او د ژوند شریکه مو هم ورته دعوت کړئ.
بیا تاسو وګورئ، چې دا ساده کار ستاسو په ژوند کې څومره خوښي راوړي.
9. په یو وړوکي کاعذ يې ولیکئ
کله کله مو خپلې مېرنې ته د کاعذ په یوه وړه ټوټه ولیکئ! چې هغه درته څومره ګرانه ده او څومره مینه ورسره لرئ.
دا کاعذ د میز پر سر داسې ځای کې کیږدئ چې ستاسو د ژوند شریکه يې وګوري.
تاسو به فکر کوئ چې دا خو بیخي واړه کارونه دي، خو په اصلیت کې په شریک ژوند کې دا کارونه ډېر لوی او ستر دي.
10.د خپلې خوښې ځایونه ورته وښيئ
د ژوند ملګرې ته مو ووايئ، چې ستاسو څه خوښیږي، کوم ځایونه، هوټل، ښار او خواړه مو خوښ دي.
11. ټلویزیون په ګډه وګورئ
که په کور کې برېښنا او ټلویزیون ولرئ، هڅه وکړئ! چې یو د بل د خوښې وړ سیریالونه او فلمونه سره په ګډه وګورئ!
دا چاره مو تر منځ مینه لا ډېروي.
12. د شحصیت ستاینه يې وکړئ
کله کله مو د ژوند د شریکې، یعنې مېرمنې ته د هغې د شحصیت ستاینه وکړئ، د هغې د سلوک، چلند، جامو او نورو ښو عاداتو په اړه ورته ووایئ.
دا چاره مو مېرمن هڅوي چې تل ورته نزاکتونو ته پام وکړي. ارواح پوهان وايي که تاسو مو هره شپه له مېرمن سره دوه خوږې خبرې هم وکړئ، د هغې په زړه کې درته غرونه غرونه مینه پیدا کیږي.
13. د کورنۍ د غړو قدر يې وکړئ
واده کول داسې یوه اړیکه ده چې د دوه کسانو سربېره سره دوه کورنۍ هم د خپلوې او دوستۍ مزي یې ټینګوي.
نو هڅه وکړئ، چې د مېرمن د پلار، مور، خور، ورور او نورې کورنۍ خیال وساتئ، قدر يې وکړئ او په ستونزه کې يې لاس نیوی وکړئ.
په دې کار سره تاسو یو بل ته نږدې کیږئ او کورنۍ اړیکه مو لا غښتلې کیږي.