که دا ۵ ګامونه مو پورته کړل، له هر ډول بې نظمۍ به خلاص یاست

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

ژباړه: محمد عزيز پردېس
يو بې نظمه او ګډوډ چاپېريال ستاسو دښمن دی او ستاسو د وړتياو مخه نيسي. د کار نامنظموالی د وخت او انرژۍ د ضايع کېدو لامل کېږي، په همدې اساس هڅه وکړئ چې دا مخرب عامل مو له ژوندانه او په ځانګړي ډول د کاري چاپېريال څخه لرې شي.
په دې ليکنه کې به دې مسئلې ته ژوره او دقيقه کتنه وشي. هر وسيله، حتی يو قلم، يو کاغذ، موبايل، د يادښت پاڼې… کولی شي چې ستاسو د فعاليت د ګډوډۍ لامل شي چې په پايله کې ستاسو ذهن مغشوش کوي، ځکه هرځلې چې دې وسايلو ته ګورئ نو ستاسو ذهن په غير ارادي ډول هغو ته انحراف کوي او په يو ډول مو مصروفوي.
په حقيقت کې ستاسو ذهن د يو کمپيوټر په څېر دی، کمپيوتر چې کله ډېر مصروف کړو يانې په يوه وخت پکې ډېر شمېر پروګرامونه پرانيزو نو په معمول ډول کار يې کمزوری کېږي؛ د انسان ذهن هم همداسې عمل کوي. کله چې مو کاري چاپېريال کې هرڅه نامنظم وي او يا هم په يوه وخت کې څو څو کارونه کوئ، نو د کار پايله به مو ښه نه وي.
د بې نظمۍ او ګډوډۍ د مخنيوي لپاره دا لارښوونې عملي کړئ:
لومړی ګام: ذهن مو ارامه کړئ
کېدای شي ځيني کارونه مو چې فهرست کړي، هغه لومړيتوب ونه لري او کولی شئ چې د يوې مودې لپاره يې شاته پرېږدئ. له بل اړخ نه ځيني کارونه مو چې فوري دي، بايد په چټکۍ سره يې ترسره کړئ. په همدې ډول مو کارونه منظم کړئ، هغه کارونه چې ضروري دي، هغو ته لومړيتوب او هغه کارونه مو چې عاجل نه دي، شاته يې پرېږدئ؛ ترڅو ذهن مو ارامه شي.
کله مو چې دا ګام پورته کړ، نو وبه ګورئ چې ستاسو ذهن به د نوښتيزو کارونو لپاره چمتو وي او فشار به پرې نه وي.
دويم ګام: هغه عوامل چې ګډوډ مو مشغولوي، لرې يې کړئ
ټلويزون او راډېو مو خاموشه کړئ. که په رښتيا غواړئ په ليکلو تمرکز وکړئ، نو انټرنېټ مو پرې کړئ. يوازې د کمپيوټر پر سکرين مو يوه کړکۍ پرانيزئ هغه هم د د ليکلو. يانې ټول پام مو يو کار ته کړئ، چې په سم ډول يې ترسره کړی شئ. په يوه وخت کې د څو کارونو ترسره کول ناممکن دي، که ترسره هم شي نو پايله به يې ګټوره نه وي.
درېیم ګام: منظموالی
پتسي کلرمونټ يو وخت د يو ليکوال او ويناوال په صفت يې دنده پيل کړه، هغه په خپل کار کې د تمرکز لپاره د يوې زړه راښکونکې کړنلارې څخه کار واخېست.
حتما به مو په ذ‌هن کې په دې اړه جدي بوښتني راغلي وي. هغه نړيوالو ته يو پيغام درلود او د دې پيغام د خپرولو په لټه کې و. هغه د دې کار په پيلولو کې يو متفاوت کار ترسره کړ، خپلې خونې ته ولاړ او د خوب وسايلو په منظموالي يې پيل وکړ. هغه به تل په کور او د کار ځا کې د خپل چاپېريال په پاکوالي او منظموالي بوخت و، چې په دې کړنلارې سره يې يو نوښت رامنځ ته کړی و.
مونږ او تاسو بايد هم دا کړنلاره خپله کړو، دا چې خپل پيغام نړيوالو ته ورسوئ، د نړيوالې صحنې څخه نه پيلېږي، بلکې د کور څخه، د دفتر څخه او د خپل کاري مېز څخه پيلېږي. مطلب دا چې، هرچېرته چې کار کوئ؛ هغه ځای مو بايد په خپله خوښه برابر او منظم کړئ. په ګډوډ چاپېريال کې سم کار نشئ کولی.
څلورم ګام: د ( کم، ډېر دي ) اصل مو په ژوندانه کې پلي کړئ
کارونه مو ساده او لاسته راوړنې مو ډېرې کړئ. کله چې په يو با ارزښته او مهمه کار بوخت ياست، نو خپل ځان مطمئن کړئ چې ټول تمرکز په همغه کار دی او حاشيوي کارونه ته دومره ارزښت مه ورکوئ. که مو يو ځل خپل ژوندانه کې دا اصل پلي کړ، نو وبه ګورئ چې کاري وړتيا مو څومره لوړېږي.
د دې اصل د لا شننې او توضيح لپاره لاندې ټکو ته مو پام را اړوو:
۱- په ساده توب کې قدرت دی. اړين او اصلي کارونه وټاکئ او نور شاته پرېږدئ او د کارونو د ترسره کولو لپاره مو ځان ته دومره لاره هواره کړئ چې ( نه کولو يا نه ترسره کولو ) الفاظ مو هېڅ په ذهن کې ونه ګرځي.
۲- د کوچنيو عادتونو په تغيير پيل وکړئ، يانې لومړی کوچني ګامونه پورته کړئ.
۳- په يو وخت کې يو کار ترسره کړئ او د څو کارونو څخه ډډه وکړئ، چې دا په ځانګړي توګه ستاسو وړتياوې لوړوي. همغه يو مشهوره وينا ده چې وايي: دوه هندواڼې په يوه لاس نه نيول کېږي.
د خولې څخه مو لويه مړۍ مه اخلئ او له بخيلۍ څخه لاس واخلئ. داسې ستونزې وګالئ چې پر وړاندې يې وړتيا ولرئ. که مو د خپلې وړتيا څخه پورته کارونو ته اوږه ورکړه نو بدې پايلې به ستاسو په انتظار وي. يانې څومره مو چې وس وي، هغومره کار ترسره کړئ.
د دې لپاره چې وشئ کولی ښه کاري وړتيا ولرئ، هر ګام په يو وخت کې واخلئ او هغه څه مطالعه کړئ چې ستاسو فکري وړتياوې لوړې کړي.
پنځم ګام: يادښتونه خوندي کړئ
د يادښتونو په نيولو سره، هغه عوامل چې تاسو ته خنډ جوړوي؛ لرې کړئ. هغه کارونه چې په اصل کې ډېر واړه خو تل مو ذهن مغشوش کوي، د ورځنيو يادښتونو په نيولو سره يې له منځه وړی شئ.
دا عوامل کېدای شي کورني يا دفتري وي، هغه عوامل چې تل ستاسو فکر نااراموي، يادشت يې کړئ او د حل لپاره يې لاس په کار شئ.
يادښتونه مو په درې برخو ووېشئ:
لنډمهاله: ساعتوار، ورځني او اونيز.
منځمهاله: پنځلس ورځني او مياشتيني.
اوږدمهاله: څو مياشتيني او کلني
د پورته برخو په په مراعتولو سره مو خپل کارونه په منظم ډول ياداشت کړئ. يوه کوچنۍ جيبي کتابچه واخلئ او هغه کارونه چې بايد د ورځې/اونۍ/مياشتې… په اوږدو کې يې ترسره کړئ، پکې وليکئ.