که دا څو شرایط بشپړ کړئ، موخې ته رسیدای شئ

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

لیکنه: الما افغان
هرڅوک په ژوند کې هڅه کوي د یو موخې لپاره کار وکړې، خو په دې هم باید پوه شي چې موخه څنګه ترلاسه کولی شي؟
۱. پلان
که تاسو په ژوند کې موخي ټاکئ او بې پلانه روان اوسئ، نو باوري شئ چې نه بریالې کیږئ، بلکې که یو منظم پلان ولرۍ، نو دا ومنئ چې تاسو به حتماً خپلو موخو ته رسیږئ.
۲- ستونزي برسیره کول
که تاسو هرڅه خپل هدف ګرځولی وي او غواړئ کار ورته وکړئ، نو د پلان سره سم باید شته ستونزي رابرسیره کړئ او ستونزو ته حل لاره وپلټئ او موخې ته د رسیدو لپاره لار هواره کړئ.
۳. مثبته سیالي
هڅه وکړئ له منفي بافۍ څخه لاس په سر شئ، ځکه منفي سیالي او یا هم کړنې انسان ته د پرمختګ پرځای شاتګ په نصیب کوي، نو د ځان د بریا لپاره له هغه چا سره مثبت رقابت وکړئ، چې پوهیږي تاسو ورسره سیال کیدای شئ او دا سیالي ستاسو د لا نورو ډیرو پرمختګونو لار پرانیزي.
۴. یووالی
موږ ټول پدې پوهیږو چې ځینو اهدافو ته رسیدل په یوازې ځان ناممکنه وې، خو په یاد ولرئ که نور دوستان، خپلوان او یا هم کورنۍ مو ستاسو ملاتړ او یووالی درسره ونه لري، تاسو له موخې شاته پاتې کیږئ، هڅه وکړئ خپلې موخې ته د رسیدو لپاره د خلکو زړه لاسته راوړئ ترڅو موخه مو ترلاسه شي.
۵. کوښښ
او موږ ټول پدې هم پوهیږو چې بې زحمته راحت نشته، که تاسو بار، بار مات شوۍ، نو مه ناهیلي کیږئ، بلکې له خپلو ماتو نوې تجربې لاسته راوړئ او راتلونکي کې يې مه تکراروئ. همداراز خپل کوښښ ته تر هغې دوام ورکړئ ترڅو چې موخه مو ترلاسه شي.