د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په خپل کوربه توب د هندوستان په دهرادون کې نن د میلمه بنګله دیشۍ لوبډلې خلاف په دویمه ۲۰ اوریزه سیالۍ کې بخت ازمايي.
د دواړو لوبډلو ترمنځ د ۳ شل اوریزه کرکټ سیالو لړۍ د تیرې یکشنبې په ورځ په لمړۍ ۲۰ اوریزه لوبې سره پیل شوه، چې پکې افغانستان د بنګله دیش خلاف بریا خپله کړه.
همدا راز د روان سیریز دویمه سیالي نن ترسره کیږي، چې پکې به افغان کرکټ ملي لوبډله د سیریز ګټلو، خو بنګله دیش د همدې سیریز د مساوي کولو کوښښ کې وي.
که افغان لوبډله د نن ورځې په لوبه کې بیا د بنګله دیش خلاف بریا خپله کړي، نو روان سیریز کې به د بریا ترڅنګ ۲ د ۰ مقابل کې مخکې والی خپل کړي.
د افغان او بنګله دیشۍ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ تر دې مهاله د ۲۰۱۴ م کال راهیسې دوه ۲۰ اوریزه سیالۍ ترسره شوې دي، چې په لمړۍ لوبه کې بنګله دیش او په دویمه کې افغانستان بریا خپله کړې ده.
د نن شپۍ سیالي د افغانستان پر وخت د ماښآم به ۷ او د هندوستان پر وخت د شپې په ۸ بجو سره پیل کیږي.
د د دواړو افغانستان او بنګله دیش د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۳ شل اویزه سیالیو د روان سیریز یا لړۍ ورستۍ لوبه به سبا نه بل سبا د روانې جون میاشتې په ۷ مه نیټه د راتلونکې پنجشنبې په ورځ ترسره شي او د همدې بنګله دیش خلاف د ۳ شل اوریزه کرکټ سیالیو وروسته به افغان کرکټ ملي لوبډله د خپل تاریخي ټیسټ کرکټ پیل د هندۍ لوبډلې خلاف د روانې جون میاشتې په ۱۴ مې نیټې سره وکړي.