که آسانه ژوند غواړئ دا ۲۵ سپارښتني عملي کړئ

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

ژباړه: نور احمد فضلي
ښه ژوند کول یو هنر دی چي د مادي او معنوي پارامترونو مدنظر نیولو پر څنګ باید د علم په توګه زده کړل سي.
ښه ژوند کول یو هنر دی چي د مادي او معنوي پارامترونو مدنظر نیولو پر څنګ باید د علم په توګه زده کړل سي. موږ اکثره د خپلو عمرونو زیات وخت پر دې مصرفوو چي څنګه وکولا سو یو خوشحاله او بهتره ژوند ولرو، په داسي حال کښي چي ډېر کم شمېر کسان دي چي د خپلو دوامدارو هڅو او مزله په وهلو سره او یا تر دې چي د خپلو ترسیم کړو موخو ته په رسېدو کښي له ژونده خوند اخلي. شاید غوره وي چي د ژوند کولو پر عرصو د لا ښه پوهېدو او درک له پاره، ساده او آسانه ژوند وکړو.
د ساده او آسانه ژوند کولو یاد شعار چي له ماشومتوبه د ساده ژوند کولو تر عنوان لاندي د یوه معنوي عادت په توګه بیان سوی دی په آسانۍ سره د لاسرسي وړ نه دی. نه سو کولای چي په یوه ګړي کښي دي د ژوند طریقه بدله کړو، بلکي اړ یو چي ټولي هغه لاري چاري وپېژنو چي په مرسته یې وکولای سو غوره او ساده ژوند وکړو. په یاد ولرئ چي قاعدتاً د معیاري سطحي ژوند لرل له بېلابېلو اړخونو څخه دي او د ساده ژوند څخه د پارامترونو را کښته کول او ژوند حقیر شمېرل مراد نه دي بلخوا د ژوند پر معنا لا ښه پوهېدل او درک کول مراد دي.
کله چي زده کړئ چي آسانه او ساده ژوند وکړئ، کولای سئ خپل ډېر وخت هغو فعالیتونو ته ورکړئ چي ستاسي خوښیږي، خپل ډېر وخت د هغو کسانو سره تېر کړئ چي د دوی سره په ناسته پاسته خوښي حاصلوئ. د ډیرو جسمي او روحي کشمکشونو او لانجو څخه خلاصېږئ او ستاسي شاوخوا هغه بحثونه نیسي چي په رښتیا هم ارزښتمن او یا ضروري دي.
د ساده ژوند کولو څخه زموږ بنسټیزه موخه دا ده چي کومو څیزونو چي په حال کښي زموږ ورځنی ژوند تر ډېره نیولی دی ( لکه بېړه، سټریس، هغه کارونه او کسان چي زموږ خوښ نه دي او یا حتا موږ ربړوي او منفي فکرونه) لیري او په بدل کښي یې فکر، نوښت او موثرو اړیکو را منځ ته کولو ته موکې برابره کړو.
اصولاً هیڅکله نه سئ کولای چي دغه نظم په قطعي ډول په خپل ژوند کښي را منځ ته کړئ ولي چي تاسي هم په همدې له ګڼي ګوڼي او شورماشور څخه ډکي نړۍ کښي اوسېږئ او په حقیقي نړۍ کښي موږ د خپلو یو لړ بنسټیزو اړتیاوو پوره کولو لکه لږترلږه د یوه سرپناه لرل، اړ یوو چي پر ځانو باندي فشار راوړو او کله خو له وسه وتلي کارونه پر عهده اخلو.
ځکه نو موږ په دې لیکنه کښي هڅه نه کوو چي ستاسي له پاره یوه خیالي دنیا او یو خیالي ژوند انځور کړو. یوازي مو هڅه کړې ده چي د څو کړنلارو په وړاندي کولو سره، تر کومه چي شونې ده ژوند ساده او آسانه کړي.
د ساده ژوند لرلو له پاره ۲۵ سپارښتني
۱-ساده ژوند په ژوند کښي د معنا لرونکو مفاهیمو او عناصرو د اضافه کولو په معنا دئ چي البته ددې عناصرو د زیاتولو وړاندي باید د دوی له پاره ځای خالي کړئ. ستاسي پر شاوخوا ډېر داسي غیر ضروري څیزونه سته چي نه یوازي له هغو څخه ګټه نه اخلئ بلکي د ساتلو له پاره یې بیه هم پرې کوئ. اصولاً پر غیر ضروري څیزونو پیسې ورکولو پرته ژوند یوازي شونی نه دی، بلکې ښکلی هم دی.
۲- داسي هم نه ده چي د ساده ژوند کولو په بهانه د فقیرۍ او یا په ډیرو حقیرانه شرایطو کښي ژوند وکړئ. موخه مو د ژوند په عرصه کښي ستاسي د فکر په نقطه ی نظر کښي د توپیر را منځ ته کول دي. تاسي یو ځل ژوند کوی او پر دې اساس ستاسي وخت او عمر ډېر ارزښتمن او نه تکرارېدونکي دي ځکه نو باید خپل وخت په ژوند کښي پر ارزښتمنو څیزونو مصرف کړئ.
۳- د (( کارونو کولو)) هنر تر څنګ یو هېر سوی هنر هم سته: (( کارونه نه عملي سوي پرېښودل)) په ژوند کښي ساده توب او بهره ورتوب خورا ډېر د غیر ضروري موادو پر لیري کولو باندي متکی دي.
۴- ښکاره خبره ده چي باید د وسوسو په مقابل کښي چي هره لحظه تاسي ته در لوېږي مقاومت وکړئ او پرېنږدئ چي د خپل شاوخوا کسانو او یا رسنیو پرکنده تبلیغات مو له دې لاري څخه بهر کړي.
[ تر ډېره زموږ ژوند په خاصه توګه کله چي د نړۍ په دې ګوښه کښي اوسیږو ډېر د شاوخوا کسانو او دوستانو تر اغېز لاندي دی. ډېر څیزونه چي موږ په کورونو کښي ساتو، یوازي ددې له پاره چي نور یې وویني چي دا په حقیقت کښي موږ د غیر ضروري شتمنیو په ښکاره کولو سره هڅه کوو چي د خپلو مخاطبانو له پاره دا کاته ورکړو چي څه ښکلی ژوند لرو او نېکمرغه یو او د تعجب ځای دا دی چي متاسفانه بریالي کیږو او کټ مټ په همدې بڼه د مخاطب تر قضاوت لاندي هم راځو.
د حیرانتیا خبره خو دا ده چي زموږ ډېری هیوادوال بیا چي کله مهاجر سي او له دوستانو او ملګرو څخه لیري سي، یو بېل ژوند غوره کوي او په کورونو کښي یې بیا هغه د شان و شوکت او پرکنده غیر ضروري څیزونه نه يي. ]
۵- کله چي د یوه کار کولو توانايي لرئ په دې معنا نه دي چي باید همغه کار وکړئ! تاسي چي د دوستانو یا ملګرو سره د مخامخ کېدا پر مهال څه وینئ یا اوری، هغه څه چي د مجازي شبکو پر بېلابېلو پاڼو ئې تعقیبوئ مطلقاً هېښوونکي او وسوسه را ولاړوونکي دي. خو سملاسي پرېکړه مه کوئ چي دا هرڅه په خپل ژوند کښي هم اضافه کړی. وړاندي تر دې چي په یاد دام کښي ونښلئ پرېږدئ پر دې باندي فکر وکړئ چي هغوی ستاسي د ژوند فضاء اشغالوي. هغه فضا چي کولای سي ستاسي د دماغ په متحرک کولو کښي مرسته وکړي او نوي او ګټوري نظریې پکښي د شیطاني وسوسو پرځای تبادله کړي! تمرکز مو پر اهمیت لرونکو او حیاتي مواردو وکړئ.
۶- هغه څیزونه چي زموږ حواس بل لوري ته بیايي تر هغه ډېر خطرناک او ګمراه کوونکي دي چي موږ ئې فکر کوو. دا چي موږ خپل ژوند ددې په دې بې ارزښتو بوختیاوو ډکوو، د ترس او بېري څرګندونه کوي چي د دوی (د تلوېزیون، ټولنیزو شبکو، ویډیويي ګېمونو، مسېجونو، موسیقۍ او… پرته) نړۍ څخه ئې لرو. ځان په کوم شغل تر حد زیات مه خسته کوئ. مه پرېږدئ چي دغه بوختیاوي تاسي د خپل ژوند څخه وګرځوي. پر دوی کنټرول ولرئ وړاندي تر دې چي دوی تاسي کنټرول کړي.
۷- که د تغییر او بدلون علاقمند و نه اوسېږئ او هرڅه د وخت معمولي میلان ته پرېږدئ، نه سئ کولای ساده ژوند ولرئ.
۸- په کارځای کښي ستاسي د څنګ همکار د اونۍ په پای کښي د غره ختلو ته ځي، د یوه تخصصي پوستکالي زده کولو او د نوي کار د پیل له پاره د نویو او نوښتګرو نظریاتو د زده کولو په حال کښي دئ. ډېر کله داسي سوي دي چي د همکارانو او ملګرو له منځه د دغسي یوه کس یا کسانو سره ځان پرتله کړی. همېشه مو باید په یاد وي چي اولیتونه پخپله نه عملي کیږي. تاسي یاست چي باید د خپلو مهمو چارو له پاره وخت ورکړئ. د اولادونو سره وخت تېرول، د نوښتګرو کارونو له پاره وخت، د زدکړي له پاره وخت او… ددې وختونو د ایجاد له پاره باید نور ټول څیزونه اړخ ته کړئ. هغو څیزونو ته په نه ویلو سره چي ډېر مهم او ضروري هم نه دي، کولای سئ چي د ډیرو مهمو هغو له پاره کافی وخت ورکړئ.
۹- سهار وختي پورته کېږئ څو بریالي اوسئ. له خوبه وختي کښېنستل په رښتیا هم ګټور دي. له سټریس، بېړي او عجلې څخه خلاص د یوه سهار پیل یو نعمت دی چي هیڅکله باید ورڅخه بې خبره او غافل و نه اوسئ.
۱۰- ددې له پاره چي وکولای سئ نوي کارونه وکړئ او په پایله کښي د خپل ژوند سبک تغییر کړئ باید د مخکینیو او پخوانیو عادتونو ځای نوو هغو ته ورکړئ. د پخوانیو عادتونو او سیسټمونو لیري کول او نوي او تازه عادتونه خپلول ستونزمن کار دی.
د هر عادت پرېښودلو له پاره د یوه ګټور وړاندیز په توګه د ځان له پاره ۳۰ ورځنی چیلینج وټاکئ شاید کار یوه اندازه ساده او آسانه سي. مثلاً د تلوېزیوني سریال څخه د ۳۰ ورځو لېري والی. مطلقاً نه سي کېدلای چي په یو وار د ژوند په ټولو برخو کښي تغییر را منځ ته کړی، زغم ولرئ او کار مرحله په مرحله او په کرارۍ سره پر مخ بوځئ.
۱۱- بیا بیا پېر زموږ ستونزي نه را حلوي. همدا چي خوراک کوی او هر نوی تلوېزیوني پروګرام ګورئ یوازي ستاسي حواس تیت و پرک کوي او نه یوازي چي ګټور نه دي بلخوا کولای سئ ډېر مخرب او مضر وي.
۱۲- رانیول یو تفرېح نه ده، او مسلماً نه سي کولای چي د یو څه له پاره درمل اوسیږي. (بې وخته) پېر یوازي د وخت او پیسو تلفول دي او په یوه مصروفه ژوند تمامیږي.
۱۳- شاید تاسي ته د کال په جریان کښي ډېر خلي د سفر موکې مساعده سوې وي خو هر ځل د تګ له پاره چمتو نه یاست. کله چي کوچنی سفر کوی، آزاد یاست، لږ خسته کېږئ او لږ فشار درباندي راځي. دې موضوع ته کولای سو د ژوند د سفر سره هم عمومیت ورکړو.
۱۴- د هغو څیزونو چي لرو یې یا د هغو څیزونو چي نه یې لرو؛ شمېر مهم نه دئ. مهم دا دي چي کوم زموږ له پاره مهم او ګټور دي. د ۳ جلدو کتابونو لرل چي په رښتیا سره غواړئ هغوی ووایاست د هغو ۳۰۰ جلدو کتابونو څخه چي لوستلو ته یې سر هم نه ورښکاره کوئ؛ بهتر دي.
۱۵- ستاسي د شاوخوا فزیکي فضاء خلوتول کولای سي ستاسي د ذهني فضاء د ساده کولو او خلوتولو سره مرسته وکړي. دغه بصري بوختېدني تر هغه څه ډېر چي فکر کوئ زموږ حواس را تیت و پرک کوي او پر موږ فشار راوړي.
۱۶- زیات فکر کول د سټریس او فشار تر ټولو ژر خپرېدونکي سرچینې دي. کلیدی ټکی دا دئ چي وپوهېږئ خپله (( کومه ستونزه چي لرو)) زموږ ستونزه نه ده. زموږ اصلي ستونزه پر ستونزي زیات فکر کول دي. پرېږدئ او ازاد اوسئ.
۱۷- مثبت اوسېدل همېشه ښې پایلي لري. نو وړاندي تر دې چي په غوسه او حسادت هغه تلف کړی، پر دې فکر وکړئ چي ستاسو وخت څومره ارزښتمن او نه راګرځېدونکی دی.
۱۸- د نورو د هیلو او خوبونو سره ژوند مه کوئ. او هو، پرته له کوم دلیل او اړتیا څخه ځان په خوبونو او هیلو کښي مه را ښکېلوئ.
۱۹- ساده تر او مثبت تر دماغ هر وخت او هر چیري د تفکر طریقې په تغیرولو سره د لاسرسي وړ دئ. ځکه چي سټریس او ستومانتیا ستاسي د غبرګون حاصل دي نه د هغو څیزونو رښتیا پایله چي د هغوی سره مخامخ کېږي.
۲۰- په اوسمهال کښي د ارامښت او سکون ساده ترین راز دا دی چي پرېږدئ ټول هغه څیزونه چي په کوم شکل دي ( او نه هغه شکل چي تاسي ئې خوښوئ) اوسي او ورڅخه سمه او بهتره ګټه واخلئ.
۲۱- وخت پېژندنه همېشه د ژوند سره چلند ساده کوي. ځکه کله چي د ستونزو څخه ګیلې پرېږدئ او د هغو ستونزو له پاره چي نې لری؛ شکر ایستونکي اوسئ، نېکمرغي په آسانۍ سره ستاسي لور ته راځي.
۲۲- تېر وزئ! او له خپلو تېروتنو پند واخلئ، ورته وخاندئ او خپل تګ ته دوام ورکړئ. تر دې چي یوه دقیقه هم د هغو څیزونو له پاره چي کنټرولولای یې نه سئ مه تلفوئ.
۲۳- کله چي هیڅ شی شخصي کوی نه، آزادي ستاسي ټول وجود نیسي.
۲۴- رښتین واله او صداقت د پرمختګ ډېر آسانه لار ده. که په دقت سره د خپل زړه اواز واوری، همېشه به پوه سئ چي ستاسي له پاره بهترین کار څشي دی. همېشه به بهترین هغوی په صادقانه تګه تاسي ته ځان ښکاره کړي.
۲۵- هغه احساس چي د یوه مهم ( او صادقانه) کار د عملي کېدا څخه یې لری، ډېر بهتر او له سټریس څخه خلاص دی تر هغه احساس چي په ناسته او هیله لرلو سره تاسي ته درېږي.
شاید ووایاست چي د (( ساده ژوند کولو)) له پاره دا ټول دستورالعملونه ډېر اوږده دي او خپله خلاف د هغه څه دي چي موږ درته وړاندي کړل! تاسي ټولو ته چي په همدې فکر یاست باید ووایم چي ددې ټولو عملي کول یوازي د دوو ساده ګامونو اخیستل دي:
– پوه سئ چي ستاسي له پاره کوم څیزونه ډېر اهمیت لري؛ هر څومره چي کولای سئ پاته لاملونه یې لېري کړئ.
– خو ددې دستورالعمل وړ ګرځول د ژوند او کار په بېلابېلو اړخونو پوري دي چي یوازي تاسي یې باید عملي کړئ.