کندهار کي د ۲ لکه امریکایي ډالرو په ارزښت د لوبو جمنازیم جوړ سو

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

 دا ورزشي جمنازیم د یوه کندهاري تجار لخوا د یوه کال په موده کي جوړ سوی او پکښي ۲ زره نندارچیان ځایږي.
 د یاد جمنازیم مسئول جمال ناصر طرزي یاران ته وویل، چي په یاد جمنازیم کي به د فوټسال ترڅنګ د والیبال، باسکیټبال، غیږنیوني او ګڼ شمېر نوري لوبي هم ترسره سي.
 د طرزي په خبره، چي یاد جمنازیم ئې پر نړیوالو معیارونو برابر حوړ کړی.
79687165 464704811092397 6848807231622742016 n کندهار کي د ۲ لکه امریکایي ډالرو په ارزښت د لوبو جمنازیم جوړ سو
 یاد مسئول وویل، چي پر یاد جمنازیم ئې ټوله خپله په شخصي ډول پانګونه کړې او موخه ئې ورڅخه هیوادوالو، لوبغاړو او مینوالو ته د ورزش له لاري خدمت کول دي.
 دغه جمنازيم د پنجشنبې په ورځ دګڼو سپورټمينانو په ګډون د ملي سوداګرو له لوري د پټۍ په پريکولو سره پرانيستل سو.
79717177 464704934425718 6103016259803152384 n کندهار کي د ۲ لکه امریکایي ډالرو په ارزښت د لوبو جمنازیم جوړ سو
 په ورته وخت کي د سپورټ او بدني روزني مسئول مدير اغا په سپورټي ډګر کي د ياد جمنازيم جوړېدل يوه ښه لاسته راوړنه ګڼي او پر نورو ملي سوداګرو هم ږغ کوي، ترڅو په سپورټي برخه کي پانګونه وکړي.
80034010 464704781092400 487043321361858560 n کندهار کي د ۲ لکه امریکایي ډالرو په ارزښت د لوبو جمنازیم جوړ سو
 دا جمنازیم پر داسي مهال پرانیستل کیږي، چي راتلونکو څو ورځو کي یو بل سپورټي جمنازیم هم د محمدي په نوم  د کندهار په عینو ښار ګوټي کي د یوه شخصي تجار لخوا ګټي اخیستني ته سپارل کیږي.
 دا مهال کندهار کي څلور نور جمنازیمونه هم شتون لري، چي ټول ئې تجارانو جوړ کړي، خو دولت تراوسه ندی توانېدلی کندهار کي یو سپورټي جمنازیم جوړ کړي.