کندهار کي د نړیوال جام په نوم د فوټسال لوبي پای ته ورسېدې

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

یوه میاشت مخکي د کندهار په لوبستان ورزشي  جمنازیم کي د ۱۶ قوي لوبډلو ترمڼخ د نړیوال جام په نوم د فوټسال ستري لوبي ترسره سوې، چي د افغانستان په نوم د یوې فوټسال لوبډلي په لومړي مقام خپلولو سره پای ته ورسېدې.
5146c429 85ca 4caf 9cab e9f87c62b9cd کندهار کي د نړیوال جام په نوم د فوټسال لوبي پای ته ورسېدې
په لوبستان ورزشي جمنازیم کي د یادو سیالیو مسئول بلال احمد عرفان یاران ته وویل، چي د نړیوال جام په نوم ئې د یاد ټورنمنټ سره سم ګډونوالو لوبډلو ته د افغانستان په ګډون د بهرنیو هیوادونو نومونه ټاکلي وه، چي پایلوبه ته ئې افغانستان او ندرلینډ لوبډلي لاره پيداکړه.
b3fd148e 5824 4f34 abd7 75aa0e151f7f کندهار کي د نړیوال جام په نوم د فوټسال لوبي پای ته ورسېدې
د عرفان په خبره، چي په یاده لوبه کي د افغانستان فوټسال لوبډلي ۳ ګولونه پر ۲ د ندرلینډ فوټسال لوبډلي ته ماته ورکړه او لومړی مقام ئې خپل کړ.
bf1988ff e73a 4e85 b18e aac1cefca110 کندهار کي د نړیوال جام په نوم د فوټسال لوبي پای ته ورسېدې
د یادو سیالیو د مسئولینو له لوري وروسته مقام لرونکو لوبډلو او غوره لوبغاړو ته جایزې ورکړل سوې.
29425205 bbbc 4aa1 ab17 f37b557efd4b کندهار کي د نړیوال جام په نوم د فوټسال لوبي پای ته ورسېدې
د یادو سیالیو ډېر ګولوهونکی لوبغاړی شبیراحمد، محمد رامین غوره لوبغاړی، نقیب الله تر ټولو ځوان لوبغاړی، حبیب الله غوره ګول ساتونکی، فرید احمد غوره دفاعي لوبغاړی، محمد عمر سلیمي غوره روزونکی او  کروشیا ټيم ته بیا د غوره اخلاقي لوبډلي جایزه ورکړل سوه.
49a29e95 fd23 4dc9 89b7 64e83d3b2e90 کندهار کي د نړیوال جام په نوم د فوټسال لوبي پای ته ورسېدې
کندهار کي دا مهال ۶ معیاري جمنازیمونه شتون لري، چي د شپې تر ناوخته پوري ئې دوستانه او ټورنمنټي لوبي خورا په جم او جوش رواني وي.