
ليکنه: صابرحميدي
کابو دوې میاشتي مخکي د کندهار عینومیني په احمدولي خان فوټبال لوبغالي کي د ۸ قوي لوبډلو ترمنځ د فوټبال لوبي پیل سوي وې، چي پرون جمعه د موجهای آمو په نوم د یوې لوبډلي په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو مسئول محمدطاهر طاهري یاران ته وویل، چي د یادو سیالیو پایلوبه د موجهای آمو او عقاباند هندوکش فوټبال ټیمونو ترمنځ د سلګونه مینوالو په شتون کي ترسره سوه.
د طاهري په خبره، چي پایلوبه صفر په مقابل کي د صفر په مساوي ډول پای ته ورسېده، خو وروسته په پینالټيو کي موجهای آمو بریا خپله کړه او د یادو سیالیو لومړی مقام ئې وګاټه.
د یادو سیالیو په پای کښي د مقام لرونکو لوبډلو ترڅنګ یو شمېر غوره لوبغاړو ته هم جایزې ورکړل سوې.
د پایلوبي لوبېدونکي لوبغاړي د یادو سیالیو څخه خوښي ښيي او وايي، چي راتلونکي کي دا ډول لوبي نوري هم ورته ترتیب کړل سي.